No-IMG

كوم مذهب حق دئ؟

كه څوك له مونږ سوال وكړي چي له اسلامي مذاهبو كوم يو حق او له نورو غوره دئ؟

په ځواب كي ورته وايو: هغه مذهب حق او غوره دئ چي د لاندي اساسي خبرو په اړہ تر نورو مخكي وي:

په اللّٰه تعالى ايمان او په الوهيت او ربوبيت كي د شرك نفى.

په آخرت او له مرگ وروسته ژوند باندي ايمان.

په رسولانو عليهم السلام باندي ايمان او پدې چي محمد عليه السلام وروستى پيغمبر دئ.

په كتابونو ايمان او پدې چي قرآنكريم د ټولو آسماني كتابونو وروستى او له ټولو غوره او جامع كتاب دئ.

په ملائكو او قضاء او قدر باندي ايمان.

كېدى شي ووايي: ټول اسلامي مذاهب په دې اصولو ايمان لري، ستاسي ځواب مجمل دئ، غواړو تر ټولو غوره مذهب په ښه او دقيقه توگه وپېژنو!!

وايو: كه دا خبره د ټولو اسلامي مذاهبو په رابطه رښتيا وي او صدق پرې وكړي، نو بيا خو ټول حق دي او تر ټولو غوره ئې هغه مذهب دئ چي قرآنكريم او احاديث ئې د خپلي اعتقادي او فقهي مبانيو اصل او مبنى گرځولى وي او پدې ټينگار كوي چي ټول اختلافات بايد اللّٰه او د ده رسول ته راجع شي او د اللّٰه كتاب او د پيغمبر سنت بايد د هرڅه لپاره وروستي معيار او ملاك ومنلى شي. او خلكو ته په صريح الفاظو وايي: كه زمونږ كوم قول مو د اللّٰه تعالى او رسول اللّٰه له قول مخالف وموندو، نو زمونږ قول په ديوال ووهئ.

بې له شكه چي پدې به هم قانع نشي او تر دې به د لازيات څرگند او واضح ځواب انتظار كوي، ځكه دوى له مذهبي اختلافاتو او د دې اختلافاتو له بدو نتائجو، چي امت ئې ټوټې ټوټې كړ، د دښمن په وړاندي ئې تضعيف كړ، په داخلي نښتو او شخړو ئې مبتلا كړ، د نړۍ د قيادت او مشرتابه له هغه پروني لوړ مقام ئې محروم او له ذلت سره ئې مخامخ كړ، دوى لدې حالت ستومانه شوي او د دې اختلافاتو لپاره د حل لار لټوي.

مونږ ورته وايو: د مذاهبو او ديني مشرانو تر منځ د رأيې اختلافات يو مشروع، معقول او په تحقيق ولاړ اختلاف وو، هغه مخور علماء چي مونږ ئې په نظرياتو استدلول كوو، هغوى يو بل ندي تكفير كړي، بلكه هر يوه د بل رائې ته احترام درلود، اكثراً ئې اختلاف په فرعي مسائلو كي وو، نه په اصولو كي، په دې فرعي امورو كي د كمزورې او ناسمې رأي په متابعت سره څوك د اسلام له دائرى څخه نه وځي. تر څو پوري چي زمونږ مشرانو سلفو د حق پېژندلو پخاطر قرآن او احاديثو ته رجوع كوله، پدې اړہ ئې څيړني كولى، يو له بل سره ئې مناقشې كولى او د خپلو اختلافاتو او نظرياتو د تللّٰو لپاره ئې قرآن او حديث معيار بالو، نو يوه بل ته ئې احترام درلود، حق ته ئې غاړہ ايښودله، يو بل ته ئې تنازل كاوو، هر نظر به چي حق وو هغه به ټولو منو، هيڅ يوه به د خپل نظر لپاره تعصب نه كاوو، ټولو دا منلى وه چه قرآن او احاديث اصلي معيار او تر ټولو لوړہ مرجع ده، نو پدې توانيدل چي ډېري پېچلي قضايا په آسانۍ حل كړي، ژر په خپلو كي توافق وكړي، د اصوب او ترټولو غوره رأي په وړاندي له خپلي رأي تېر شي او د خاصې رأي په اړہ تعصب ونكړي.

خو كله چي مذهب د سياست په خدمت كي ولويد او فكري اختلافات په سياسي اختلافاتو بدل شول، نو هرې ډلي د خپل موقعيت او دريځ د اثبات او د مقابل لوري د كړنلاري او دريځ د غلط ثابتولو لپاره ئې له مذهبي توجيهاتو كار واخيست، هرې ډلي هڅه كوله حق يوازي تر ځان پوري محدود او په خپلي تگلاري او مذهب كي منحصر كړي او نور ټول د حق له دايرې دباندي وگڼي او له نورو سره جنگ او مقابلې ته مذهبي رنگ وركړي او په نورو د تېري لپاره مذهبي توجيه او جواز وړاندي كړي.

