No-IMG

د قهر او غصي کنترول

قال الله تبارک وتعالی:الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ.( العمران:۱۳۴)

ژباړه: هغه چې په سوکالي او تنګسه کي انفاق کوي او دغیظ زغمونکي او دخلکو (له اشتباهاتو) تیریدونکي دي، او الله دا محسنین خوښوي.

د دې مبارک آیت دتفسیرلاندي(بحارالانوار) یوه خوږه پیښه لیکلې ده.

د حضرت امام حسن(رضی الله عنه) یو خادم نه اشتباه تر سره شو، حضرت امام حسن(رضی الله عنه) په غصه شو او غوښتل ئې خادم مجازات کړي، خادم چې پوه شو ، عرض ئې وکړ: باداره ! الكاظمین الغیظ.

حضرت امام حسن(رضی الله عنه) وفرمائل: ماخپل قهر هضم کړ.

خادم عرض ئې وکړ: زما مولا ! والعافین عن الناس 

حضرت امام حسن(رضی الله عنه) وفرمایل: ته مې عفوه او تاته مې بخښنه وکړه!

خادم په اخره کې عرض وکړ: زما مولا ! والله یحب المحسنین

حضرت امام حسن(رضی الله عنه) وفرمایل:  ته مې دالله رضأ او دهغه په لاره کې ازاد کړې!

نه یواځي داچې ازاد شوئ بلکه وړاندې چې مې څومره معاش درکوو هغه هم درکوم.

دقهر،غصي او غضب کنترول لپاره غوره لار په قرآني هدایاتو او نبوي لار ښوونو عمل دی.

دحکیم او علیم ذات په مبارک کلام کې( وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ) هدایت شوی، چې وسیع او بلیغ مفاهیم لري.

دبنده په غوصي او غضب شیطان زیات خوشحالیږي، ځکه دټولو بدبختیو او تباهیو بنیاد غصه، قهر او غضب دی، دجنګونو ، طلاق او نور بې شمیره بدبختیو پیل له غصي پیلیږي، څومره چې شیطان دبنده په غصي خوشحالیږي همدومره دغصي په هضم او ختمولو خفه کیږي.

دغوصې کنترول آسان نه دی

غصه او قهر ځواکمن بند ګان کنترول او هضمولی شي.

دځینو سهوو، اشتباه او غلطیوپه ارتکاب سره شیطان هڅه کوي چې د انتقام، سزا اوغبر ګون په نوم فساد او نفاق خور کړي.

خو هغه بندګان چې له الله سره مینه لري او دشیطان په وسوسو پوه دي د قهر او تاوان سر بیره دالله رضأ لمن نه پریږدي، داسي بندګان تل خوشحاله او بریالي وي

په عفوه کې ایمان شرط نه دی

قال الله تبارک وتعالی: وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.( الاعراف: ۲۰۰

ژباړه: او که دشیطان کومه وسوسه دي وسوسه کړي نو الله ته پناه یوسه، بې شکه چي هغه ښه پوه اوریدونکی دی.

همدا راز قرآنکریم موږ ته حکم راکوي چې کله شیطاني وسوسه مو وسوسه کړي دهغه له شره الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ.

هرکله په دې مبارکو لار ښوونو عملاً څوک تګ وکړي بیا به هيڅ ډول خفګان او پښیمانتیا ونه ویني.

په عفوه او بخښنه کي ایمان شرط نه دی، دټول انسانیت لپاره، اساس او هدایت دی .

دا صحي ده چې په وختې توګه یوانسان ته په یوه ناخوښه پیښه کې خفګان ولاړیږي، احساسات ئې پاریږي له کوچني خفګانه خبره لوېږي چې ستر ستر ناورینونه زیږوي، مګر که دخفګان په سر او یاهر وخت او مرحله کې متوجه شي دشیطان وسوسه او شر ناکام کړي، په حقیقت کې ده خپل خان او ټولنې ته آمان ورکړی.

نن په بیلا بیلوانساني ټولنو کې دشیطان په وسوسو او لمسون، څومره ناخوالې او ناورینونه له همدې غوصي او غضبه ولاړ شوي او ولاړیږي دکوچنیو پیښونه تر سترو سترو جنګونو چې په سلهاوزره انسانان پکې وریت شول...

 دطلاق یوه ساده بیلګه چې نن په اصطلاح په ځینو مترقي ټولنو کې عیب نه بلل کیږي بلکه په بیلا بیلو لارو تشویقیږي اساس او بنیاد ئې له غصي او غضبه ولاړیږي، پاېلې د کورنیو تیت او پاشانه کیدلو سر بیره دټولنې بنیادونه ړنګوي، دکورنیو په غړو څومره بده اغیزه کوي  په دې سر بیره که اولادونه ولري دهغوپه ذهن او راتلونکي څومره بد عواقب مرتبیږي.

تاسو وینئ دطلاق په مسئله کې همغه خلک زیات زمینه برابروي چې دوی خپله په همدې بد سرنوشت دچاره شوي، چې اساس ئې عقده او غضب جوړوي، او دا بګنونکی حالت په هغو ټولنو کې زیات دی چې له اسلام او حیا ئې واټن نیولی.

که دقهر او غضب مخه (که له وړې خبرې هم پیل شي) په صبر او الله سبحانه وتعالی ته په رجوع او ځان سپارلو تم نکړی شي ډیر بګنونکي حالتونه را منځ ته کوي.       

وعنْ سُلَيْمانَ بْنِ صُرَدٍ(رضی الله عنه) قَالَ: كُنْتُ جالِساً مَعَ النَّبِي (صلى الله عليه وسلم)،ورجُلان يستَبَّانِ وأَحدُهُمَا قَدِ احْمَرَّ وَجْهُهُ، وانْتفَخَتْ أودَاجهُ،  فَقَالَ رسولُ اللَّه(صلى الله عليه وسلم):إِنِّي لأعلَمُ كَلِمةً لَوْ  قَالَهَا لَذَهَبَ عنْهُ مَا يجِدُ، لوْ قَالَ: أَعْوذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، ذَهَبَ منْهُ مَا يجدُ.(متفق علیه)

 ژباړه : حضرت سُلَيْمَانَ بْنِ صُرَدٍ (رَضِيَ اللهُ عَنْهُ) فرمايي: موږ دحضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم ) سره ناست و چې دووتنو خپل منځ کې یو بل ته کنځل وکړل،، دیو تن  مخ سور شو او دغاړې رګونه ئې(له قهره) وپړسیدل،حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: ماته یوه کلمه معلومه ده، که دا(قهرجن سړی) ئې ووايي، له ده په هغه څه لاړ شي چې ده ته رامخ ته شوی(قهر او غصه به ئې ختمه شي)، که دی ئې ووايي:(أَعُوذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ)،لاړ به شي له ده نه هغه چې ده میندلي .

 دا مبارک حدیث په څو طرقو روایت شوی،فَقَالَ الرَّجُلُ : وَهَلْ تَرَى بِي مِنْ جُنُونٍ ؟:(قهر جن سړي چې دا خبره واورید) وئې ویل: ستا سو په خیال زه لیونی یم.

همدا راز  دریم روایت دی:

عن سليمان بن صرد قال: استب رجلان عند النبي (صلى الله عليه وسلم) فجعل أحدهما يغضب ويحمر وجهه وتنتفخ أوداجه فنظر إليه النبي (صلى الله عليه وسلم) فقال: إني لأعلم كلمة لو قالها لذهب ذا عنه أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.

فقام إلى الرجل رجل ممن سمع النبي (صلى الله عليه وسلم) فقال: هل تدري ما قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم) آنفاً؟ قال: إني لأعلم كلمة لو قالها لذهب ذا عنه أعوذ بالله من الشيطان الرجيم. فقال له الرجل: أمجنوناً تراني.( متفق علیه)   

دریواړه روایتونه یوه معنی لري خو په الفاظو کې زیاتوالی او کموالی روایت شوی چې دټول معنی مراد یودی، په دې روایت کې دا اضافه دی چې یو تن د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) نه دا خبره واوریده او هغه قهر جن سړي ته نږ دې شو وئې ویل: تاته معلوم دی چې دالله رسول(صلی الله علیه وسلم) اوس څه وفرمایل؟،هغه وفرمایل : ماته یوه کلمه معلومه ده که دی ئې ووايي ؟ د ده به دغه(دقهر) حالت ختم شي ، هغه کلمه ده(اسعاذه) ، هغه سړي وویل: تاسو ما لیونی وینئ.

دحدیثو شارحین په دې باب  بیلا بیل شرحې لري.

ځینې فرمايي: کله چې  قهرجن سړي دا کلمات (أعوذ بالله من الشيطان الرجيم) ونه ویل قهر ئې زیات شو.

ځینې فرمايي: تعوذ ئې وویل او قهر ئې ختم شو.

دشارحینو لمړی قول د اول وخت سره تعلق لري او دویم قول ئې دپای سره ، ټول جریان په لاندې تر تیب تیر شوی (والله اعلم)

دکوم سړي چې مخ سور او دغاړې رګونه له قهره پړسیدلي و تر هغه وخته دی نه سړیده، دقهر او غضب کچه ئې لوړیده، له نور مال حالته وتلی و، تر کومې چې هغه شخص ورغی، چاچې درسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) نه دا کلمات واوریدل او هغه ته ئې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سپارښتنه ورسوله، قهرجن سړي چې کله په دغې سپارښتنې عمل وکړ، دتعوذ په ویلو سره له ده نه دقهر او غضب حالت ختم شو، نور مال حالت ئې غوره کړ،په تیرحالت ئې پښیمانتیا څرګنده کړه او وویل: چې زه خو لیونی شوی وم، او تاسو هم ماته دیو لوني په سترګه کتل.

رښتیا هم چې انسان په نور مال حالت کې نه جنګ کوي او نه جګړه بلکه دهر هغه عمل مخالفت کوي چې عواقب ئې وخیم وي، مګرهغه خلک چې له نور مال حالته ووځي.

قهر او غضب له اوره دي، الله سبحانه وتعالی شیطان له اوره خلق کړی او داور خفه کولو ښه لار اوبه اویا خاورې شیندل دي ، دهر چا چې حالت قهرجن شو استعاذه دووائې دا په قهر اوغضب داسي دی لکه په اور اوبه یا خاورې شیندل او یا هم اکسیجن پرې بندول .

دغوصي ختمولوغوره چاره 

دقهراو غوصي کنترول او هضم غوره او بهترینه چاره.

لمړی: خپل روان حالت بدلول.

دویم: خاموشي او چوپتیأ اختیارول

دریم: اودس کول.

روان حالت بدلول

عَن أَبِي ذَرٍّ, قَال : إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ (صلى الله عليه وسلم) قَالَ لَنَا : إِذَا غَضِبَ أَحَدُكُم وَهُوَ قَائِمٌ فَليَجلِس، فَإِن ذَهَبَ عَنهُ الغَضَبُ وَإِلَّا فَليَضطَجِع.( رواه أحمد وأبو داود و...)

ژباړه: حضرت أبو ذر الغفاري(رضی الله عنه) فرمايي: وفرمائل حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم):کله چې ستاسو یوتن په غوصه او قهر شو، کښې دني، که غوصه ئې سړه نه شوه، په اړخ د شي یعني په اړ د واوړي .

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) محسن دانسانیت دی ، هغه په هر حال کې دشیطان وسوسو او ضرر دمخنیوي غوره لار ښوونې کړي ، په دې مبارک حدیث کې سپارښتنه شوي چې هر چاته قهر او غوصه راغله پرته له ځنډه دي کیني که ناست وي په اړخ د ډه ډه وکړي ، یعني دحالت په بدلولو سره غوصه او قهر سړیږي.

 خاموشي او چوپتیأ اختیارول 

  دغصي او قهر په حال کې شیطان په زړه او دماغ دتسلط هڅه کوي ،دکبر غرورو او ننګ شیطاني احساس ورکوي، چې دهمدې احساس په بنأ خوله او ژبه دزړه ترجماني کوي او خبره فساد ته رسیږي، نو غوره دی چې په دغسي حالت په چپ پاتي کیدو سره شیطاني هڅه ناکامه کړئ.

