ناروغه اکليم/ اب او هوا
حبيب الله ابدالي
د دنيا غټ ترين يخی غر د انتارتيکا د يو کنج څخه جلا سوی دی.
دا يخی غر چي ورته د A76 نوم ورکول سوی دی تر مالورکا لا هم غټ دی. ددې يخي غره اوږواله ۱۷۰ کيلومتره او بر يې ۲۵ کيلومتره دی، چي چي ۴۳۲۰ کليومتره مربع کيږي.
د انتارتيکا د يخي د ويلي کېدو وجهه دا ده چي د صنعتي هيوادونو د د کارخانو او د نړی د ترافيکي شيميايي کثافت چي و فصا ته خيژي هوا يې عموما گرمه کړې، او د نړی اکليم يې ناروغه کړی دی.
دا نارغني ځکمه او د ځمکي پر هر ډول ژونديو، که انسانان دي که حيوانات دي منفي اغيزه کوي، بي شميره انسانان کالانه د بيلابيلو نارغيو سره مخ کيږي او لوړ تعداد هر کال ددې ناروغيو د کبله مري.
شتمن هيوادونه اوس راويښ سوي دي، بيلابيل پلانونه بسته کوي چي څنگه د اکليم د ناروغی مخنيوی وکړي، مگر غريب ملکونه چي اوس يې صنعت ته مخ سوی دی، لکه چين، هند، پاکستان، بنگلاديش، برازيل وو لا د اکليم او اب او هوا د جوړی په فکر کي ندي، چي حالات نور هم ستونځمن کوي.
