قران کریم کى ځوانانو ته کتنه
* د مبارز ځوان تذکره ابراهيم عليه السلام هغه څوك وو چى په تنها ځان يې د يو قوي طاغوتي نظام سره يى د ټکر کولو اراده وکړه، حتى خپل پلار ته يې هم مخامخ د ګمراه خطاب اوکړو!!!
* د يو صبرناک ځوان مثال اسماعيل عليه السلام ذکر کوي چى د ځوانئ په درشل کى ٶ، دی خپل رب دی رضا کولو د یوی عظیمی قربانۍ په خاطریې چاقو ته خپله غاړه کيښوده،!!!
* د يو باعفته ځوان مثال يوسف عليه السلام ذکر کوي چى د هوس او خواهش د اوج په مرحله کى يې خپل عفت ثابت کړو، پداسى حال کى چى بى واده هم دى مسافر هم دى ښځه هم د منصب او جمال والا ده، غوښتنه هم د ښځې لخوا پداسى حال کى ترسره شوى چى دروازى بندې دي او د زندان تهديد هم ورسره دۍ !!!
* د غيرتي ځوان مثال موسى عليه السلام ذکر کوي چى دى لوى فرعوني نظام په مقابله کى يى د ټولو تهديدونو سره،سره خپله داعيه وساتله !!!
* د مٶمنو ځوانانو مثال هغه اصحاب کهف چى د يو شرکي نظام نه يى برائت اعلان کړو او د غار شپې يې غوره کړې !!!
* او نور بى شماره مثالونه لکه مصعب بن عمير بلال خباب ابن مسعود عمر اسامه ابن زيد رضى الله عنهم اجمعين چی دی خپل پالونکی رب په هدایاتو یې عمل کړۍ
ربه مونږ ته هم توفیق دی ښه عمل راکړه
چی ستا دی رضا سبب وګرځی!
نبي کریم صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کې چې ترمذي روایت کړی د ځوانۍ دوران ته ګوت څنډنه کوي،
او په ګواښلو سره وایي چې د ځوانانو سره به حساب کتاب کیږي، ځکه د ځوانانو مسؤولیت ډیر دروند دی، ځوانان د خپلو ټولو کړنو څخه تر نورو ډیر پوښتل کیږي او د دې دور کړنې به د قیامت په ورځ په ځانګړې توګه تلل کیږي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: لن تزول قدما عبد یوم القیامة حتی یسأل عن أربع … ) يعنې د هیڅ بنده دواړه پښې به د قیامت په ورځ له ځایه ونه خوځي تر څو چې د څلورو شیانو پوښتنه ترې ونشي. او له دغو څلورو څیزونو څخه یې یو هم ځواني یاده کړې ( وعن شبابه فی أمضاه)، ( د انسان نه به د ځوانۍ پوښتنه وشي چې په څه کې یې تیره کړې ).
اسلام، د بوډا ګانو دين دی؟؟؟
د اسلام دښمنان تل د دې کوښښ کوي تر څو وښيې چې اسلام یوازې د سپین ږیرو او سپین سرو دین دی ، کله چې یې سن لوړ شي، مرګ او قبر ته ورنیږدې شي نو اسلام ته مخ راواړوي، کفار غواړي په خپلې دې نظریې سره د اسلام ستر ځواک له منځه یوسي، چې هغه مسلمان ځوانان دي، غواړي ځوانان له دینه لرې کړي، ترڅو له دینې امورو سره یې تړاو له منځه ولاړشي، د اسلامي امت اړوند پیښو په تړاو د سره غور ونکړي، او د دوی د پلانونو په لاره کې خنډ نشي، نو ځکه یې د دې غښتلي ځواک د له منځه وړلو لپاره ډیرې شیطاني لارې جوړې کړې تر څو ځوانان پرې بې لارې کړي، ویښ زړونه یې پرې مړه کړې او د فساد په لاره یې سيده روان کړي .
