امريکايان بايد د کومو جنگي خسائرو غرامت ورکړي!
ما فکر نکولو چې امریکایان به دومره خواخوږی لري چې غرامت ورکول به یې هم نه پرې لوریږي.
وایي د څه شي غرامت
په خواږه وطن د زرګونو بمونو، ټوپو، راکټونو د وورولو غرامت.
په ښایسته غرونو ځنګلونو اور بلولو غرامت.
په ښایسته وطن د نویو وسلو د استعمال غرامت
په وطن د مادر بمب د استعمال غرامت
د کندهار د پنجوایۍ، د هرات د شینډنډ او سلګونو نورو قتل عام غرامت.
شل کاله د وطن په ګوټ ګوټ زهر شیندلو غرامت.
د فاسفورس د استعمال غرامت.
د افغان ماشوم د ټوټې ټوټې بدن غرامت
د لکونو بې کوره شویو، زخمي شویو، کونډو، شهیدانو غرامت.
د زرګونو ړنګ شویو جوماتونه غرامت
د زرګونو کلیو، کلاګانو د ړنګولو غرامت.
د دې وطن د عزت او شرف غرامت.
پوهېږم چې ته ښه پوهېږې خو ته با وفا غلام یې د هغو له جېبه یو څو در رسېدلي دالر دې سترګې نیسی باید دا هر څه هېر کړې.
که د امریکا مرستې یادوې هغه مرستې نه بلکې د دوی د اشغال مصارف دی چې لګولی یې دی.
تاته یې ټوپک په لاس درکړ چې خپل ورور ووژنې.
تېل یې درته واخیستل چې په خپل کور بمبار وکړې.
معاش یې درکړ چې دوی ته کار وکړې خپل ورور ووژنې.
د دوی فتنو کې ور سره مرسته وکړې.
د دوی د اشغال مصارف په ملت کوم احسان ندی.
