شهيد مولوي جنت مير
قهرمان شهيد مولوي جنت مير د جلال الدين زوی د خوست ولايت د باک والسوالۍ په مامي نومي کلی کې په کال 1945 ميلادي کې دې نړۍ ته سترګې غړولی وې.
شهيد مولوي جنت مير خپلې ټولې ديني ذده کړې په ګاونډي هيواد پاکستان کې سر ته رسولی وي.
په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسيدو او په ګران هيواد د روسي يرغل سره سم يې په مسلح جهاد کې فعاله ونډه واخسته چې د جهاد له پيله د باک والسوالۍ عمومي قوماندان او د تنظيم المومينين د نظامي شورا فغال غړی و.
شهيد مولوي جنت مير د باک ,ځاځي ميدان ,څمکنيو ,جانيخيلو او موسی خيلو والسواليو کې په جهادي صففو کې فغاله ونډه اخستي ده.
مولوي صاخب د روسانو سره په مخامخ جګړه کې په 1985 ميلادي کال کې سخت ټپي شو .چې د لويې پکتيا د قوماندانانو او مجاهدينو پر غوښتنه د حزب اسلامي د مشرتابه لخوا بهرني هيواد ته د درملنې لپاره واستول شو .هيواد ته په بيرته راتګ سره يې يوه پښه له لاسه ورکړي وه.
مولوي صاخب که له يوه اړخه سرشيندونکی مجاهد او قوماندان و خو له بله اړخه د خپلو سنګروالو لپاره يو ښه مدارس هم و.
د هغه وخت جهادي شخصيتونو له شميره چې د مولوي صاخب تر څنګ تر ډيره وخته پاتې شويدي د باک والسوالۍ اوسيدونکی قوماندان حاجي فحرالدين او د څمکنيو والسوالۍ اوسيدونکی ډاکټر عبدالله ګل اخلاصيار د مولوي صاخب په هکله يو ګډ نظر لري چې مولوي صاخب جنت مير د تورې سمبول ,د تقوا نمونه ,د پوره اسلامي اخلاقو څخه برخمن شخص وه.
مولوي صاخب جنت مير په کال 1992 ميلادي کې د ورپيښو ټپونو د ناسور کيدو له امله د شهادت لور مقام ته ورسيد.
روح دې ښاد او ياد دې تل وي.
