No-IMG

شهید معلم صاحب عبدالولي

مړه یی مه بولۍ ژوندی دی

دصلیبی یرغلګروپه وړاندې په روان مقدس جهادکې نه ستړی کیدونکی مبارزاومجاهدشازلمي معلم صیب عبدالولي له خپل رب سره کړې وعده ترسره کړه. شهیدمعلم صیب عبدالولی دملاانځرګل زوی دننګرهارولایت دخوګیانیوولسوالۍ د وزیرو د پیره خیلوپه یوه مجاهده اوشهیدپروره کورنۍ کې دی دامتحان،ازمایښت اوفانی دنیاته سترګی وغړولې نوموړی لاوړوکی و چې وحشي یرغلګرو روسانو  زمونږ په ګران هیوادیرغل وکړاوټول مؤمن هیوادوال خپل هیوادپریښودوته اړشول نوموړی په ډیرماشومتوب کی له خپل کلی اوکورمهاجرشواو له جهاد،هجرت،شهادت اوزندان له نومونوسره راسترشو. نوموړي دیني اوعصري زده کړې دهجرت په ټاټوبي کې ترسره کړي. دروسی یرغلګروسره په مقدس جهادکی ددوی کورنۍ دحزب اسلامی ترقیادت لاندې په جهاد بوخته وه چې دمقدس جهادپه دوران کې دده مشرورورشهیدعبدالباقی هم په شهادت رسیدلی . داسلامی جهاددبریالیتوب څخه وروسته دخپلې شهیدپروری کورنۍ سره خپل ټاټوبی ته راستون شو اودخپل کلی په یوښوونځی کی دخپلومؤمنوهیوادوالودبچیودتربیت دنده پرغاړه واخیسته خوکله چې وحشی امریکایی صلیبی یرغلګروزمونږپه ګران هیوادیرغل وکړ نوشهید معلم صیب عبدالولی دخپل ژوندي ضمیراوقوی ایمان په لرلوسره دصلیبی وحشی سړي خوروپروړاندې دحزب اسلامی ترقیادت لاندی دجهادسنګرونوته ودانګل اودخپل خلوص،تقوای اوایماندارۍ له مخې ورته دجندمحمد(صلی الله علیه وسلم)دجبهی سرپرستی ورپه غاړه شوه خولله الحمد خپله دنده يی په پوره صداقت سره سرته ورسوله. نوموړی دمجاهدینولپاره یومهربانه پلار،پیاوړی مربی اویوزړور جهادی رهبر و. شهدمعلم صیب عبدالولي دجهاد د ډګرهغه اتل و چې شپه او ورځ به دصلیبي ځواکونواودهغوي  دمزدورانودوژلو اورانسکورولو او په هیواد کې یي دیو واقعي اسلامي نظام لپاره نه ستړی کیدونکی هلې ځلې کولې. دجګړی پرمهال به یې دنورو مجاهدینو په څېرپه جګړه کې برخه اخیستله اودخپلومجاهدینوسره به دجګړی په لومړۍ کرښه کې موجود و. یوځل دامریکایانوسره په مخامخ جګړه کي ټپی شوی هم و چی امریکایانود یو ولسی وګړی پرکورشپینی عملیات درلودل چی معلم صیب عبدالولی دخپلواتلومجاهدینوسره یوځای پرامریکایانواتلوال بریدوکړچی په نتیجه کی دامریکایانوشپینی عملیات په شاوتمبیدل. دنوموړی اتل شهید په څیره کې عاجزي اوخلوص له ورایه ښکاریدل. ټولومجاهدنیو ته يې دقدرپه سترګه کتل اوخپل وروڼّه يی ګڼل که په هرتنظیم اوهره جبهه کې به ول.تل به یی مجاهدینوته دیووالی اوله خپل منځي اختلافاتوڅخه دځان ساتنې توصیه کوله . تهجداومسنون اذکاريی دفرایضواو واجباتوپه څیرپرځان لازمی ګرزولي ول. نوموړي دالله ج دنصرت ‌ذریعه یواځینۍ لاره تقوا ګڼلې وه اودشهادت سره دزیاتی مینی له وجهې به یې په هرمجلس کې دشهادت تلقین اوفضایل بیانول. دنوموړی دجهادی مکتب شاګردان لله الحمد په منطقه کی په تقوای اواخلاص سره پیژندل کیږی.  داچی شهیدمعلم صیب عبدالولي دجهادنه ماتیدونکی غرو. د وحشی صلیبیانواودهغوی مزدورانودسترګوازغی اواسمانی تندرو. نودنوموړی دشهادت لپاره يی خپل ټول وسایل اوامکانات په کارواچول خودالله ج په نصرت ډیرځله ددوی له بریدونو روغ رمټ وتلی.چې باالاخره دلایزال رب دمقدراتو له مخی دده دژوندشیبی په ختمیدوشوې اوپه (۱۳۹۴/۱۱/۳) نیټه ما زدیګر ناوخته دننګرهارولایت دهسکې مینی په ولسوالۍ کې داسلام دښمنه امریکايی ډرون اوجیټ الوتکوله لورې دخپلولسوملګروسره دشهادت لوړمقام ته ورسیدلو. نوموړي ته له متعال رب څخه فردوس جنت،کورنۍ اودسنګرملګروته يې جمیل صبرغواړو.له غیور رب څخه غواړو چی دده تشه پریوبل بادرده اومجاهدپروره شازلمي ډکه کړي.  دده دشهادت مبارکي دده کورنۍ،دسنګرملګرو اودحزب اسلامي محترم امیر ورور حکمتیارصیب ته وړاندې کوم روح دې ښاداویاد دې تل وی.

اناالله وانااله راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک