No-IMG

د شهيد موسی شفيق لنډه پېژندنه

ستر سیاست پوه، عالم، ليکوال، شاعر، وزير او پخوانی صدر اعظم شهيد محمد موسی شفيق .

شهيد محمد موسی شفيق رحمه الله اول د ننګرهار په نجم المدارس او بيا د افغانستان په سطحه د خپل وخت ديوبند د کابل دارالعلوم څخه ملا فارغ شو او څه موده وروسته د لوړو زده کړو لپاره ازهر ته لاړ ، له هغه ځايه امريکا ته د بين الدلو حقوقو کې د کولمبيا له مشهور نړيوال پوهنتون څخه ماستري واخسته او بيا د امريکا بل په نړيواله سطحه مشهور هارورډ پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو مې سند تر لاسه کړ، هغه يواځنی وزير او د طاهر شاه دورې صدر اعظم و چې په خپل لياقت، فهم، زيرکتيا، او نبوغ هم وازرت وکړ او هم صدر اعظمي .

شهيد محمد موسی شفيق، په ارګ کې مسجد بنياد کيښود، ورپسې یې په راډيو کې اذان او کله چې وزير خارجة شو نو هغه په اوله ورځ په وزارت خارجة کې د پام وړ او جدي بدلونونه راوستل، په هماغه اوله ورځ وزارت خارجه يو برجسته او مشر ډپلوماټ يو غړي د ده د خبرو په مقابل کې ويلي ول، د نن يو هلک راځي موږ ته ډپلوماسي او نظام شوي شهيد موسی شفيق په نره او د بايد په ډکه لهجه ځواب ورکړ:

شفيق لکه ستا په واسطو او زاريو ندی راغلی شفيق که ځوان هم دی خو په خپله پوهه او پياوړتيا راغلی نه د چا په خيرات او واسطه .

شهيد موسی شفيق يو اسلامي فکر درلود خو د عملي کيدلو لپاره یې وخت ته کتل ځکه هغه وخت هغه د څلورو خوا څخه په کمونستانو کې راګير ؤ اخر ځناارو او وحشي کمونستانو په ډېره بې رحمانه توګه په زندان کې په شهادت ورسوه .

شهيد موسی شفيق د ايران سره د اوبو دلانجه په داسې ماهران توګه حل کړه چې ويل کيږي هغه وخت یې ايراني چارواکي په خپل کوټ مې رنګ، هيښ او حيران کړل، د پاکستان سره د پښتونستان د لانجې په حل کې مهم رول ولوبوه، د استاد محمد زمان مزمل په وينا، شهيد موسی شفيق سردار داود خان ته په ارګ کې وويل، حالات اوس سازګار نه دي يو خوا د روسيې نفوذ او بله خوا داخلي کشمکش د دې اجازه نه درکوي چې دا لوی افغانستان د دوو ګوتو پښتونستان لپاره په سور اور وسيځې، ته اوسمهال بايد په داخلي نظام او استحکام کار وکړي.

شهيد موسی شفيق د يو مدبر، رسيدلي او تکړه سياستوال سره يو جيد عالم، ليکوال او شاعر هم ؤ او نن سبا دا ټولې خوبيانې د ګوتو په شمار کسانو کې پيدا کيږي .

روح یې ښاد او ياد یې تل پاتې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک