No-IMG

پر ښځو د تاریخ تر ټولو ستر جنسي تیری

كله چې په ۲ نړیوال جنګ کې جرمني ماته وخوړه، نو د جرمني ضد متحد هیوادونو عسکرو د ۲ ملیونو څخه زیاتې جرمنۍ ښځې بې پته کړي یا په عامه اصطلاح جنسی تیری یې پرې وکړ.

د غو عسکرو به چې په کومو ښځو جنسی تیری کوه او هغوی به د خپل عفت ساتلو کوښښ کوه نو د امریکا، روس او بریطانیا عسکرو به په ډیره بې رحمۍ وژلې، حتی چې د برلین، میونیخ، لایزبیغ، هایډلبیرغ او نورو ښارونو کوڅې د دغو ښځو له جسدونو ډکې پرتې وې.

د دغه جنسی تیریو له امله تر ننه جرمنې کې د ۵ لکو څخه زیات جرمنیانو نسب، پلرونه نا معلوم یا بې نسبه دي.

د نړیوال جنګ نه څو میاشتې وروسته زرګونو جرمنیانو انجونو او ښځو روغتونونو ته مخه کړه تر څو هغوی خپل حمل ضائع کړي، تاریخ لیکي چې دغه حالت تر ټولو ځورونکی او بیرونکی ؤ او روزانه به د جرمني شفاخانو کې سلګونه عملیات تر سره کیدل.

بعضو ښځو خو ويلي چې د دوی سره ان تر ۶۰ او ۷۰ ځله جنسي تیری شوی.

نورې څيړنې ښيي چې ۲۴۰ زره ښځې د جنسي تيري له امله مړې شوي .

د جرمني او هټلر له ماتې وروسته په څو میاشتو کې د روسیې فوځیانو د ۱ ملیون نه ډیرو جرمني انجونو او ښځو باند جنسي تیری کړی ؤ، امريکايي فرځيانو د ۱ لک او ۹۰ زره انجونو سره، بریطانیانو د ۴۵ زرو سره، او فرنسوایانو ۵۰ زرو نه زیاتو سره.

د تاریخ دغه تر ټولو مشهور، وحشیان، ځناور او بې حیاء ( امریکا، بریطانیا .... ) نن راځي او موږ ته د انسانیت او د ښځو د حقوقو درس راښیي.

دا ليکنه ما په خپل کتاب کې کړې خو ډېره اوږده او څو مخه ده نو دلته مې لنډيز را اخيستی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک