د فرانسې پاچا ماکرون پر مخ اوسپنیز وار
موده وړاندې د فرانسې پاچا ماکرون په خپلو خبرو کې ويلي ول چې اسلام ټولې نړۍ ته يو تهديد دی.
خو د خدای کارونه بيا بيل رنګ دي، د افريقا په مالي هيواد کې د فرانسې څه اتباع تښتول شوي ؤ، چې د دغه له ډلې يوه هم زړه فرانسوۍ صوفي وه، فرانسې حکومت د دغه زړې صوفي فرانسوۍ د خلاصون لپاره د طیارې د پرواز او د سفارت له هلو، ځلو او منډو سر بيره نور اضافي لس مليونه ډالر هم ولګول، ټوله فرانسه د زړې صوفي راتګ ته انتظار او خوشحاله وه، د فرانسې پاچا ماکرون د دغه زړې د راتګ لپاره تر ميدان هوايي ورغی.
کله چې صوفي له طیارې را ښکته شوه د فرانسې پاچا او خپلو بچيانو سره یې وليدل .
هلته د فرانسې او نړيوالو رسنيو هم شتون درلود صوفي رسنيو ته په خبرو کې وويل،
زه اوس هغه پخوانی صوفي نه يم الحمد لله زه مسلمانه شوې يم او اوسنی نوم مې مريم دی .
زه ډېر شکر باسم چې خدای په دې عمر کې د اسلام هدايت را نصيب کړ .
ياده دې وي چې دا واقعه د ماکرون له خبرو څو ورځې وروسته رامنځ ته شوه.
(يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ)
(وَمَكَـرُوْا وَمَكَـرَ اللّـٰهُ ۖ وَاللّـٰهُ خَيْـرُ الْمَاكِرِيْنَ)