آيا لدې خبر نه ياست چي امام ابو حنيفه (رح) له امام جعفر صادق زده كړہ كړيده او له ده وروسته امامانو بيا هغه خپل استاد شمېري؟ امام ابو حنيفه د هغو كسانو په اړہ چي لده سره د رأي اختلاف لري وايي: مونږ هغه كسان نه تكفيروو چي قبله ئې له مونږ سره يوه ده.

آيا نه وينئ چي علي رضي اللّٰه عنه له ابوبكر، عمر او عثمان رضي اللّٰه عنهم سره بيعت كوي، په لمانځه كي پدوى پسي اقتدا كوي او له هر يوه سره تر پايه د مشاور په حيث كار كوي او په هغه ورځ چي باغيان د عثمان رضي اللّٰه عنه په كور حمله كوي، علي رضي اللّٰه عنه خپلو زامنو حسن او حسين رضي اللّٰه عنهما ته امر كوي چي لاړ شي او دواړہ په خپلو تورو سره له عثمان رضي اللّٰه عنه دفاع وكړي، د باغيانو په مقابل كي د هغه مرسته وكړي او د كور په وره كي ئې د مسلح محافظ دنده ترسره كړي.

كه مونږ د دې لويو امامانو پلويان او په مذهبي چارو كي د دوى تقليد كوو او غواړو د دوى په پل گام كېږدو نو ولي او په كوم دليل په خپل مسلمان ورور په فرعي مسائلو كي د رأيې د اختلاف له امله د كفر ټاپه وهو؟ څه راباندي شوي چي د تعصب په رنځ اخته شوي يو؟ او ولي دومره په دښمنۍ كي لويدلي يو چي له مسلمان سره جنگ له كفارو او مشركينو سره تر جنگ د زيات اجر مستحق گڼو؟! آيا كوم امام او مذهبي مشر د دا ډول تعصب او ناروا دښمنۍ د جواز حكم كړى؟!

احتمال لري پوښتنه وشي چي كه داسي ده نو په صدر اسلام كي د مسلمانو تر منځ د جگړو لپاره څه نوجيه وړاندي كولى شئ؟

وايو: مونږ پدې اړہ همغه څه وايو چي قرآنكريم ويلي:

تِلۡكَ أُمَّةٞ قَدۡ خَلَتۡ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتۡ وَلَكُم مَّا كَسَبۡتُمۡ ۖ وَلَا تُسۡ‍َٔلُونَ عَمَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ* البقره: 41

دا يو امت وو چي تېر شو، د هغوى لپاره د هغوى د كړو جزا ده او تاسو ته د خپل عمل نتيجه او له تاسو د دوى د عمل په اړہ پوښتنه نه كېږي.

مونږ د هغوى د اعمالو په اړہ نه پوښتل كېږو، له مونږ د خپلو عملونو سوال كېږي. دا دئ د پخوانيو مؤمنانو په اړہ زمونږ نظر، مونږ د هغوى نېكي بيانوو او نور دې ته رابولو چي په ښيگڼه او خير كي د هغوى په لاره لاړ شي، د هغوى تقليد وكړي او د هغوى د اشتباهاتو او غلطيو د بخښني دعا ورته كوو.

دا مهمه او ضروري نده چي د هغوى د اختلافاتو په اړہ څيړنه وكړو، د اختلافاتو عوامل ئې وپېژنو، په حقيقت ئې ځان پوه كړو او بيا حكم صادر كړو او د هغوى اختلافات د مسلمانانو تر منځ د اختلاف او بېلتون سبب وگرځوو!! اصلي او ضروري مسئله دا ده چي امت له تعصباتو وژغورو، له مذهبي تعصباتو نجات وركړو او ټول په يوه ليكه كي راټول كړو.

څومره د افسوس خبره ده چي يو مسلمان بل هغه مسلمان تكفيروي، د فرعي مسائلو په سر د رأې د اختلاف له امله خپل هغه ورور تكفيروي چي په اللّٰه تعالى، رسول (ص)، قرآن، آخرت، ملائكو، قضاء او قدر ايمان لري، د همده قبلې ته لمونځ كوي، د همده په شان ركوع او سجده كوي، ډېر د افسوس ځاى دئ چي د ډېرو وړو امورو لكه په لمانځه كي د لاسونو د بندولو او نه بندولو، پورته كولو او نه پورته كولو له امله يو پر بل د كفر ټاپې ولگوي.

رسول اللّٰه صلى اللّٰه عليه وسلم فرمايي:

قولوا لا اله الا اللّٰه تفلحوا. رواه احمد

لا اله الا اللّٰه ووائى چي نجات ومومئ او بريالي شئ.

دا د پيغمبر عليه السلام لاره او حكم او دا د مسلمانانو تنگ نظري او جاهلانه دريځ!! راځئ خپل اعمال د اصحابو رضي اللّٰه عنهم د اعمالو سره پرتله كړو، ته به وائې چي علي رضي اللّٰه عنه له ابوبكر او عمر او عثمان رضي اللّٰه عنهم سره اختلاف درلود خو عمر رضي اللّٰه عنه فرمايي: كه علي رضي اللّٰه عنه او د هغه مشورې نه وى نو عمر رضي اللّٰه عنه به هلاك شوى وى.

آيا علي رضي اللّٰه عنه تر دوو لسيزو زيات د ابوبكر، عمر او عثمان رضي اللّٰه عنهم خلافت ته غاړہ نه وه ايښې؟ په هر يوه پسې ئې په لمانځه كي اقتدا نه كوله؟ آيا له ټولو سره ئې بيعت نه وو كړى؟ او له هر يوه سره ئې مرسته او ملگرتيا نه كوله؟

كه دا ومنو چي علي رضي اللّٰه عنه له دريو نورو يارانو سره اختلاف درلود؛ خو اختلاف ئې پټ ساتلى وو، نو آيا له ده سره د محبت او د ده د متابعت تقاضا دا نه ده چي مونږ هم خپل قهر پټ وساتو، له صبر او زغم كار واخلو، خپل مخالفت علني او ښكاره نه كړو، يو د بل په خلاف له اقداماتو ځان وساتو، د كفر فتواوى صادرې نه كړو؟!

اهل سنت په داخلي جگړو كي د علي رضي اللّٰه عنه عمل د همدې (داخلي اختلافاتو) برخي په فقهي امورو او احكامو كي د اصل په توگه منلى دئ او په هغه حديث استناد كوي چي له ده څخه روايت شوى دئ، علي رضي اللّٰه عنه د جمل په جگړہ كي اعلانوي:

د جنگ له ډگر تښتيدلې خلك مه تعقيبوئ، بنديان مه وژنئ او پر ټپيانو حمله مه كوئ، چا چي وسله كيښوده هغه ته پناه وركړئ، د خلكو كورونو ته مه ننوزئ، د ښځو حرمت ته درناوى وكړئ، ښځو ته لاسونه مه اوږدوئ، حتى كه ښكنځلې درته وكړي هم، يو شمېر جنگيالانو وويل: دښمنان اود هغوى ښځى او اولادونه بايد غلامان ونيول شي، علي رضي اللّٰه عنه ورته په قهر شو اوئې فرمايل: له تاسي كوم يو دا جرأت كولى او دا منلى شي چي ام المؤمنين عايشه رضي اللّٰه عنها ئې په برخه ورسېږې؟!!

هغه شخص هيڅ لوى او مهم شخص ندى چي د اصحابو رضي اللّٰه عنهم اختلافات لوى كړي او د مسلمانانو د افتراق او بېلتون وسيله ترې جوړہ كړي، لوى او عاقل شخص هغه دئ چي د مسلمانانو تر منځ د وحدت او يووالي لاري ولټوي، د امت په نفاق او شقاق اوښكي تويي كړي او مسلمانانو ته بلنه وركړي چي سره يو شي او ورته ووايي چي تاسي وروڼه ياستئ، تاسو د يوه جسد حيثيت لرئ، د يوه خداى بندگان، د يوه رسول او يوه كتاب پيروان او د يوې قبلې خاوندان ياستئ، اختلافات يوې خوا ته پرېږدئ، تعصب لري وغورځوئ، سره يو شئ، يو د بل خوا ته ودرېږئ، يو ځاى لمونځ ادا كړئ، يو په بل پسې اقتداء وكړئ، پروا نه كوي كه يو لاس تړلى او بل خلاص لاسونه په لمانځه ودرېږي، ټول خپل قوت د دښمن خوا ته متوجه كړئ او په يوه غږ د حق دښمنه عناصرو مقابله وكړئ.

رسول اللّٰه صلى اللّٰه عليه وسلم فرمايي:

لاَ تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤمِنُوا. وَلاَ تُؤمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا.

ترهغې به جنت ته داخل نشئ چي ايمان مو نه وي راوړئ او تر هغې به مؤمنان نشئ تر څو مو چي يو له بل سره مينه او محبت نه وي كړئ.

قرآنكريم فرمايي:

مُّحَمَّدٞ رَّسُولُ ٱللّٰهِ ۚ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلۡكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيۡنَهُمۡ ۖ ....الفتح: 29

محمد چي د اللّٰه رسول دئ او هغه كسان چي له ده سره دي پر كافرانو شديد او په خپل منځ كي رحم كوونكي دي.

يوه ورځ د افغانانو په يوې غونډہ كي يوه عالم د خپلو خبرو په پاى كي د دعا لاسونه پورته كړل او په ډېر سوز او انهماك سره ئې وويل: خدايه! په خپل عظمت او جلال سره د هغو كسانو لاسونه او قلمونه مات كړہ چي د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو باعث كېږي!! د غونډې په پاى كي د ماښام د لمانځه وخت شو، ومې كتل چي ځيني يوې خوا ته يو ځاى شول او په لمانځه ودرېدل او ځيني بلي خوا ته سره غونډ شول او بېل ئې لمونځ وكړ، كله چي هغه عالم دعا كوله وېرېدم چي هسي نه همدا اوس ډېر لاسونه او قلمونه مات نشي؛ خو له دعا لږ وروسته مي وليدل چي سره بېل شول او حتى د لمانځه لپاره هم سره يوځاى نشول!! اللّٰه تعالى دې پر مونږ رحم وكړي، له دې دردونكي حالت دې مسلمانان وژغوري او دا توان او جسارت دې ورپه برخه كړي چي د مسلمانانو تر منځ د بېلتون ټول ديوالونه ونړوي، د تعصب پردې څېرې كړي، په لمانځه، جهاد او سياست كي سره يو شو او له شخص پالني خداى پالني، له مذهب پالني دين پالني، له فروعاتو اصولو ته، له مسلمانانو سره له دښمنۍ د اسلام له دښمنانو سره دښمنۍ ته لاړ شو.

د مذهبي اختلافاتو اور ته يا دښمنان لمن وهي او يا بدغرضه او سوء علماء.

مونږ دوه ډوله عالمان لرو: يوه ډله مؤمن او حق پالونكي چي تل د حق په لټه كي وي، د حق خبره كوي او د ټولي دنيا د مخالفت پروا نه كوي، دوهمه ډله هغه عالمان دي چي د خلكو خوښي لټوي كه څه هم د اللّٰه تعالى د قهر او ناخوښۍ په بيه وي، گمان كوي چي انسانان روزې وركوي او د دې لپاره چي معامله ئې خرابه نشي، د خلكو د سليقې خلاف خبري نه كوي، د خلكو په منځ كي د خورو او مروجو خرافاتو په خلاف غږ نه اوچتوي، څه چي خلكو غوره كړي وي دوى همغه ورته توجيه كوي، حق پټوي او د خلكو ناروا غوښتني تائيدوى او د اثبات لپاره ئې مذهبي دلايل او توجيهات وړاندي كوي!! د امت زياتره مشكلات او غمونه د همدې ډلي علماوو له لاسه راولاړ شويدي.

زه دا نه وايم چي مذهب پرېږده، بلكه دا وايم چي حق يوازي په خپل مذهب پوري محدود او منحصر مه شمېره، د فرعي اختلاف له امله پر نورو د كفر ټاپې مه وهه، تعصب مه كوه، د مسلمانانو د وحدت او يووالي هڅې كوه او هر مسلمان خپل ورور وشمېره.

د مذهبي اختلافاتو د له مينځه وړلو او د مسلمانانو تر منځ د يووالي په لار كي تر ټولو مهم گام دادى چي: ټول دې ته راوبولو چي قرآنكريم د ټولو اختلافاتو د حل او فصل يوازينۍ مرجع ومني، قرآنكريم د مسلمانانو د وحدت راز او د ټولو مناقشاتو او اختلافاتو د حل معيار وشمېري، لكه څرنگه چي قرآن حكم كوي هر وخت او په هره مسئله كي چي اختلاف پيدا كېږي بايد قرآن ته مراجعه وشي او د قرآنكريم فيصله وروستۍ فيصله وشمېرو او عمل ورباندي وكړو. قرآنكريم زمونږ د هر مشكل د حل لپاره لارښووني لري، زمونږ هرې پوښتني ته بشپړ ځواب راكوي، مونږ ايمان ورباندي لرو بايد فيصلې ئې هم ومنو.

شايدپوښتنه وشي چي له قرآنكريم د لري والي له امله مسلمانان داسي حالت ته رسېدلي چي اوس همدا قرآن چي بايد د وحدت رمز او د فيصلو معيار وي، د اختلاف سبب جوړ شوى، هرڅوك او هره ډله بېل او ځانگړى تعبير ترې لري او د همدې قرآني آيتونو د تفسير په اړہ اختلافات د فقهي او فكري اختلافاتو عامل او سبب جوړشوي!!

هو، دا يو تريخ واقعيت دئ، بايد د دې رنځ علاج ولټول شي، فكر كوم دا رنځ او مشكل داسي حلولى شو چي: اسلامي نهضتونه يا كوم اسلامي هيواد ابتكار وكړي او په قرآنكريم، تفسير او حديث پوه غښتلي عالمان راغونډ كړي، له ټولو اسلامي گوندونو او مذهبي ډلو غوښتنه وكړي چي مشهور او متقي علماء ورمعرفي كړي، بيا دا علماء د علمي څيړنو په رڼا كي او له ټولو معتبرو تفاسيرو په استفادې سره، د قرآنكريم يو جامع تفسير تهيه او تدوىن كړي او همدا تفسير د ټولو مسلمانانو او ټولو مذاهبو د پلويانو لپاره يوازنى د اعتبار وړ تفسير اعلان شي او په كافي اندازه نسخې ئې خپرې او چاپ شي، پخوانيو مفسرينو ته له زيات احترام او درناوي سره سره ټول پخواني تفسيرونه يوې خواته غونډ شي او نور ئې د چاپ اجازه ورنكړل شي، لكه څرنگه چي عثمان رضي اللّٰه عنه د اختلافاتو د مخنيوى په خاطر د قرآنكريم متعددې نسخې راغونډې كړې، يوه نسخه ئې ترې انتخاب كړہ او نورې ئې يوې خوا ته كړې، همداسي يو كار بايد د تفاسيرو په اړہ هم تر سره شي.

د علماوو همدا ټولنه په دې هم بايد توافق وكړي چي نور بايد هيڅوك هم په ځانگړې او شخصي توگه د قرآنكريم تفسير ونكړي، تفسير او په تفسير كي تجديد او له سره كتنه بايد د همدې ټولني وظيفه وبلل شي. د تفاسيرو له يووالي وروسته د ټولو مذاهبو منل شوي او ثقه روايات بايد د همدې تفسير په رڼا كي وڅيړل شي او همدا مشترك تفسير معيار وبلل شي، هر رأي او روايت چي له دې تفسير سره سمون ونلري، هغه بايد يوې خواته شي او له اعتبار ولوېږي. او پدې ترتيب ټول هغه كمزوري، ضعيف او موضوعي روايات حذف شي چي د مسلمانانو اكثر اختلافات ترې راولاړ شوي، ټول روايات بايد د قرآن په رڼا كي چاڼ شي.

دا كار نه يوازي د مسلمانانو ترمنځ اختلافات له مينځه وړي، ټول د وحدت په مزې تړي، بلكه په ټوله اسلامي نړۍ كي د ټولنيز، سياسي او اقتصادي نظامونو د يووالي عوامل هم برابروي.

نن ورځ د اسلامي امت په منځ كي د متعددو مذهبي ډلو د موجوديت ترڅنگ له هندوىزم، بودايزم، اور لمانځونكو او بت لمانځونكو متأثري ډلي هم وينو، همداراز اسلامي نړۍ په سياسي، اقتصادي او اجتماعي ډگرونو كي هم د تشتت او تعدد ښكار ده او په اسلامي دنيا كي مختلف او متناقض نظامونه رائج دي چي زياتره ئې حتى د اسلام سره څرگند تضاد لري.

هر زړہ سواند محلل چي د امت له مشكلاتو خبر دئ پدې باور لري چي: د دې اختلافاتو اصلي عامل د واحد تعليمي نظام او نصاب نشتوالي او د اسلامي اصولو په اړہ د نظرياتو اختلاف دئ. د تفسير په اړہ د نظرياتو د توحيد او د يوه جامع، شامل او منل شوي تفسير د تدوىن له لاري كولى شو دا بېلتون او اختلاف ختم كړو او امت له خطرناكو عواقبو وژغورو.

اسلامي امت داسي اتلانو ته سترگي په لار دئ چي له دې بدې ورځي، ذلت او خوارۍ د نجات لپاره قيام وكړي او د مسلمانانو د تېر برم د اعادې لپاره ميدان ته شي، د امت د وحدت او يووالي لاري ولټوي او دا خوار امت بېرته د تېر برم لوړې څوكي ته اوچت كړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک