دوحه کې اشرف غني ته د واک پريښوده هدایت اوشو
پرون د شاغلی خلیلزاد د امریکا خاص استازی او افغانستان کی د بهرنی ځواکونو عمومي قومندان سکات میلر لخوا د افغانستان اولسمشر اشرف غني ته په واضح الفاظو کې وویل شو چې د امریکا پالیسی خلاف تگلاری باید غوره نکړي.
د ډیر باوري سرچینی له قوله چې د مجلس څخه راوتلو کې د اشرف غني روحیه ډیره پریشانه وه.
ښاغلی خلیلزاد، اشرف غني ته د سولې پروسې په اړه وویل دا سوله قرباني غواړي.
د امریکا لپاره د سولې پروسه ډیره جدي ده.
مونږ د طالبانو سره پدې اړه ژمنه کړی.
پس لدې امریکا د افغانستان راتلونکی حکومت سره نوی پالیسي باندې کار کوي.
په دوحه کې د ځینی دوستانو له قوله ویل کیږي چې امریکایی چارواکو اشرف غني، امرالله صالح او حنیف اتمر ته ویلي دي چې طالبان د کابل حکومت په رسمیت نه پیژني، باید نوی اداره رامینځته شي.
امریکایی چارواکو ویلي دي که چیرې کابل کې نوی اداره د سولې پرمختګ کې مؤثریت لري باید زمینه ورته برابره شي.
