تورن جنرال محمد على خان
شهيد تورن جنرال محمد على خان د مرزا احمد الله زوى چې په کال ١٣٣٦ د لغمان ولايت يو دينداره کورنۍ کې زيږيدلى دى.
مرحوم تورن جنرال د پلار نه يو ورځينى پاتې شوى دى او په ډير مشکلاتو يې ابتدائى تعليم د لغمان ولايت کې حاصل کړو او بيا يې اعلى تعليم دپاره جرمني ته لاړو مرحوم د پوليس اکيډمى نه فارغ شوى او د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د صاحب منصب وظيفه اجرا کړه. مرحوم ډير دينداره او پرهيزگار او مجاهد انسان وه. د ننگرهار ولايت په خوږياڼى ولسوالۍ کې د امنيت قوماندان وه. او بيا جلال آباد ښار کې قوماندان د سمت شو. او بيا دره نور ولسوالۍ کې قوماندان د علاقه دارى وظيفه يې ترسره کړه هغه نه بعد بيا د گلبهار او کوهستان ولسوالۍ کې د امنيت قوماندان پاتې شو هغه نه بعد بيا بوله غين علاقه دارى کې قوماندان دى علاقه دارى وه او بيا د بابر شاه د قصر معاون پاتې شوى ده او هغه نه بعد په حيث د امر عمومى محابس پلچرخى جمهورى اسلامى افغانستان وټاکل شو.
او نوموړى شهيد ډير يو لوى عالم او مجاهد وه په دې دوران مجاهدين يې هم کور کې روزل او مالى او جاني کمکونه يې کول د نجيب دوران کې د افغانستان فاسد رژيم لخوا زنداني شو او په دې جرم چې ته مجاهد يې او مجاهدين روزې ٣ کاله يې قيد ډير مشقت سره تير کړو د شپې يوه نيمه بجه يې کمونستانو کور نه بوتلو او زنداني شو ښځه او واړه بچى يې په چيغو او فرياد پاتې شوه او په دې دوران ډير ظلم او شکنجه يې ورته ورکړل نوکان يې ورته وويستل او په برقي چپرکت يې ورته شارټونه ورکړل.
او کله چې رها شو دوباره خپل وظيفه باندې بوخت شو او يوه ورځ د ماښام مونځ کاوه د افغانستان وزير داخله تورن جنرال گلاب زوى ورته ويل وى مونځ کوى خپل وظيفه اجراء کړه مرحوم هغه په سپيړه ووهه او ورته يې ويل زه شکر مسلمان او مجاهد يم خپل مونځ وخت او د وظيفه وخت پيژنم.
د گلاب زوى باډى گاردانو مرحوم ووهل بيا گلاب زوى وويل زه ده دى جرات ته سلام کوم چې په ما يي لاس اوچت کړو بيا يې ورته ترفع ورکړه.
مرحوم پسې د دولتي چارواکى وه بيا د پاړه چنار په لار پيښور ته مهاجر شو ١٥ ورځې منزل وکړو او بيا د پيښور ښار کې د حزب اسلامي مهمان خانه کې خپل ټول فاميل سره هلته اوسيدو څو ورځې بعد په ډير تکليف خپل فاميل سره د مهاجرت ژوندي تير کړه او په شمشمتو کيمپ کې انجنير صاحب حکمتيار سره په امنيت کې د جنايي آمر وه د امنيت وه او په جهاد کې هم ورسره ډيرې برخې اخيستې ؤانجنير صاحب هم ورته ترفع ورکړه چې ستاسو په مخامخ ده بيا حکمتيار صاحب سره د افغانستان د مجاهدينو حکومت په وخت په چهاراسيا د کابل ښار کې امر امنيت پاتې شوى و په کال ١٣٩٨ کې مريض شو ٣ کاله سخت مريض وه
ډير سخت او تکليف يې تيره کړه مريضې يې نه پس ١٠ د محرم 13/11/2013 د چهارشنبې په ورځ سهار 10:40 خپل ځان يې الله ج پاک ته وسپاره.
اناالله و انا اله راجعون
او په 14/11/2013 پنج شنبې ورځ د سهار 10 بجه خپل پلرنۍ هديره مهترلام بابا کې خاورو ته وسپارل شو
خداى د جنت الفردوس نصيب کړي.
امين روح د ښادوى
