د افغان وژني ډاکتر، نجیب
حبيب الله ابدالي
په اتیایمه لسیزہ کې د روسي لښکرو ستر سلاکار الیسکاندر مایوروف لیکي:
په ھرات کې د ولسي خلکو د بغاوت پر مھال موږ د تسلیمۍ په بدل کې د عمومي عفوې اعلان وکړ، ولسي خلک له دې فرصت څخه په گټه اخیستنه جوپې جوپې تسلیمیدل او له بغاوت څخه یې لاس اخیست.
د افغانستان د اردو یو افسر د عبد القادر په نوم ماته راغی، ډیر ناکرارہ و، راته ويل یې: "ھغه بوین نجیب تسلیم شوي خلگ بې تحقيق او بې محاکمې وژني"!
مایوروف وایي: نجیب مستقیما د کارمل څخه ھدایات اخیستل. تر څو چي ما کارمل پیدا کاوہ او ھغه ته مې د نجیب د مظالمو د مخنیوي ویل، ھغه ( نجیب ) تر شپږ سوہ زیات خپل تسلیم شوي ھیواد وال بې له کومې محاکمې له تیغه تیر کړي وه او لسگونه تنه يې ژوندي ښخ کړي وه".
اوس خلگ ددې وحشي ظالم د تلين ورځ لمانځل غواړي، شهيد يې بولي، يا شکايت کوي چي ولي نجيب په يو صحرايي محکمه کي ووژل سو، او محکمه نه ورسره وسول.
که څوک اسناد لري چي نجيب د هغه زرگونو بې گناه افغانانو سره چي د نجيب د وحشت او بربريت قرباني سول کوم مدافع وکيل يې دفاع وکړل، تحقيق يې وسو يا محکمه سول، مهرباني دي وکړي اسناد دي راسره شريک کړي چي موږ هم پوه سو.
ناخبره ځوانان د جهادفروشانو د ضده ددې سادست وحشي ملاتړ کوي، که څه ددوي به يې پلار، نيکه، ورور يابل قريب ورته شهيد کړي وي. ولي چي وجدان يې ويده دی، ذهني غلامان دي.
