ستر جنرال کشمير خان (رحمه الله)
استاد جمعه خان نورستاني
د مرحوم کشمير خان اسلامي اخلاق، امتيازي ځانګړنې او د حزب په دفترونو کی یی وظایف
الحاج کشمیر خان په ګران هېواد کې د جهاد له پيل څخه تر مرګه د افغانستان په مختلفو سنګرونو او په ځانګړي ډول د کونړ او نورستان په سردرو کې د سنګر همیشنی اتل او قهرمان و چې د عملي جهاد په سنګرونو کې يې تر ستر جنرالۍ پورې ترفيع کړې وه.
ارواښاد د حزب په دفترونو کې د مرکزي شوری په ټولو دورو کې غړی، د نظامي رياست عمومي رئيس، د هيئت نظار د رياست رئیس (چې د حزب اسلامي د ټولو دفترونو د سنګرونو نظارت او څارنه يې وظيفه ده) او د اجرائيه شوری د غړي په توګه مسئوليتونه سر ته رسولي دي.
په دې ټولو وظايفو کې د پوه، امين، څارګر او مسلکي اداره چي په حیث پاتی شوی دی او په خپلو افرادو او کارکوونکو باندې ډېر مهربان او محبوب و چې مامورين يې د ده په مشرتوب او ادارې باندې نه دا چې خوښ ول بلکې پرې وياړېدل.
يو ريښتینی او متعهد مجاهد هغه وي چې د اسلامي دعوت او مبارزې په صف کې د لاندنيو اسلامي اوصافو خاوند او ممثل وي:
• په اسلامي صورت او سیرت مزين وي.
• د اسلامي مبارزې مخکښ او فداکار وي.
• د شهیدانو د ارمان او مرام ساتونکی وي.
• د ورځې د اسلام او ملت په خدمت کې او د شپې د الله عابد او رازدار وي.
• د اسلامي صف وحدت غوښتونکی او د تفرقې مخالف وي.
• متدين او امين وي.
• اسلامي قيادت سره مخلص، متعهد او وفادار وي.
• که په صف کې مشر او آمر وي، متواضع، څارګر او عادل وي او که کشر او مامور وي نو مطیع او منونکی وي.
• جاه طلب او خود خواه نه وي.
• وظيفه شناس او هڅاند وي.
• مُفتري او توطئه ګر نه وي.
• د خپلمنځي اختلاف په صورت کې عفوه کونکی او د پراخ زړه خاوند وي.
• مصلح او ناصح وي.
• ممسک او بخيل نه وي.
• ماده پرست او د دنيا حريص نه وي.
• علم دوست او د مطالعې خاوند وي.
• شخصيت جوړونکی وي نه شخصيت ځپونکی.
• په خپله دنده کې دور انديش او پلان ګزار وي.
• له عقيدوي دښمنانو سره سازش کار نه وي.
• په خپل فاميل سلطه لرونکی او روزونکی وي.
• شعوري او د سالم فهم خاوند وي.
ارواښاد کشمير خان د پورتنيو اوصافو روښانه مصداق او غوره نمونه او الګو وه، الله تعالی دې هغه مرحوم د خپل رحمت په جوار کې وساتی او پر مونږ دې هم ورحمېږي، له مرحوم او د ده په څېر نورو اوچتو شخصيتونو د ديدار تنده دې په جنتونو کې د هغوی په بیا بیا ملاقاتونو راماته کړي، رب دې د مرحوم تشه په مخلصو او فعالو مجاهدو ډکه وساتي او د هغه متدین او مجاهد فامیل او د هغه د دعوت او جهاد ملګرو ته صبر او استقامت نصیب کړی، وما ذالک علی الله بعزیز.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
