No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏عبدالله عبدالله: د هند چارواکو موږ ته ډاډ راکړ چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره چې ملاتړ کوي.

‏د سولې په تړاو دوحه کې خبرو بهیر پيل شوی دی او زه ورته خوشبین یم چې د څلورو لس‌ییزو جګړې پایته ورسیږي.

‏اکثر افغانان چې ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي، د سولې له بهیره ملاتړ کوي. د سولې خبرې بایلې ته رسېدل به یوه ورځ کې ممکن نه وي، طالبان هم خپل نظریات لري او د افغانستان اسلامي جمهوریت هم، خو د خبرو پرمهال به متقابل درک او زغم ته ورسیږي.

: ‏منبع: ۶ نیروی امنیتی در حملۀ طالبان در کندز جان باختند.

: ‏ثبت ۶۸ رویداد تازۀ ویروس کرونا در افغانستان.

: ‏عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحۀ ملی در سومین روز سفرش به هند، پیش از چاشت امروز با نارندرا مودی، نخست وزیر هند دیدار کرد.

شورای عالی مصالحه می‌‌گوید که در این دیدار، دربارۀ روند صلح افغانستان گفت‌‌وگو شد.

همچنان آقای مودی نخست وزیر هند در دیدار با آقای عبدالله  پشتیبانی‌اش را از روند صلح افغانستان اعلام کرد.

: ‏ولسمشر غني په هېواد کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدو ته په اشارې ویلي چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی چې له امله یې تر ډېره ملکي وګړي زیانمن شوي دي. نوموړي زیاته کړې، خلک ځکه زیانمن شوي دي چې طالبانو جګړه کلیو ته لېږدولې ده.

: ‏مودي وایي، هېواد یې له هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا څرګندونې په نوي ډیلي کې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.

: ‏طالبانو له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلان هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی په راتلونکې کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو هیله لري.

: ‏په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو وویل، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته یې د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت طبي وسایل وسپارل.

: ‏حملات ارمنستان به آذربایجان؛ 31 غیرنظامی کشته شدند.

: ‏خلوصی آکار: بی‌تفاوتی برخی کشورها در قبال اشغال قره‌باغ و کشتار مردم آذربایجان، ریاکاری است.

: ‏وزیر خارجه ترکیه به منظور بحث و رایزنی پیرامون روابط دو جانبه و آخرین تحولات منطقه‌ای با همتای یونانی خود دیدار کرد.

: ‏اردوغان: منطقه کوهستانی قره‌باغ  طی حدود 30 سال تحت اشغال ارمنستان قرار دارد.

 ‏ترکیه پشتیبان دفاع مشروع جمهوری آذربایجان از سرزمین‌های اشغال‌شده خود توسط ارمنستان است.

‏راه‌حل مسئله قره‌باغ که به‌دلیل رفتارهای سازش ناپذیر ارمنستان طی مدت 30 سال به گانگرن تبدیل شده است، پایان اشغال است.

: ‏یوه امریکایي چارواکي دې هېل نشریې ته په یوه مقاله کې لیکلي دي چې له ۲۰۰۱کاله په افغانستان کې په دوره يي توګه دوو میلیونو امریکايي عسکرو ماموریت ترسره کړی دی. په دغه سرتېرو کې زرګونه کسان په نادرو سرطانونو اخته شوي دي، رواني ستونزې لري، معیوب شوي او ډول ډول ناروغۍ لري.

: ‏د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وايي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ اوسنۍ تګلاره کاملا غلطه ده. نوموړي ویلي ټرمپ یوازې د کمپاین لپاره له خپلو متحدو هېوادونو سره یو ځای شوی او دوی طالبان په ګډه د افغان حکومت پر وړاندې درولي دی.

: ‏د ټرمپ او جوبایډن مرستیالانو په یوه مناظره کې ګډون وکړ. د ټرمپ مرستیال مایک پنیس د ټرمپ له سیاستونو او پلانونو او همدا راز بهرنیو تګلارې دفاع وکړه او هغه یې سمه وبلله. ده وویل چې د ټرمپ د بهرنۍ تګلارې پر مټ امریکا تر بل هر وخت خوندي شوې ده.

: ‏امریکا وایي په بین الافغاني خبرو کې پر دواړو لورو د خپلو خبرو د منلو لپاره له هر ډول فشار استفاده کولی شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دی ددې لپاره په دوحه کې دی چې د امریکا او طالبانو هوکړه عملي کړل شي.

: ‏څو امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې امریکا پر ایران د لا ډېرو بندیزونو پلان لري. د سرچینې په خبره نن پنجشنبه به ټرمپ پر ګڼو ایراني بانکونو چې تر دې دمه له بندیزونو په امان وو، تازه بندیزونه وضع کړي. په دې کې تر ډېره هغه بانکونه شامل دي چې له اروپايي هېوادونو سره راکړه ورکړه لري.

: ‏امریکایي رسنۍ وايي چې په ټاکنو کې له الېکټرال کالیج د رایو د ګټلو په برخه کې د بایډن چانس ډېر شوی دی. د امریکایي رسنیو د وروستیو نظرپوښتنو پر بنسټ تر پرونۍ مناظرې وروسته داسې اټکل کېږي چې جو بایډن به د الېکټرال کالج ۸۲،۳ سلنه رایې خپلې کړي.

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په اړه د ټرمپ څرګندونې انتخاباتي دي. نوموړي زیاته کړې، دا ټاکنیزې څرګندونې دي، ټرمپ په ډېر احتمال سره غواړي خپلو پلویانو ته وښیي چې دی یې په خپلو تېرو وعدو ولاړ دی.

: ‏د راپورونو له مخې، ازبکستاني او بریتانوي چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې دي او دواړو هېوادونو په دې برخه کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو پر ګډ کار ټینګار کړی دی.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مدیترانې پر سر راټوکېدلیو وروستیو ستونزو ته په اشارې ویلي، هیڅوک دې په سیمه کې د ترکي ځواکونو د حضور په اړه اندېښنه نه کوي، ځکه کله چې یې د سوریې د وضعیت په اړه ډاډ تر لاسه کړ نو ژر به له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه بېرته وباسي.

: ‏وروسته تر هغه چې د امریکا د ټاکنیزو مناظرو کمیسیون اعلان وکړ چې د مناظرې دویم پړا به په انلاین بڼه ترسره شي، ټرمپ ویلي هیڅ علاقه نه لري چې له جوبایډن غوندې کس سره خپل وخت په مجازي مناظره ضایع کړي.

: ‏ټرمپ: افغانستان کې امریکايي سرتېري کریسمس کې باید کور ته راشي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک