روان حالت او راتلونکي افغانستان
روان حالت ته په کتو او د ط. الب او حکومتي چارواکو له خبرو څو شيان داسې دي چې يا خو زه ورته هسې انديښمن يم او يا هم خلک یې عادي اخلي.
په اخري ورځو کې په څو ولايتونو کې جنګونه د ولسواليو سقوط، بمبارد او دا اخ او ډب څو شيان د ځان سره لري .
۱ . د ولسواليو سقوط ته په کتو حکومت قصدا دا کار کوي او ولسوالی پريدي، اوس کيداي شي يو څوک پوښتنه وکړي چې دا حکومت شيمه او زور نلري، خبره دلته ده چې يو هيواد او بيا د افغانستان غوندې هيواد چې اول چا سره دښمني نکوي او چې بيا دښمن یې هم خپل پښتون افغان يا تربور وي د هغه سره دښمنۍ ته واوړي نو بيا یې تر هغې وهي چې تر څو یې وس رسيږي .
ولې حکومت ولسواليو ته سقوط ورکوي ؟
ځکه زما په نظر حکموت غواړي هغه ولايتونه چې هلته د ط. ال_بانو ملکيت او نفوس ډېر دی هغه ولايتونه هغوی ته پريدي، او هغه ولايتونه چې د دوی کنټرول لاندي دي هغه قوي، او نوره پاملرنه ورته وکړي .
اخري بمباردونه ښيي چې حکومت پلان لري چې چيرته طالب دی هغه ځايونه د هوا له لاري داسې کنټرول کړي چې هر انسان راووځي په دا سر یې و اولي .
دويم، کيدای شي حکومت د هوايي ځواک د لا پياوړي کيدلو په خاطر ډیرې هلې ځلې کړي وي او خامخا به ښه قوي پلان لري ځکه خو یې هوايي بردونه ډير کړي .
څو ورځې وړاندې په هلمند کې د امريکايانو بمبارد دا هر څه روښانه کړل چې امريکا د ط .الب سره کړې موافقې ته څومره رښتوني او د حکومت سره تر کوم حده ملګرې ده .
روان حالت او د سياسيونو له خبرو معلوميږي چې د حکومت تر څنګ شمالي ټلواله او څو نور کابل کې شته احزاب يو ځای او د ط. ال_ب ضد جګړه کې ښکيل شي .
د پاکستان د پلاوی راتګ او د دا _ عش د غړو غوښتنه دا احتمال هم لري چې دا _عش يو وار بيا منطم او په قوي شکل را وليږل شي چې دا کار به ط. الب_ان هغومره را ګير کړي چې هغوی یې فکر نشو کولی .
کيدای شي ط. ال_ ان حکومت او شمالي ټلوالې سره مقابله وکړي نو دا. عش سره به یې مقابله ستونزمنه وي او دا کې ولې ستونزمنه ده څو خبرې لري .
۱ . دا . عش طالب ته د کافر په نظر ګوري.
۲ مشرقي کې یې ټغر دوی ور ټول کړ .
۳ ... ر
نړيوال ټولنه او اروپايي مخکښ هيوادنو له خبرو ښکاري چې حالت هغسې ندي چې کوم یې افغانان فکر کوي.
په کابل او نورو ولايتونو اخري وحشتونه دا روښانه کوي چې د سولې هيڅ څرک نشته او خبرې بيخي مثبته نتيجه نلري ځکه که یې درلودلی نو حالت به لږ مثبت خوا تللي ول او يا به دومره شوي ول چې خلکو يو تاثر اخيستی وای چې سوله راتلونکي ده.
کيدای شي بعضې فيسبوکي ط. و وايي چې موږ یې په زور نيسو يا یې په بوشکو وهو يا حکومت پلوه فيسبوکيان و وايي چې موږ نه يې والله که ساه واخسته نو خبره دا نده چې جنګ به نه کيږي جنګ به روان وي لکه روان چې دی خبره د سولې او امنيت ده، خبره د دې ده چې دا خلک او دا جهنمی ملت به کله د ارام ساه اخلي ؟
