د نه منلو فرهنگ امريکا ته هغو امريکايانو وليږدوله چي په افغانستان کي يي ناتار جوړ کړي وو
ټيټ مي مه بوله غورځنګ را باندي مه کړه
ځه په دي افتادگۍ کي لوي گړنگ يم
بيمارۍ ساري وي
له يوکس څخه بل ته په اسانۍ ليږدول کيږي
هلته د نه منم وينا (ټرمپ) کوي
او دلته د نه منم ويل به ( عبدالله) کول
دا بيماري امريکا ته هغو امريکايانو وليږدوله چي په افغانستان کي يي ناتار جوړ کړي وو
هغو امريکايانو چي د مظلومو افغانانو ککرۍ یي وشيندلي ,کورونه يي ورته وران او ماشومان یي ورته
بي اوره وريته کړل
څه د سر وهلو ويره ښايي ماته
تازه کيږم لکه شمع په بل بل سر
سر زورو امريکايانو کله هم نه وه کڼلې چي مظلوم,خوار بي وسيلي او بي اسري خو غيرتي افغانان به د نړۍ تاريخ او د سترو طاقتونو نوم بدلوي
پرون یي له شوروي اتحاد څخه روسيه او سبا به له خيره د امريکا متحده ايالات په تشه امريکا واړوي
(ان شاءالله)
خو ارگبکيان,د غرب څخه راغلي سپي مينځونکي چارواکي, وزيران ,مرستيالان,واليان,ريسان, ښاروالان,
پروني ماټرياليست او ننني امپرياليست هيواد پلورونکي له بهرڅحه راغلي ژباړونکي خلقيان او پرچميان
د رولاګلي د کليسا سوهيلۍ, او ډير هغه غله ,غاصيب, چورواکي او زورواکي چي په هيوادوالو یي دانوولس کاله ناتار جوړ کړي وو دا هم وگڼي چي دا ځل د بښني او عفوي دروازي بندي دي
وړوند يو ځل امساء ورکوي
د ريښتينو مجاهدينو هسي په نوم مشرانو دا ستر خيانت وکړ چي د خپلويو او دوستيو په پار یي هيواد پلورنکي قاتلين وبښل ,
نور نو هغه زوړ تاريخ د تکراريدلو وړ نه دي
داځل به ان شاءالله چي هيوادوال کلک هوډ نيسي ,
ټول خائينين به د ملت د محاګمي ميز ته راکاږي,
ولو که د نړۍ په هر گوډ کي استوګن وي
ان شاءالله
