آیا زمونږ په موجوده نظام کي فساد شتون لري اوکه نه ؟
آیا زمونږ په موجوده نظام کي فساد شتون لري اوکه نه ؟
که نه یي لري، تهمت او افترا وي نو بيا خو د حکومت نړيوال ملګري به ملامت وي چي د فساد په نړيوال نوم لړ کي ځمونږ هيواد ته دومره ستر اعزاز ورکړي دي
آیا د يو کال راهيسي د کابل ښار دننه بلاناغه هره ورځ علما، محصلين ،د دفاع،کورنيو چارو او ملي امنيت مسوبين په شهادت نه رسیږي؟
په را لنډو ورځو کي باروړنکو عراده جاتو د لارو په اوږدو کي د غلا،چور او بډو اخستنو له وجي تګ راتګ نه دي درولې؟
د هيواد په سطحه د ټولو صرافیو کار په ټپه ندي ولاړ؟
د هيواد په لويو ښارونو او د ولسواليو په بازارونو کي خلګ د مبایل پر سر نه وژل کیږي؟
آیا د کرونا د طبی وسایلو د غلا راپورونه هم دروغ وو؟
آیا دوستم،قيصاري، علیپور او څه نورمات او ګوډ مليشه د نظام د سيوري لاندي نظام نه چيلنچ کوي؟
په اسلام کلا ګمرک کي د فاحش فساد له وجي له يوولسو سوو بره باروړونکي ټلري ،لارۍ او کوچني موټران قصدآ ونه سوځول شو؟
د هرات ولايت لسګونو ماشومانو،ځوانانو ،بډاګانو، نارينه او ښـځينو د لوږي، فقر او بیکارۍ له وجی خپل بډوډي او د بدن نور غړي ونه پلورل؟
را به شو دابل لوري ته :
د لوړ پوړو چارواکي يواځي 18 قسمه د غوښو خوراک
سبزيجات،ميوه جات،حبوبات ،انرژي لرونکي او نشۀ اوره مايعات خو له حسابه بره دي
د نازولو سره شب نشي، غزلسراي،خوشگذراني، لراو بر چکرونه ، يگان دود قيليون او فيشن شو یي سرباري
دارګ په اړه هغه د جنرال حبيب (احمدزي) څرگندونې یي له پاسه
اوس نو وايه کليواله چي ملامت او سلامت څوک دي؟!
ايا دا په فساد ککړ چارواکي په وچ زور د هيوادوالو پر اوږو سپاره نه دی ؟
ايا حکومتی منصب ددي څو تنو میراث نه دي؟
د دوي دکورنيو غړي په بهرنيو هيوادونو کي ميشت ندي؟
نه کنه نو لاليه
حکومت کول خورا ستر مسئولیت دي.
نن سبا که هر هيواد پرست د حق اواز اوچته وي نو دا خو په دي معني نه ده چي د چا د کفر فتوا ورکوي
دولت په خپله هم د مبارزه بافساد اداري په نوم يوه اداره لري
خو د واقعیتونو او حقیقتونو ويل حکومتي ټيکدرانو ته تریخ تماميږي
دا ځيني ځيني په لال خان سپاره بامبړان او چورواکي چي د حقيقت اوريدلو توان نه لري نوبيا د وژلو ، تړلو ، شکنجي
ښکنځلو ، بیځایه تورونو او سپکاویو صندوقجي پرانيزي .
هلکو ميندي درباندي بوري شه ،
اعمال مو انساني کړئ
کړني مو اسلامي او افغاني کړئ
د اسلام له اساساتو څخه خو بالکل اګاهي نه لرۍ
هيواد پالنه خو مو د ميندو په شيدو کي نده رودلي
د هيوادوالو له حالته خو هسي هم خبر نه ياست
نو چي غلا، چور، بي حيايي او فحشا کوۍ
بيا د هيوادولو حقيقي او رښتينو نيوکو لپاره خو مو سيغۍ ټينګي کړۍ کنه
د گډي اولاده لا خو
