No-IMG

د کمونستانو د وحشتونو او دردناکو کيسو يوه دردونکی کيسه

له زرګونو رښتيا قيصو څخه يوه رښتيا دردناکه قيصه

مازديګر ناوخته يوناڅاپه غږ شو چي لاليان يو چاى ډوډئ نن پر تاسي ده، ماجت ته توشک، کالي ډوډۍ راوړئ

مرؤت کاکا هم يو چرګ درلود له څه وريځو سره دهغه له سره تير شو او ماښام ته ئې تر خپل وس هم زياته برابره مړۍ جوړه کړه ماجت ته يې 15 نفرو لپاره يوړه

د غم له ساته ډوډۍ وخوړه شوه ورسته مجلس وه، له مرؤت اکا پوښتنه وشوه چې خلک له موږ خوشحاله دي که خفه دي څه نظر لري?

هغه ورته کړل چي تاسي اولياﺀ کرام ياست درجه مو له اصحابانو سره سمه ده، او د حکومت چرسي اربکيان او عسکر بيا ټول قهرمانان دي، بد خلک موږ ملت يو، موږ ولس چي څومره وټکؤل شو کمه ده، دورځې مو بايد تل هغه وټکؤي د شپي تاسي موږ ډېر ګنهګار يو موږ په ژؤند غلامان يو او بايد اوسو ځکه چې بله چاره نلرو

قوماندان صاحب‌ ورته وويل چې رښتيا ووايه خلک وايي چي مرؤت اکا ډېر سپين ګويه هوښيار سړى دى، مه ډاريږه موږ غواړو پوهه شو چې خلک زموږ په اړه څه فکر کوي?

مرؤت اکا ورته کړل چې څه ئې کؤي سپين رښتيا ډېر ترخه دي او هر څوک ئې نشي زغملى،

قوماندان قؤل ورکړ او اصرار ئې وکړ، ورته يي وويل زموږ مو ډير خذمت کړى ډېره ډوډۍ مو راکړي، تر هرچا ډي. عشر او مرسته دې کړي تاته هيڅوک غږ نشي کولى آزاده خبره کوه، هسي به ګپه وکړو

مرؤت اکا ورته کړل چي سپين ګيرى سړى يم لمسيان مي دي زامن مي بمباري کي مړه شؤل ددي لمسيانو مي د پاللو بي له الله جل جلاله څوک نشته مه مي غږوه

خو قوماندان صاحب بشپړ ډاډ ورکړ

نو مرؤت اکا ويل

چي خلک داسي وايي

پرون دلته کمونستان راغلي ول هغو د جنګ هيڅ اخلاق نلرل نه ئې مراعات کؤل هغو خپل مخالفين په جومات، په کلې کوڅه، بزګر هر جاى ويشتل، دخلکو کورونو کي سنګرونه جوړؤل، د هرچا مال باغ هرڅه ددوئ ورګډ ول په زور يي هر څه غوښتل که به چا هم نيوکه پري وکړه هغه يي واژه

دغه صفات اوس په چا کي دي خپله پام وکړه

کمونستي عسکر به د هر افغان چي ورته خؤښه به يي شوه په زور ننوتل دروازي ماتؤلي خپل مخالفت ولو شکمن به ؤ ولو هزار بي ضرره به ؤ د کم لوى مخکي بي محکمي به شهود همهغلته وواژه

دا صفات دا شل کاله په چا کي دي?

خلقيانو پرچميانو هر يو پخپل سر هم قاضي وه هم عسکر هم څارنوال هم جلاد وه، هرچا ته هر چيرته چې به يي په طبع جوړه شؤه نو همهغلته به يي وواژه

کمونستانو به د خلکو دغرونو ځمکو څخه په زور باج غؤښت ويل به يي موږ خدمت کؤ تاسي تيار خواره ياست، دا صفات اوس په چا کي دي

دکمونستانو په افغانانو کي د جهاد لومړى صف اول دريدلي خلک اول جهادي قيام کؤنکي مجاهدين ډېر بد ايسؤل همهغه به يي هم وژل او هم به يي ولس مجبوره چي دهغو جاسوسي ورته وکړي،

دغه دنده دا دوه نيمي لسيزي د چا ده?

 

کمونستان به دا اولين قيام کؤنکي مجاهدين اشرار بلل، ټوپکيان به يي بلل د انګليس جاسوسان به يي بلل خو خپلي غلامي قتل غارت ظلم تير وحشت ته يي پام نه وه، ويل به يي موږ انصاف راولو اجتماعي مساوات کور کالي ډوډئ درکؤ خو دا يي رانه اخيستل

دا دوه نيمي لسيزي دا دنده تبلغ او شعارونه دچا دي?

کمونستان اصلا نه د اسلام نه دکفر نه دافغانيت هيڅ قانون هيڅ اصول ته ژمن ول ددوئ په منځ کي مهم شى ملګرى، انډيوال، رفيق ول، يو چا به چي په دوئ کي انډيوال درلود نور به يي دواړه غاړي خؤړلي سري سترګي به ګريده که چا به نه لاره نور په هغه ښه ورځ کاروبار زندګي زهر وه، هر ځاى به ئې کونداغونه خؤړل

دا دوه نيمي لسيزي دا دنده دا خوى چا خپل کړى?

کمونستانو هر هغه افغان هر هغه ډله هر هغه کم لوى ګمراه مجريم او واجب القتل باله چي يا به ئې پر دوئ نيوکه کؤله يا ئې نه منل،

دا صفت اوس په چا کي دى?

کمونستي حکومت يو ډؤل جابرانه ديکتاتوري وه، هغوئ نه اپوزيسيون مانه نه يي بل حزب بل ګؤند مانه، ويل به يي موږ اصلا ختا نلرو چي څوک نيوکه راباندي وکړي، هغوئ چي نيوکي کؤي خره جاهل دي دا جاهلانو څخه بايد مملکت پاک شي په همدي وجه يي په ميليونونو تر خاورو لاندي کړل

نن دغه منطق دغه دليل دغه دريځ د چا دى? ايا به نقده اصلآح ممکينه ده? ايا سالم قانوني نقد جرم دى? څوک چې د نقد حؤصله خو څه چې اصلا داسي نظام نه غواړي چي اپوزيسيون ولري

دغه منطق اوس دچا دى?

کمونستي دوره کي د کار اهل کار او د هيواد د کادرونو دا حال وه چې په پرچميانو کي خاص او اول معيار دا وه چې لکه ګدړه بريت ږيره هرڅه به يي پاک رخيلي ول او دا شعار به ئې ذمذمه کاوه چې هورا ما افتخار مي کنيم به راه لينن کبير، او د خلقيانو بيا غاټ غاټ يهودي او انګلیسي ماډل او دا شعار چي مرګ پر جاسوسانو، مرګ په اخوان شياطين، مرګ په ټوپکيانو، مرګ په اشرارو، تل دې وي د افغانستان خلق ديموکراتيک ژوندي دې زموږ اتل دوستان روسان

نور که شين خر هم وه بس هغه د وزارت رياست، ولايت د هر څه اهل وه همدا فاکولته وه همدا معيار وه، که دا به چا نه يا يي نيوکه يا داصلاح مشوره درلوده که به ئې سل دوکتوراؤي لرلي بيا هم خائن رذيل واجب القتل وه

دغه اوصاف په ډېر لږ شعاري توپير سره اوس د چا دي?

کمونستانو به ټول کلى بمباري کړ لسګونه سلګونه ماشومان ښځې به يي شهيدان کړل، خپل دا وحشيانه جنګ به يي داسي بياناوه چي دومره مرتجعين دومره اخوانيان دومره جاسوسان پکي مردار شؤل، حتا روسانو به ورته ويل چي وا خلکو د يو کس پخاطر مو دا دومره وراني ولي وکړه? ددوئ ځواب به دا وه چې دښمن چي هر ځاى پټ شي هر ځاى په لاس درشي بايد ووژل شي، دا کار بايد هغو خلکو کړى واى دوئ ولي نه کاوه همدا ئې سزا ده چې د مجريمانو په مقابل کي غلي ناست دي

اوس دا شل کاله دغه جنګي اخلاق دچا او چا دي?

دکمونستانو به کابينه هرڅه لا په ماسکو يا په تاشقند کي تعينيدل خو ټول افغان ملت ته يي جاسوسان ويل، چې اوس دا وضعیت د چا دى?

کمونستانو ټول افغان ولس تر پوزي راوست خلکو فقط دوه انتخابه لرل يا بايد له دوئ سره تر ناموس کور هرڅه تير شي هغه هم په دي شرط چي د جانداري او نيوکو حق نلري بس لکه خره سپي به ددوئ په واک کي وي، لکه غلامان او يا مجبور وطن ترک کړي ايران پاکستان، اورپا امريکا ترکيې ته کډه شي مقاومت وکړي جنګ وکړي، بل انتخاب شتون نه درلود نه عقل نه تدبير نه ملي اسلامي اصولو سره سوله نه دامتل کيدل چي دا خو عام ولس دى دا ولي په تنګ کړو?

اوس دغه ديکتاتورانه رويه اخلاق د چا دي?

کمونستان به تر څو چي وس رسيده لارو باغونو غرونو کي ماينونه خښؤل دچا پرواه ئې نه کؤله چي د ولس ژوند فلج کيږي، په عام ولس ورخلاصيږي، که چا به ورته وويل چي دا دکلي لاره ده دلته ماينونه مه ږدئ همهغه به ئې داسي تک شين کړ آخر به يي ورته وويل ډېر شکر وکړه بختور يي چي ژوندى مو پريښودي، که مجاهدينو به ماينونه کشف کړل، بله ورځ به خلقيان راغلل ټول کلي وال به يي ښه وغربؤل چي چا د ماينو جاسوسي کړي ده،

دغه جنګي اخلاق دا شل کاله د چا ول او دي?

خلقيان پرچميان به ماجت په ولاړه جمع بم ور غورځار کړ مسجد به يي بمباري کړي، مسجد کي به يې خلک ښه په خرب وډؤل، ددغو جنګي اخلاقو کاپي چاکړيده?

خلقيانو پرچميانو خلک حتا د افغان له نومه خوا توري کړل له ځانونو يې کرکه وشوه په زرګونو خلک يي فقط دشک او هسي د ضد په تور په غربؤلو دعمر عيبي کړل نن دغه اخلاق دچا دي?

په دومره توپير چي اوس ځيني ځانونه د عدل او اسلام لښکر بولي او حال دا چې تر ننه نه اسلامي، اداري، سياسي او ملي مرامنامه په ليکلي بڼه لري نه اساسنامه لري خو شعار يي عدل اسلام دى اخلاق يې دا دي چي بيان شؤل

کمونستانو کمونستي اساسنامي او د لينن مرام خلکو ته نيغ نيغ کاوه د خلکو ئې دا د کمونيزم، خلق پرچم نوم دومره و بد کړل چي نن هم اکثر خلک دانوم واوري رواني حالت ئې خراب شي، نن له بده مرغه ځينو اسلام مقدس قانون او مقدس نوم همداسي ډېرو خلکو ته تر پام وربد کړى ،ځينو چي کولى شواى دا وطن يي ترک کړ ځيني چي نشي کؤلى همدلته دي خو غلي دي له ډاره غږ نلري

نو قدرمن قوماندان صاحب په داسي حالت کي څه تمه لرئ چې خلک به څه فکر کؤي?

بس دا يو رب العزت تاسي ته موکه په لاس درکړي چي مقابل طرف دنړۍ اول درجه غله مفسيدين فاسقين خائنان سره راجمع شؤي چي ستاسي جرائمو اخلاقو کردارو ته پړده دي، حتا خلک خو دا فکر هم کوي چې دي خواته فساد فسق فجور حتمأ نقشه شؤى دى.

شپه تيره شوه

صبا مازديګر مرؤت اکا له ونو ورک شو کلي وال کم لوى پسي ګرزيدل بله ورځ سهار پيدا شو چي د عذاب په انتها په وهلو ډبؤلو وژل شؤى وه حتا له سره تر پښو تسمي تري ايستل شؤي وي

ليک ورسره اچؤل شؤى وه چې څوک د لاليانو خلاف خبري کؤئ دا انجام به يې وي.

ډېر به وایې دا دروغ دي خو سل سلنه رښتيا دي فقط نوم مستعار دى، ددي ثبوت دا هم دى چې ډېر چي دا ليکنه ولولي چي يو ډؤل له دوئ سره اصلاحي مرسته ده خپلو خرابيو ته متوجه کؤل دي دملت د زړه خبري دي، خو قسم په رب له ځانه دې پوښتنه وکړي چي په دې ليکنه زه دا نن په لاس ورشم نو څنګه عمل به راسره وکړې?

دا ئې اسانه ثبوت دى

ددي لپاره چي رښتيا پوهه شئ ولس ستاسي په اړؤند څه وايي? په بيخبره ډؤل په بسونو، مسجدونو، مهمانخانو کي مايکونه ورته پټ کړئ تاسي به خپله څيره ووينئ

#پاملرنه

کفري غربي ټاميان او دکمونستانو بقاؤي د ډزومار بابا لمسيانو دنړۍ والو غلو مفسيدينو انډوخر والو ستاسو جرائم خو دومره ډېر او نه بښونکي دي چې د مقابل لوري جرمونه بيخي درپکي پټ او ورک دي

که تاسي رښتا فساد، غلا قضاکي رشوت ناحقه زورؤل او کار اهل کار ته سپارل واى نو دا ټول ملت به د حکومت دفاع ته لکه ډال دريدلى وه، خو ستاسي نه شعار ملي دى نه اسلامي نه افغاني او نه مو کړني اخلاق او اجرات سر تر پښو بدترين مردار نجس ياست

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک