د الحاد په پوښتنو کي د گنگستيا پر ځای د اسلام په فضيلت کي ژور پام وکړئ
ددي پر ځاى چې د ملحدانو په پوښتنو کي ګنګس شى يا چرت پرت ځوابونو ويلو هڅه کوئ ډېره غوره ده چې د اسلام په هر حکم هر عبادت هره منعي باندي فکر وکړئ د هغو بې مثاله ګڼ شمير فردي، اجتماعي دنيوي، فکري بدني، اقتصادي، رواني رشتؤي فضيلتونه درک کړئ،
تاسو يا د نړى هر پوهان به ونکړاى شي چي اسلام کي يک يو داسي حکم پيدا کړې چې هغه انسان او د انسان روان يا ټولني ته په رښتیا زيانمن وي
دا اوس اوس تاسو هر يو خپل کلي کور کي پام وکړئ، دا مقدسه اسلامي عقيده ده چې زموږ تاسو نا لوستي سر بخود عجيب غريب ولس ئې له داخل څخه له ډېرو جرمونو ګناهونو بديو بد کاريو را تم کړي دي، که دا هم نه واى يا دا داخلي کنترول او عقيده هم زموږ ولس رب مکړه وبايلي مو تاسو څه فکر کوئ زموږ هيواد کي د جرمونو قتلونو زناؤ بد کاريو څه تور طوفان جوړ شي?
کچيري امریکا يا انګلستان يا اشرف غني زموږ دومره ډېر ولس داسي له داخل څخه کنترول اداره کولى شواى ددي کار لپاره به څومره بودجه خرڅ کيده? مګر اوس دا هر څۀ مفت دي
تر ټولو ستره د راز خبره
اسلام د انسان باغي مغرور متکبر مضر نفس يا ايګو ور ماتوي چي ددغه نفس د ماتوالي په پرتله انسان لؤړوالى عالي والى او حقيقت پوهي کمال ته نږدي کيږي
مګر
بي ديني الحاد کفر سيکولرزم کمونيزم د انسان باغي مغرور متکبر مضر نفس يا ايګو ور غټؤي پړسؤي چاغؤي چي په دي وجه هغه د پنځو حواسو يا څرګند الم په څرګندو مستيو کي ګمراه شي هغه بيا هيڅکله نشي کولى لؤړ حقايق درک کړي هغه لکه يو پوډري يو معتاد داسي شي، هغه نور د نس او لاندي نس غلام شي
خبردار
کوم مسلمان چي پر خپله ايګو واکمني نلري او په هره خبره ايګو پړسؤي ځان بايد سهي مسلمان کړي په دې بايد پوهه شي چي د اسلام په مقصد او مانا پوهه شؤى نه دى او سم سهي يې عمل ورباندي نه دى کړى، د همدغسي ايګويې مسلمانانو د اشتباهاتو ختاؤ يا ګناهونو نسبت اسلام ته نشي کيداى دا ددي ايګويې نفسي هؤسي مسلمانانو ستونزه او بدې ده چې اسلام کي داسي بدي نشته، او اکثر ملحدان کمونستان سيکولران لومړى يوه ټولنه همداسي پوچ تش په نامه ايګويي کرکجن مسلمانان کوي بيا دهمدي ايګويي ناقصو مسلمانانو پر مټ هڅه کوي اسلام تاسو يا هر چاته همداسي ناقص وښيې
خبردار اسلام هيڅ نقص نلري
نقايص د انسانانو دي چې څومره پر خپله ايګو د اسلامي ارشاداتو سره سم واکمن شوى او لؤړه روح پکي واکمنه ده?
نو
ددي پر ځاى چي د ملحدانو په پوچو ايګويې پوښتنو کي ګنګس شئ يو ځل ژؤر له ځان سره حساب وکړئ چې اسلام زموږ او ټول بشر ټولني ته څومره ګټور احکامات فرمايي?
داسلام په فضيلت او د الحاد په ذلت ګمراهي زيانونو او بدمرغيو کي فکر وکړئ ان شاﺀ الله دايما به له ځانسره پخپله مسلماني خؤښ اوسئ
