No-IMG

ضمیر او غیرت پلورونکو غلامانو ته پیغور

د لیکنې اخري برخه مهمه ده .

عجمي  باشا د حسین رضي الله عنه له اولادې څخه ؤ او کورنۍ یې له نیکونو له پیړیو ملکان او حکمرانان پاتي شټي،  د ده تقریبا ۱۲ نیکونه یواځې د مدینې منورې والیان ول. عجمي پاشا د عراق له مشهورو خلکو څخه وه؛ ده او د دوی نیکونو د عربو قبیلو د اتحاد سرپرستي کوله.

کله چې بریتانیا د عثمانیانو ضد هلې ځلې شروع کړې نو شریف مکة تر څنګ د بریتانیا جاسوس  توماس ايډورډ لورنس عجمي باشا ته خط ور ولیږه چې ورته یې لیکلي ول:

تاسو ته عرب عموما او عراقیان خصوصا د قدر په سترګه ګوري که تاسو زموږ سره مرسته وکړئ نو تاسو ته به د ټول عراق حاکمیت درکړل شي.

عجمي پاشا د لورنس خبره رد کړه او ورته یې وویل،  زما ایمان ماته له دنیا او منصب نه اولویت لري.

لږ موده وروسته د بریتانيا مشهور سیاسي شخصیت بیرسي زاچاریا کوکاس د ده نه وغوښتل چې ورسره و ویني.

کوکاس عجمي پاشا ته هغه وخت ۳ لکه د سرو زرو روپو سره د عراق د حاکمیت وړاندیز هم وکړ چې اوس مهال تقریبا ۸۸ ملیونه ډالر کیږي خو عجمي پاشا د هغه خبره رد کړه او دا تاریخي او وجدان لړزونکي ځواب یې ورکړ:

 "" زه له کوکاس نه چې د بریتانیا له سترو سیاستمدارانو څخه دی غوښتنه کوم چې هغه ما سره په دې اړه فکر وکړي او ځواب راکړي چې که چېرته:

 " زه لکه کوکاس د برتیانیې اشغال ته تللی وم او عرقیان لکه بریتانیان چې دلته راغلي بریتانیې ته تللې ول او ما هلته له کوکاس نه داسې غوښتنه کړې وه لکه کوکاس چې دلته له ما کړې ایا کوکاس به ماته لندن پرې ایښی او تسلیم کړی ؤ؟؟؟ ،  ایا کوکاس به خپله عقیدة، ملت او لښکر پرې ایښی ؤ؟؟؟  او زما لښکر سره به یو ځای شوی ؤ؟؟   او که کوکاس به ماته هغسې ځواب راکوه لکه زه یې چې اوس ورکوم او هغه یواځې د جنګ میدان دی "".

داسې دا میړنی مسلسل له بریتانیې اشغالګرو سره وجنګید او د عمر په اخر کې ترکیې ته مهاجر شو او هملته دفن شو.

ترکانو ده ته ځای او پناه ورکړه او هلته د شانلي اورفة په نوم ځای کې خښ دی او ترکانو یې یو عمومي سرک هم په نوم کړی دی.

چوکۍ منصب او واک عارضي شی دی تاريخ هر څه ثبتوي، هغوی چې ضميرونه او وجډانونه یې د څو روپيو په بدل کې خرڅ کړل خلکو یې اولادې او کړوسيانو ته پيغور کې وايي چې د فلانکي ناموس فروش زويه يا د فلانکي ناموس فروش کورنۍ، خو هغوی چې چوکی او منصب یې له خپل ايمان وطن قربان کړل هغه بيا اتلان وي او اتلان بيا نه مري.

*** حوالې:

 المعلومات التاريخية عن الشيخ عجمي باشا.

 حسام واصف .

القبائل والبيوتات العراقية الهاشمية في العراق .

 يونس إبراهيم السامرائي.

معجم الأنساب والأسرات الحاكمة في التاريخ الإسلامي د اسټریا مشهور مستشرق إډوارډ زامباور.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک