No-IMG

آيا مېرمنې فقهي اجتهاد كولای شي؟

زموږ يوه هېوادواله خور چې په مصر کې درس وايي دارنګه پوښتنه کړې ده :

استاد دا پوښتنه لرم چې آیا ښځه فقهي مجتهده کېدای شي.. یعنی آیا کولای شي فقهي احکام استخراج کړي او د سړو په شان د فقهې په اصولو کې اصول چې د خويندو د عباداتو او فقهي مسائل بيان کړي کولای شي؟

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد:

فقهي اجتهاد او فتوا ورکول له قضاء څخه توپیر لري شريعت پوهو مېرمنو ته اجازه ورکړې ده چې فقهي اجتهاد وکړي او فتوا ورکړي په دې شرط چې په کافي اندازه ديني او شرعي علم او پوهه يې ترلاسه کړې وي، هیڅ ممانعت وجود نه لري، يوازې له نامحرمو نارينه ؤ سره له اختلاط څخه دې لېرې وي او عفت اوحيا يې پايمال نشي ..د شرعي علم په خپرېدو، د اسلام د مبين دين د احکامو په بيان، دعوت إلى الله، امر بالمعروف او نهي عن المنكر په چارو کې سړي او ښځې له اسمان څخه يو ډول مخاطب شوي دي: "وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ.."   د الله تعالی مؤمن بنده ګان سړي وي او که ښځې، د يو و بل ديني دوستان او همكاران دي او له صفاتو څخه يې دا دي چې امر بالمعروف او نهي عن المنكر کوي يعني خلک د خير او نيكيو لارې ته را دعوت کوي او هڅوي، او له بديو او زشتو کارونو څخه يې منع کوي..فتوا ورکول او فقهي اجتهادي هم د امر بالمعروف ونهي عن المنكر په باب کې داخل دي.

امام ابن القيم رحمه الله فرمايلي دي: "الفتيا أوسع من الحكم والشهادة، فكما تجوز فتيا الرجل تجوز فتيا المرأة" د فتوا مجال او میدان د شاهدۍ ورکولو او قضاوت په نسبت لوي دی او مېرمنو ته جواز لري چې فتوا ورکړي په داسې حال کې چې قضاوت کول ورته جائز نه دي .

امام نووي هم په دې برخه کې ليکلي دي: "كونه مكلفاً، مسلماً، ثقة، مأموناً، متنزهاً من أسباب الفسق وخوارم المروءة فقيه النفس، سليم الذهن، رصين الفكر، صحيح التصرف والاستنباط، متيقظاً، سواء فيه الرجل أو المرأة"، هغه عالم چې فتوا ورکوي بالغ، مكلف او امانتدار دې وي، ديني فقاهت او دانش دې ولري، د ذكاوت او هو ښيارۍ، سم فکر، سنجيده تصرفاتو، فقهي استنباط او علمي بيدارۍ لرونکی دې وي، ښځې او سړي په دې امر کې يو شان دي.

تاريخي واقعيتونه هم دا ثابتوي چې مسلمانو ښځو د ديني احکامو په نشر او اسلامي دعوت کې رغوونکی رول درلود مثلا امهات المؤمنين عائشة، أم سلمة، زينب او ميمونة -رضوان الله عليهن - د صحابه و او تابعينو ښځو ته فتوا ورکوله او د هغوئ ديني پوښتنې يې ځوابولې.

بلكه په فتوا ورکولو او فقهي اجتهاد کې د مېرمنو شتون مصلحت او جدي اړتيا ده. ځکه چې د ښځو حيا ئې ددې مانع کېږي چې د طهارت، حيض ونفاس او عادت ماهوار وغيره اړونده پوښتنې له سړو مفتيانو څخه و پوښتي او که مېرمنې دا دنده په غاړه واخلي نو هغوئ په حرج/سختۍ کې نه واقع کېږي.

او دا دي د فتوا ورکولو او فقهي اجتهاد شرايط:

أولا: د فتوا معنا د شرعي حكم بيانول دي هغه وخت چې پوښتنه مطرح شي، او يا دا چې پرته له پوښتنې هم د خلکو د ورځنيو اوضاعو او په ژوند کې د تصرفاتو په خاطر د نويو ورځنيو شرعي مسائلو حکم بيان شي؛ ترڅو خلک د شريعت په روښنايي کې ژوند وکړي او په حرامو کې له واقع کېدو څخه په امن کې پاتې شي.

مفتي هغه مجتهد عالم وي چې په شرعي احکامو، قضاياؤ، او واقعیتونو پوهه وي؛ له تفصيلي دلائېلو څخه د شرعي احکامو د استنباط علميت ولري او په واقعيتونو، حوادثو او مسائلو د شرعي د لائلو د تطبيق وړتيا ولري.

هغه فتاواوې چې د قرآن او صحيح سنتو د قطعي شرعي دلائلو په استناد په واضح او روښانه شکل صادرېږي پر مسلمان واجب دي چې عمل پرې وکړي او په مخالفت کې يې ونه غورزېږي.

ثانيا: د مفتي شر ايط :

د هيڅ عالم لپاره د فتوا صادرول جواز نلري ترڅو چې لاندې شرايط و نه لري:

1- د قرآن كريم د آيتونو د احکامو په تفسير باندې پوهه وي، صحيح تفسير له اسرائلياتو او نا درسته تفسيري رواياتو سره توپير وکولای شي.

2- د رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو پوهه شي.

3- په عربي ژبه بشپړ تسلط ولري.

4- فقه، اصول فقه، فقهي قواعد، او د شريعت د مقاصدو علم ولري.

5- اتفاقي مسائل او د فقهي مذاهبو اختلاف درک کړای شي.

6- په ناسخ او منسوح پوهه شي، ځکه چې ځينې موارد شته چې نسخ شوي او نوي احكام يې پر ځای ايښودل شوي دي.

7- کمزوري او موضوعي احاديث له صحيح احاديثو سره تميز او توپير وکولای شي .. ځکه زموږ د هيواد د ځينو علماؤ ستونزه دا ده چې له موضوعي احادیثو څخه استدلال کوي.

8- د خلکو له احوالو، کلتور، عاداتو، تقاليدو او اوضاع څخه باخبره وي.

9- د شريعت له نصوصو څخه د شرعي احكامو د استنباط توانایي ولري .

10- د معاصرو فقهي مجامعو له قراراتو او د هغو له صادر شويو فتاوو مطلع/خبر وي؛ ځکه چې پرته له شکه چې دا قرارات او فتاواوې له مجتهد سره مرسته او همکاري کوي.

11- په سياسي، اجتماعي، اقتصادي، طبي مسائلو کې علم پوهه او عمومي ثقافت ولري ځکه چې فقيه او عالم د بحث او د عصري او نويو مسائلو د تحقيق پر وخت په اوسنيو شرايطو کې، علاقمندۍ او له دې ټولو تخصصاتو سره اړیکې ته اړتيا لري؛ تر دې چې د اړتيا پر وخت متخصصينو ته رجوع وکولای شي.

عالم، فقيه، مجتهد او مفتي بايد په فتواو کې مخلص وي او الله تعالی رضا په نظر کې ولري، باوقار، با تقوا، زاهد، امانتدار وي او شك او شبهاتو لېري والي وکړي، په عين حال کې له كتاب، كتابتون او د شرعي علم له علمي مصادرو دې لېرې نه وي، تر دې چې خپل علم تجديد کړي.

څرنګه چې عالم او فقيه د پيغمبرانو له وارثينو څخه دي بايد خپل لباس او ظاهر ته هم اهتمام وکړي، خوش اخلاق دې وي، له زشت ويلو او سخت روي څخه دې پرهيز وکړي؛ ددې لپاره چې خلکو ته د منلو وړ وګرځي ځکه چې تندخوي اوسېدل له علماؤ سره نه جوړېږي؛ په ځانګړي ډول هغوئ چې ځان د شرعي علم خادم ګڼي.

په عين حال کې دعوتي اړخونه هېر نکړي ځکه چې د پوښتنې او ځواب برنامه پخپله د دعوت مهم منبر دی چې د شرعي حکم په شرح او بيان کې د دعوت لپاره هم ښه فرصت دی، ترڅو چې فتاواوې لا اغېزمنتوب/مؤثريت ولري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک