No-IMG

ايران کې زهرا هاشمي د خپل عزت دفاع په خاطر اعداميږي

حبيب الله ابدالي

 

يو فرشته اعداميږي،

دا نجلی زهرا هاشمي نوميږي، د زندان څخه خپل مور ته زنگ وهي چي الله حافظي ورسره وکړي. زهرا وايي "اوس یې لاسبند راته واچاوه،  موټر راته منتظر دی چي د حکم اجرا کولو دپاره مي بوزي.  موري تا ته مي زنگ وواهه، د پوليس زړه راباندي وسوځی اجازه يې راکړه چي د مور سره مخه ښه وکړم او بدون ستا سره د مخه ښه ولاړه نسم. مورجاني د خداي په امان، وړي مي د ښار و رجايي زندان ته، سبا به مي ټول دردونه ختم سي".

زهرا هاشمي په ۱۹ کلنی عمر کي خپل متجاوز وژلی دی ځکه اعداميږي.  دا بيغلي د خپل عزت دفاع وکړل، او هغه متجاوز چي يو ۶۰ کلن عامه ډاکتر او د اطلاعاتو د وزارت پخوانی کارمند وو وواژه، کله چي هغه پر دې نجلی زهرا باندي تجاوز کاوه.

دا هغه وخت کله چي زهرا د علي گندم کار کورته د ډکوراسيون دپاره بلل کيږي، خو علي گندم کار د تجاوز نقشه ورته ترتيب کړې وه، خو زهرا د خپل عزت په دفاع کي هغه وواژه، اوس د هغه دفاع جرم پخاطر اعداميږي، په يو اسلامي مملکت کي. که په هر مملکت کي واي، هلته چي سالم قوانون پلي کيږي، د زهرا حق وو خپل دفاع وکړي، اعدام سوې به نه واي. مگر په اخوندي رژيم کي قانون نه مراعت کيږي، قانون صرف پر ناتوانو پلي کيږي، ولي چي د ايران اخوندي رژيم يو فاسد رژيم دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک