د اسلامي نهضت د کاروان ځلانده ستوری استاد محمد قيس خادم
د سپیڅلی کاروان دلارویانو څخه هغه څیرې ستاسو حضور ته وړاندې کوو، کوم چې اسلامي تاریخ پرې ویاړي، هغه میړنیان هر یو شهید الحاج محمد عمر--احمدی-- او شهید استاد محمد قیس --خادم—چا چې خپل ټول توان او طاقت سره د کفري نړیوال غورځنگ را پرزول غوښتل دواړه د الله تعالی د لارې شهیدان یو آزادی غوښتونکي شخصیتونه ول.
د باطل په خلاف د حق نعره د دوی عادت وو.
د دوی فردي او اجتماعي ژوند د اوسني نسل لپاره یوه مدرسه وه-
دوی به تل د اسلامي امت د مجد او عظمت سوچ کاوه-
دواړه د ماشومتوبه تر وفاته پورې خپله ورورولي د اسلامي اصولو مطابق سر ته رسوله-
اسلامي دعوتگران د کلک عزم او ارادې خاوندان اسلامي اصولو ته وفادار د حق د مبارزې سمبول او بالآخره په افغانستان او په ټوله نړۍ کې د یو سوچه اسلامي حکومت ارمانجن --
روح یی ښاد، جنت الفردوس يې ځای او يادونه يې تلپاتې
اللهم تقبل شهادتهم وارحمهم واعفو عنهم و اجعل الجنة مثواهم و آزر اهلهم و صبرهم و قوي ايمانهم وانزل السكينة والصبر على أهلهم
إنا لله وإنا إليه راجعون
