چارواکي که مسؤلین
پدې څو کلونو کې د پښتو ژبې د سوچه کولو په نوم د عربي الفاظو لپاره پښتو ټکي جوړ او رواج شوي دي. ایرانیانو له دې مخکې د فارسې ژبې څخه د عربي الفاظو د ویستلو لړۍ شروع کړې وه.
په هره ژبه کې د نورو ژبو الفاظ شته او د هغه ژبې له علمي او ادبي غنا سره یې مرسته کړې ده. پښتو او دري ژبې هم له عربې ژبې ډير الفاظ راخېستې دي. عربي ژبې نه یوازې دا دواړې ژبې په علمي او ادبي لحاظه غني کړي دي بلکه ددې تر څنګ يې دواړه ژبې سره نږدې او زمونږ د ملي وحدت سره یې هم مرسته کړې ده. که له پښتو او دري ژبو عربي الفاظ وویستل شي او ځای يې په نوو جوړ شوو الفاظو ډک شي د دواړو ژبو ادبي او علمي غنا به کمه, د دواړو تر منځ به فاصله/واټن زیاد او ملي وحدت به مو هم ضعیف شي.
له بلي خوا نوي جوړ شوي الفاظ د عربي الفاظو په مقایسه د معنی هغه وسعت او ژورتیا نلري. د چارواکي لفظ یې یو ښه مثال دی. چارواکي هغه چا ته وایي چا ته چې د چارو واک سپارل شوی وي. مونږ له ډيرې مودې راهیسې په پښتو او دري دواړو ژبو کې چارواکو ته مسؤلین وایو. مسؤل هغه چا ته وایي له چا چې د چارو په اړه پوښتنه کیږي. ما ته د چارواکې په لفظ کې د مسؤلیت څه څرک نه ښکاري.