عن عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: إِذَا غَضِبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَسْكُتْ .(أخرجه البخاري في الأدب المفرد،واحمد)

ژباړه: حضرت عبدالله ابن عباس (رضي الله عنهما)فرمايي: وفرمایل حضرت رسول الله (صلى الله عليه وسلم) : کله یوتن ستاسونه په قهر او غضب شو چپ دشي.

څومره ستره لار ښوونه دټول بشریت لپاره دمکارم اخلاق روزنه دی، مسلمان کافر، ازاد  بندي ،حاکم محکوم ، بډای غریب، قوي  ضعیف، سپین تور،سوداګر بزګر،پلورونکی پیرودونکی لنډه داچې ټول بشریت لپاره دقهر، غضب او وروسته ناخوالو دمهوه او مهارکولو غوره او بهترینه لار ښوونه دی او په ځانګړي توګه دمیړه او میرمن ترمنځ، ځکه زیاتره وخت دژبې په عادي ناندریو، سوال او ځواب ولاړیږي او خبره تر بدو او ناروا خبرو رسیږي چې دجنګ ،جګړو ، نفاق اوحتی تر وینو تویدنې او داوږدو مودو دښمني ته خبره غزیږي او همدا راز دښځي او میړه تر منځ دطلاق سبب جوړیږي، چې پائلي ئې خطرناک وي.

په همدې بنا رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) لار ښو ونه کوي چې دغضب په حالت کي خاموشه شئ خوله بنده او ساکت شئ.

اودس کول

 قهر او غضب دشیطان له طرفه وي او شیطان له اوره خلق شوی، اور په اوبو مړ کیږي، غوره چاره ئې اودس کول دي

عن عَطِيَّةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ (صلى الله عليه وسلم) : إِنَّ الغَضَبَ مِن الشَّيطَانِ، وَإِنَّ الشَّيطَانَ خُلِقَ مِن النَّارِ، وَإِنَّمَا تُطفَأُ النَّارُ بِالمَاءِ، فَإِذَا غَضِبَ أَحَدُكُم فَليَتَوَضَّأ . (أخرجه أبو داود ،أحمد و...)

ژباړه: رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: غضب(قهر او غصه) دشیطان له لوري دی، شیطان له اوره خلق شوی، داور لمبې په اوبو سړیږي، کوم یو ته چې له تاسونه په قهر او غضب شو اودس دوکړي.

 دقهر او غضب سړولو غوره چاره روان حالت بدلول دي، څرنګه چې وړاندي تیر شو،که ولاړ ئې کینه او که ناست ئې په ډه ډه شه او که ولاړ ئې روان شه ، د دې ټولو حالتونه جمع په اودس کولو کې تر سره کیږي دبیلګې په توګه ولاړ وي حرکت کوي، داوداسه لپاره کینئ  او په اوداسه سره مشغولتیا او د ذکر په اوریدو شیطان تیښته کوي، بنده هم خپل ځان او راتلونکي پیښو ته متوجه کیږي غضبي حالت ئې خامخا بدلیږي .

اودس دپورته ارشاداتو مجموعه دی، حالت بدلول یعنې داودس لپاره روانیږي، داودس لپاره کینې ، داودس ادابو لپاره ژبه په ذکر مصروفوئ، دا ټول حالتونه داسي دي چې له بنده نه شیطان تیښته کوي او دملائکو دعائې په برخه کیږي.

د غضب مخنیوی دجنت لار

یو مؤمن بنده چې په دي مبارکو لار ښوونو عمل وکړي ، همدا عمل ئې جنت ته داخلوي.

وعن أبي الدرداء، أن رجلا سأل النبي صلى الله عليه وسلم قائلا: دلَّني على عمل يدخلني الجنة. فقال: لا تغضب. ( رواه الطبراني)

ژباړه:حضرت ابو دردا فرمايي: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته یوتن عرض وکړ: ماته داسي عمل وښیه چې ما جنت ته داخل کړي.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمائل: قهر اوغوصه مه کوه.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک