وروستی هدفي وژنې څوک کوي؟
کله چي تور اوباما د يخي جګړې د ګټلو په پايله کي په سپينه ماڼۍ ور دننه شو نو لومړنۍ کړنه يي په عربي هيوادونو کي د عربو د پسرلي په نامه د ويدو عربې ځوانانو د را ويښولو خوځښتونو شروع او په ځينو هيوادونو لکه يمن، ليبيا او مصر کي يي د کلونو کلونو واکمنان راوپرځيدل،
خو کله هم د عربو د پسرلي خوځښتونو د اسرايلو پر خلاف معمولي غوندي اواز اوچت نشو کړلي،
رابشو خپل هيواد ته
داچي په دا نولسو کلونوکي امريکايي او د ناټو ځواکونو ځمونږ په ولس څه نادودي ونکړلي دانو د هيڅ با احساسه اوبي احساسه افغان څخه پټې نه دي.
خو د تير يونيم کال راهيسي کله چي د طالبانو د تحريک او د امريکايي چارواکو تر منځ د صلحي خبري شروع شوي نو دستي د هيواد دننه د ولسونو دخوځښت لپاره د حکومت د سيوري لاندي ځينو چارواکو مختلفو کړنو ته مخه کړله
لومړې يي د غصب شو شنو ساحو د خلاصون ترنامه لاندي د خوارو ،غريبو او بي زورو کسانو د کورونو مخامخ کرلي بوټي ،وني او ګلان له بيخه وويستل ،
خو د خپلو زورواکو ملګرو له کورونو څخه ځوړند غوږونه اوپټي سترګي واوښتل،
د داسي کړنو په کولو یي تمه لرله چي عام ولس د حکومت خلاف را وخوځه وي،
خو ويده ولس دا هرڅه په پټو سترګو وزغمل
بيایي د پليو لارو د خلاصون په نوم د کراچيو ،غرفو او لاس پلورونکو هر څه پايمال او له منځه يووړل ،
خو ولس د موجوده مات ،گوډحکومت خلاف هيڅ لاريون ونکړ، له زغم څخه یي کارواخيست
ورپسي يي د پوهنتون په لور مخه کړله، په ډير وحشت او دهشت يي دمحصلينو په ووژلو ، فکر کولو چي د هيواد په کچه به محصلين د حکومت خلاف را وپاريږي
خو بيا هم محصلينو له تاوتريخوالي او تشنجي لاريونو څخه ډډه وکړله. او د منافقينو دا حربه هم ناکامه شوله
ورپسي يي د هدفي وژنو او نيونو لاره خپله کړله ،
د هغو ملا امامانو ترور او زنداني کولو ته يي مخه کړه چي د صلحي لپاره يي اواز اوچتولو او د معلوم الحاله چارواکو په ويناو او کړنو يي نيوکي کولي چي د صلحي مخه يي ډب کړي ده
يادو علماو د ولس په زړونو کي يي ځاي نيولي وو ،
خو بياهم ويدو هيوادوالو د صلحي د راتلو په اميد له زغم څخه کار واخيست
نو ورپسي يي دادي مقناطيسي او چسپکي ماينو نښلولو ته فکر شو ،
د هر هغه چا چي په فکر، وينا او يا په کړنه کي د صلحي اړوند معمولي غوندي د روښاني څرک وليدل شو نو په لنډو ورځو کي يي د ژوند له نعمت څخه محرومه کړ ،
نه یی په قومي مشر رحم وکړ اونه یي ديني عالم او خبريال معاف کړ
د حکومت په لاړو لامده داسي کسان د خپلو ناروا کړنو د ترسره کولو لپاره څو موخې لري
لومړې : د خپلو هغوغير انساني، اسلامي او افغاني کړنو ،غلاو ،غصب، وژنو او چور د حساب له ډاره چي له کلونو راهيسي يي تر سره کړي غواړي دصلحي مخه ډب کړي
له بل پلوه د حکومت د سيوري لاندي دغه د لستوڼي ماران تمه لري ترڅو د خپلو مخالفينو په وژلو، له هيواد څخه په شړلو يو ځل بيا خپلي پخوانۍ کړنې تکرار او د حکومت ټول اختيارات ترلاسه کړي
او هم خپل هغه هم نظر او هم فکره انډيوالان خوندي او تر لوړو مقامونو ورسوي چي له کلونو راهيسي یي په ويښه د پاچاهي خوبونه ليدلي او دمګړۍ د ارګ ميشتو پر خلاف د فاشيزم بغاري وهي،
ياده ډله، ټپله له هر ډول ناروا کړنو څخه مخ نه اړوي تر څو که وکولي شي چي ويده هيوادوال د ارګ ميشتو په خلاف را وپاره وي، د صلحي مخه ډب او دوي خپلو هغو ناولو موخو ته ورسيږي چي د اويايمو کلنو په وخت کي يي ترلاسه کړي وو
خو ځه بيا ورته وايم چي
اين خواب است وخيال است وجنون
مسلمان او افغان پښتون چي څومره وژل کيږي هماغومره ډيريږي
چي څومره ځورول کيږي هماغومره کلک او مضبوط کيږي
نوتاسوته وايم اي د شش ونيم صبح د يو کلي ټهکدارانو
څه دسر وهلو ويره ښايي ماته
لکه شمع تازه کيږم په بل بل سر
ياهو
