No-IMG

تېر شل کلن ناورين ظلمونه او صحرايي محکمې

د دې شل کلن ناورین هره ناروا، ظلم، زیاتی مو داسې ذهن کې هک دی لکه دا اوس مې یې چې فلم لیدلی وي.

کندهار، شمالي، نورو ولایتونو کې ظلمونه، قتلونه، غارت،  تېری هر څه مو یاد دی.

منم ډېر داسې کسان شته وو چې اشغال او د اشغالګرو شتون خر مست کړي وو.

په ځان نه پوهېدل چې بل سره څه ډول وحشت وکړي.

چې چېرته به هم په سنت برابر په لاس ورغلی وینه به یې ورته په جوش شوه.

وروره نه ړانده یو نه بې وجدانه چې وجدان مو ویده وي او هر څه مو هېر کړي وي.

تر هر چا زه د یوې اسلامي قضا تږی یم.

داسې قضا چې عدالت په کې وشي، ظالم ته سزا ورکړل شي او مظلوم ته مینه.

خو پام چې شریعت تاته د فردي انتقام اجازه نه درکوي.

نه دا اجازه درکوي چې په خپل سر چاته سزا ورکړې.

دې کې لوی حکمت دی، بیا د مجاهدینو د دور قصه ترې جوړېږي.

هر چا به په یوه کور واړول دلیل به یې دا وو چې مالک یې کمونست او د مسلمانانو قاتل دی، مال یې ما غنیمت کړ.

یا به هر چا یو تن تر تېغ تېر کړی وو که به یې شخصي ستونزه هم ور سره درلوده.

د داسې حالت د مخنیوي لپاره ستاسو د ناسمو کړنو پر وړاندې غږ اوچتوو.

د دې پر ځای چې له خپل ناسم کړه او د خلکو له غبرګون عبرت واخلی، چاته طعنې ورکوی، چا باندې تور پورې کوی یا یې مخالف جهت کې شمیری.

دا خو د اصلاح او پرمختګ تګلاره نده.

اسلامپال ځوانان که غبرګون ښکاره کوي یواځني علت یې دا دی چې نغواړي خوږ اسلام بدنام شی.

داسې عمل ورته نسبت شی کوم چې د اسلام خلاف وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک