د يوې عراقي مېرمنې لومړي وزير ته جالب ليک
يوې عراقي مېرمنې دعراق لومړي وزير ته ليکلی وړاندیز لېږلی چې ډېر جالب دی ، دامېرمن لومري وزير ته لیکي:
راځئ ۴ کاله پارلمان رخصت کړو
او د وکيلانو مياشتنی معاش د پيورو غواوو اخيستلو ته ځانګړی کړو
۲۷۵ د ولسي جرګې استازي لرو چې دهر يوه معاش لس ميليونه ديناره دی
د هرې متوسطې پيورې غوا بيه يو ميلیون دينار ده
يانې د يوه وکيل په مياشتي معاش موږ ۱۰ غواوې اخيستلی شو
چې په مياشت کې ټولې ۳۷۵۰ پيورې غواوې کېږي.
په کال کې په دېمعاشونو ۴۵۰۰۰ غواوې اخيستلی شو،چې په عاديډول يو ميليون لېتره شيدې ترې رالوشل کېږي.
د وکلات په څلورو کلونو کې ۱۸۰۰۰۰ غواوې کېږي، که يې نور خوسکي او خوسکۍ وزېږولې په متوسط ډول به ۱۰۰۰ ميليونه لېتره شيدې توليدوي چې د ټول ډنمارک د شېدو لهتوليدسره برابرېږي او ډنمارک يې دولت د همدې شيدو په ګټه ساتي.
د واښو او خوراکي توکو لپاره يې د وکيلانو د باډي ګارډانو او چکري سفرونو پيسې لا تر خوله م تېرې دي.
