د يهودانو عبادت - د پوهيدو په پار
يهودان ورځنی ، د هفتې ورځې او نور عباداتونه لري .
ورځنی عبادت ته یې تفيله يا تفيلا واي، چې د سهار او ماذيګر لمونځ دی او ماښام لمونځ بيا پر دوی واجب دی .
البته ټول يهودان داسې نه دي .
د دوی کليمه يا په لمانځه کې ستر عبادت دا دی چې هر يهودی یې بايد يوا وار د مرګ نه مخکې ولولي او هغه دا دي.
שמע ישראל יהוה אלוהינו יהוה אחד
“Shema Yisrael ADONAI Eloheinu, ADONAI echad”
واؤرئ ای اسرايلو ، ادونايي زموږ رب دی او ادونای يو دی .
ای اسرايلو واوری ستاسو رب ستاسو خدای دی او ستاسو خدای يو او لا شريک دی .
دا پورته خبر د تورات د استثنا په سفر ۶ باب څلورم ايت کې ذکر شوې .
يهودان خپل رب « يهواه» نوموي خو يهود د ډېر احترام په خاطر له يهواه نوم اخستلو څخه ډاريږي او د يهواه په ځای د احترام په خاطر خدای ته ادونايي او هشام نوم کاروي .
يهودو څو ډلې دي لکه پاس مې وويل چې بغصې یې د ورځې درې وخته لمونځ کوي او پنځه وخته یې هم لري نو هغه بيا خپلې مياشتې لري په هغې کې یې کوي، دا لمنځونه ارتو ډاکس په پابندی کوي او د دوی لمونځ کې، قيام، رکوع او په رکوع کې سلام او سجده هم لري چې بيا د سجدې وخت کې په زمکه څملي .
نن سبا دوی دا عبادت په ولاړه کوي .
دوی دا لمنځونه ځانته هم کولی شي او په جماعت هم خو په جماعت یې کول د دوی په نزد ډېر اجر لري .
د سهار لمونځ یې تر ټولو اوږد دی او تو برخي لري اول یې د دوی علما تفسير بيانوي، بيا ورپسې د تورات او زبور څه پاڼې وايي، بيا ورپسې د دوی مهم عبادت دی او په هغه کې ټولو بني اسرايلو ته غږ کيږي چې په توحيد شهادت ورکړي. بيا د مسيح د راتګ لپاره دعا کيږي بيا بني اسرايلو ته د خپلو فرايضو يادونه کيږي، بيا ټولو يهودانو ته د شهادت او توحید کلمه لوستل کيږي .
يادونه ، دا د دوی عبادت يا د لمونځ ويلو کلمات دي خو دې يهودي بغير له لمونځ ويلي مطلب زموږ غوندې د اذان په طريقه ، البته ياده دې وي چې دا د يهودو اذان ندی بلکې دا هغه څه دې چې دوی یې خپل لمونځ کې وايي .
ورپسې بله يادونه ، يهود عموما عقيدة لري چې عزیر والعياذ بالله د الله زوی دی خو دا یهودان بيا عزیر د الله سره په خدائي کې نه شريکوي.
د ادیانو مطالعه
