د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری نجيب الله تره کی د اجل داعي ته لبيک وويل
انا الله وانا الیه راجعون!
د کرکټ د نړۍ ځلانده ستوری او د ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی نجيب ترهکی د ستورو له مداره پرېوت، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب تره کی چې څو ورځې وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شوی و، د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه!، موږ د الله ج یو، او بېرته الله ج ته ور ګرځو؛ مرگ حق دئ؛ په خپل وخت راځي، دا د ټولو گډ برخليک او مسير دئ، ټول د الله تعالی په لور درومو، صبر به کوو او له الله تعالی به ئې اجر او نېک عوض غواړو.
د جنازې اعلان
سه شنبه، ۱۵ د میزان
مرحوم حاجي محمد ظاهر نیکه، حاجي امان الله پلار، متین، ایمل او اسماعیل ورونه ګل زمان، خان الرحمن، میر زمان، نصیر احمد، اجمل او شمس الرحمن ترونه، طارق، فیصل، بصیر او بلال تره زامن حسین، زرجان، بصیر او حبیب الرحمن ماما ګان عبدالقهار، قاضي عبدالقاهر، عبدالصمد او قاضي صبغت الله اوښي ګان، نجیب الله ترکی په حق رسیدلی، اوله جنازه یې په شیرزي لوبغالي کې د سهار په ۱۰بجو او دوهمه جنازه یې په درونټه هجرت کلي کې د شیخ نیکه په هدیره کې د غرمې نه مخکې په ۱۱:۳۰ بجو ادا کیږي!
