وزن کموونکو ته!
ابو خالد سادات
زه به خپله عملي تجربه درسره شريکه کړم ترڅو تاسو ته یې هم خیر ورسي.
اکثره ډاکټران د اپریشن یا حکیمان د ګوليو سپارښتنې کوي یا هم ورزش کاران د قوي ورزش وغيره:
ما پۀ خپل ژوند کې ډېر کلک ورزشونه کړي دي ان د ورځې تر درې ساعتو به کلب کې ما تیرولې خو پایله یې دوه مياشتې وروسته ایله ۱۲ کیلو وزن کمول و .
همداسې مې څو ځله خوراکونه بند کړي دي خو کومه خاص لاسته راوړنه یې ما نۀ ده لېدلې البته زحمت یې لا زیات وي ځکه قوي ورزش یا سلاد وغيره جوړول لږ په انسان بوج شي.
لۀ ډېرو ستړیاوو وروسته يؤ علاج چا راته وښوده چې نسبت نورو ته اسانه او موثر دی چې په لاندې ډول دی.
۱ ـ غنم ( وچه ډوډۍ، بسکټ، کلچې وغيره) بند
۲ ـ وریجې بند
۳ ـ خواږه بند ګوړه شات او میوه جات ورنه مستثنى دي
۴ ـ اوبه ۵ ليتره د ورځې
۵ ـ نیم ساعت د ورځې په ارامه ګرځېدل
ددې د ګټې او اثر پۀ اړه به زه دومره ووایم چې اسانتیا یې دا ده چې څه کور کې تیار وي په قاشوغه خوړل دي د بیل تکلیف اړتیا نشته او نۀ هم د قوي ورزش بس عادي تیز قدم باندې نیم ساعت قدم وهل دي.
بلاخره:
زه خو ورسره يؤ میاشت کې کابو لس کيلو کم شوی یم
خیر تاسو به ماته فیس پۀ ارامه راکړئ
درنښت
