د کابل - جلال اباد سرک یا د په مرګ لاره د ترافیکي پیښو څو لاملونه او وړاندیزونه
له ډيرو کلونو راهیسې د کابل - جلال اباد په لاره تقریبا هره هفته د خونړیو پیښو خبرونه اورو. پرون په همدې لاره په یوه خونړي ټکر کې د نورو کسانو تر څنګ د ننګرهار د پوهنې د ریاست معاون استاذ سید عیسی خان او د هغه زوی او وراره هم خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړ (الله ج دې د ټولو شهادت قبول کړي). په لاندې کرښو کې غواړم په مختصره توګه ددې ترافیکي پیښو ځنې عوامل په ګوته او څو وړاندیزونه وکړم.
عوامل
۱- ددې لارې اکثره ډریوران د ډریورۍ په اخلاقو او قوانینو نپوهیږې. څه محدود ډریوران چې د ډریورۍ په اخلاقو او قوانینو پوهیږې, عمل پرې نه کوي.
۲ - اکثره ډریوران په چرسو او نورو نشه یي توکو معتاد دي نو لدې امله د سفر په جریان کې په موټر چلولو ترکیز نشي کولای او په نتیجه کې د لارې خطرات په سمه توګه نشي مدیریت کولای او د پیښو باعث ګرځي.
۳ - ډریوران کوشش کوي چې د ورځې درې یا حتی څلور ځلې د کابل - جلال اباد دورې وکړې. دا ددې باعث کیږي چې دوی په ډير سرعت ولاړ شي او ټکر وکړي.
وړاندیزونه
۱ - د ډریورۍ د امتحان او جواز ورکولو د پروسې نه علاوه باید ټولو ډریورانو ته میاشتني اجباري داسې کورسونه دایر شي چیرې چې دوی ته د ډریورۍ اخلاق او قوانین وښودل شي. کوم ډریوران چې داسې تعلیمي کورسونو ته حاضر نشي باید د ډریورۍ جواز یې لغوه شي.
۲ - هغه ډریوران چې په چرسو او نورو نشه یي توکو اخته وي باید تشخیص او د ډریورۍ جواز یې لغوه شي.
۳ - واړه موټرې لکه سراچه, ټویوټا او نور باید ددې اجازه ونلري چې د کابل - جلال اباد په لویه لاره سوارلۍ ویسي.
۴ - غټې موټرې باید په ورځ کې یو یا دوه ځلې کابل - جلال اباد ته د تګ راتګ حق ولري.
۵ - د لویو لارو او د ترافیکو مسؤلین باید د کابل - جلال اباد د سرک هغه خطر ناکې برخي چې ډيرې ترافیکې پیښي پکې شوي دي تشخیص کړي. سرک دې د حایل یا پارټيشن په ذریعه په دوو لارو وویشي او دې حایلونو ته دې سور رنګ ورکړي. ځنې نور ضروري ترافیکي علایم دې هم ځای په ځای نصب شي تر څو ډریوران خطرونو ته متوجه کړي.
