No-IMG

ټاميان چيغې وهي چې مونږ د وطن مالکان يو!

ټام بچی مې چې څومره هم چیغې ووهي چې د وطن مالک یم.

سر پرې ورکوم، همدلته به ژوند کوم همدلته به خښېږم څوک به هم پرې باور ونکړی.

ځکه چې کور یې بهر، اولاد یې بهر، دالر یې بهرني بانک کې.

غلا دلته کوي ذخیره کوي یې بل هېواد کې. د بعضو خو یې حتی ښځه بهرنۍ ده.

یو د امریکا دی ، بل د سویډن، یو د انګلیس بل د جرمن.....

دا چیغې یې جعلي دی، شعار یې جعلي دی غرتې یې ساختګي او جعلی دی.

ټول حیثیت یې دوکانداري ده، ناست دی د دې خاورې عزت او شرف یې لیلام کړی تر څو چې چلیږي که پرې تنګه شوه ځي به خپل ملک په لوري.

د یوه والي د تقرر صلاحیت نلري، د عامه شتمنیو دښمنانو ته د یوې سپېړې ورکولو جرأت نلري.

خو چې ستېج ته ودریږي څوک سر ماتوي سنګر نیسی، څوک مېز په سوک وهي لاړې یې بادیږي ته به وایې د امریکا د نیولو امر یې ورکړ، څوک ځان جعلي اتل ثابتوي.

په تکراري الفاظو چې پنجاب دی،  کرنیل دی دا دی هغه دی.

دا ټول سیاسي تجاران دی، چې څومره یې هم وستایی دوی به هغه وي چې ځان ثابتوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک