د شهيد امين الله لنډ او مختصر ژوند ليک
ترجمه:بي له شکه چي الله له مومنانو نه د دوی سرونه او مالونه اخيستي دي ، ددي لپاره چي جنت به يي په برخه کيږي ، نو دوی د الله په لاره کي جنګيږي ، وژني، او وژل کيږي ، ريښتيني وعده چي په تورات، انجيل او قران کي يي په ځان منلي ده ، او له الله به څوک په خپلي وعدي ډير وفا کوونکی وي؟نو پر خپل هغه پېر پلور خوښ اوسئ چي تر سره شهيد امين الله د شهيد قاري محمد غوث زوی او د مرحوم حاجي ارمان ګل اکا لمسی د قندهار ولایت ژړۍ ولسوالی د قلق ساحي اوسيدونکی چي په کال ۱۳۷۵ه ش کي په يوه مجاهده او دين پروره کورنۍ کي يي دي فاني دنيا ته سترګي وغړولي. امين الله ابتدايي تعليمات د خپل کور مشرانو څخه او د پاکستان بلوچستان صوبي د پشين ضلع د مولوي تيمور شاه صاحب په مدرسه کي ترسره کړل.
متوسط تعليمات يي په کويټه کي د حماد صاحب سره د ( امام ابوحنيفه رح عالي لیسه ) کي شروع کړل. شهيد امين الله لا د امام ابوحنيفه رح عالي ليسي زده کوونکی و چي د صليبيانو په ضد يي په زړه کي د جهاد شوق او جذبه پيدا شوه.هغه به په خپل تعليمي ماحول کي په تنکي عمر همصنفيان او حتی استادانو ته د جهاد بلنه ورکوله. د محصلينو په مجاليسو کي به يي تل د خبرو موضوع دجهاد دفاع او دصليبي دښمن د خطراتو په هکله څرخيده.
شهيد امين الله د محصلينو اسلامي تنظيم فعال غړی او د همدي تنظيم د جنوب غرب حوزي مسٌول ډاکټر عبدالهادي ذوالحکمت د اکا زوی وو. چي د حزب اسلامي په اکثرو جلسو او پروګرامو کي يي يادګاري عکسونه او ويډيو يي د خپلو محصلينو وروڼو په زړه کي د جدايي داغ پريښود.
نشيط او با احصاصه نوجوان د خپل عمر په (۱۵) کلنی کي په هلمند ولايت ګرشک ولسوالی د قاري حضرت په نامه يو قومندان چي د اسد په نامه يي شهرت درلود يو ځای او په عملي جهاد يي لاس پوري کړ. د اسد په جبهه کي امين الله په خپله ايمانداری،بهادری او شجاعت باندي لومړی مقام ترلاسه کړی وو ان تر دي چي په تيرو (۳) کلونو کي يي نه درس ووايه او نه يي د خپل کور په مشکلاتو ځان خبر کړاو نه يي څو ورځي مسلسل په کور کي تیري کړي. مختلفو ولايتو او ولسواليو ته به يي د خپلو مجاهدينو سره يو ځای جهادي سفرونه کول او د مسلمانانو په خدمت کي يي شپه او ورځ يوه کړي وه.
د قاري حضرت د جبهي يو قومندان د سجاد په نامه په يو جنګ کي سخت زخمي شوی وو ان تردي چي تر کراچي ورسيد او تداوي يي هم هلته وشوه امين الله د پايه واز او خدمت ګار په توګه ورسره وو.
او تردي چي لوی اختر يي په مسافرۍ او په سفر ورباندی تير شو دا چي کور ته د تګ په حالت کي و او خپلي کونډي مور ته يي د اختر مبارکي د نژدې څخه ورکوله نو د هجري قمري کال ۱۳۳۵د لوی اختر په ۱۵ نيټه د خپلو نورو مجاهدينو سره يو ځای د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالی د نهر سراج کلی په لور روان شول ـ ورسيدل. د استراحت وروسته يي د نورو مجاهدينو سره يو ځای د عملياتو هوډ وکړ چي يوه شپه به په مختلفو (۱۹)۱۴۳۵ه ق چي د عيسوي کال (۲۰۱۴)اکتوبر ۱۳او د (۱۳۹۳ه ش) د ميزان له ۲۱ نيټي سره سمون خوري عمليات پیل شول ټوله شپه په جنګ بوخت و د ښمن ته يي سخت مالي او ځايونو کي چورکي او غلچکي بريدونه کوو. اتفاقاَ د دوشنبه په شپه د لوی اختر ځاني تلفات ورواړول ان تر دي چي د سهار خوا نږدي کيده د دښمن يوه مرمۍ د امين الله په سر ولګيده او شهيد امين الله د خپل عمر په اته لس (۱۸)کلنۍ کي د شهادت جام نوش کړ.(انا لله وانا اليه راجعون).
د شهيد امين الله پلار شهيد حاجي قاري محمد غوث لا څو کاله وړاندي په شهادت رسيدلی و نو ځکه بچي يي هم د خپل پلار په قدم روان او د خپل پلار سره يي روح وصل کړ.
شهيد امين الله شاته يوه بهادره او مجاهده مور ( چي د خپل پلار او لومړي خاوند او مشر بچي لخوا څخه محرومه شوي ده )او يو سکنی کشر ورور (حيات الله )او ميرمن چي په اينده څو مياشتو کي يي واده و تر شا پريښودل.
روح دي ښاد او ياد يي تل وي
