يو کمونست وايې د حکمتيار يوه ښيګڼه وښايه چي وي منم!
محترمه که ړوند کوڼ متعصب نه واى نو دا ښيګڼي به دې هيڅکله نه حيرؤلي
1-د نجس کمونيزم پر ضد د جهاد لومړى سالم اهل قيادت او دشورؤي سخته ماتي
2- تر يو ميليون زياتو افغان مهاجرينو ماشومانو ته بشپړ وړيا زدکړي برابرؤل له لومړۍ ټولګۍ تر ماستري دوکتورا پوري چي د هر تنظيم د ليسو مکاتيبو ټول مصارف حکمتيار ورکؤل
3- د نؤي نسل په خپلواکه بنسټيزه اسلامي ملي روحيه روزل
4- د امریکا د اشغال په مقابل کي مقدس جهاد ته لبيک او دخپل افغان مسلمان ورور طالب ملاتړ اعلانؤل
5- په دري او پښتو ژبه 118 جلده کتابونه چي تفسير شريف هم پکي دى افغان ولس ته تر شا پريښودل چي هم پښتو هم دري ژبي ته بي سارى خدمت دى.
6- نؤى بديل کامل سالم اساسي قانون په پښتو او دري ژبه ليکل چي ان شا ﺀ الله له سولي سره به هغه پلى شي
7- ټولو پلويانو ته د نظم ورورګلوي قرباني روحيه ورکؤل چي دا د هر چيغارن او ډوزمار کار نه دى
8- خلکو ته د حلالو حرامو د رزق تر لاسه کؤلو کلکه تربيه او روحيه ورکؤل چي هر کس له داخل څخه ځان اداره کوي د غربي ټاميانو او کمونستي لنډغرو او شمالي پرچمي پروتوکوليانو غوندي مزخرف په نشو تماشو نه دي بوخت او خپل وروڼه په کفارو په 100 ډالر نه پلوري خپل ناموسونه نه پلوري.
9- د نړۍ د 17 جمهور ريسانو اعتراف چي په سياسي او نظامي اخلاقي مبارزه کي حکمتيار د خپل سر استاد په توګه پيژني دا افتخار وړتيا کاش تاسو لرلى
10- د اردغان او مرسى غوندي غښتلي مدبر خلک اعتراف کوي چې ددوئ د روزني او تربيې تر شا د حکمتيار لاس دى او حکمتيار خپل امير مني کاش ددي افغان افتخار وړتيا او قدر مو لرلى
11- د يهودو نړۍ واله فرهنګي ټولني د هرسټ په نوم نړۍ وال کتاب حتمأ ولوله او زده ئې کړه چې حکمتيار د سر په کاسه کي اوبه ورکړي او هر کال يي ددوئ ستر ستر پلانونه په ټوله نړۍ کي شنډ کړي دا ددوئ خپل اعترافات دي کاش ددي قدر او وړتيا ولري
12- د ډاکتر قرضاؤي غوندي ستر عالم حکمتيار پسي اقتدا کؤي اعتراف کوي چې اوس په نړۍ کي تر حکمتيار بل غوره اسلامي مدبر مؤمن صالح عالم د مشرتابه وړ شختص نشته کاش ددي وياړ درک مو درلوداى
13-ايران چيغي وهي بيا بيا وايي چي کاش حکمتيار نه واى لا ډير پخوا حتا له نجيب سره موږ معامله کړي وه چې هرات فراه نيمروز به ايران سره تجزيه کوي دا به موږ ډير پخوا دا کار کړى واى، او تل د ايران په مقابل کي لکه غر هسي شخصيت دى چي نه علمي نه سياسي څوک ورسره خبري کولى شي کاش درک کړي مو واى
14- په اسيا کي لومړى ستر سياست پوهه اخلاقي او مدبر تقرير کونکى منل شوى دى چې اصلا ژبنۍ ښويدنه په تقرير کي غلطي، غلط بياني هيڅ نه کوي خپل دريځ واضح قاطع وايې
کاش دا افغان افتخار مو درک کړى واى
15 - لومړنى افغان سياستوال دى چې د ډيورنډ کرښه او ټولي انګلستان وضع کړي نقشي منل ورته له اسلامي عقايد سره ستر ټکر ښکاري او څرګند علني رسمي وايې چي ددي کرښو منل زموږ له اعتقاداتو سره ټکر لري، دلته يو ستر زرغون افغانستان وه دى او وي به
16- لومړى افغان پښتون رهبر دى چې لږ تر لږه 10 ميليونه سر سخت مينه وال په ايران کي لري او 25 ميليون څخه زيات مينه وال په پاکستان کي لري حتا په فؤج کي دومره نفوذ کړى دى چې په کومه ورځ افغانستان کي د حکمتيار قدرت شي په يو کال کي پاکستان اسانه د سړي کودتا له مخي نيولى شي کاش ددي درک او دقدر وړتيا مو لرلى
17- اولين رهبر دى چي ترکيه، تونس ، فلسطين، الجزاير، نايجيريا، قطر، بحرين، سعودي، امارتو، مراکش، منځنۍ اسیا خصوصا چچنيا، هند، کشمير، رومانيا، جرمني، امریکا کي څلور برابره د افغانستان تر نفوس ډير سرسخت مينه وال لري کاش دا افغان افتخار مو درک کؤلى شواى
داسي نور ډير
اوس تاسو د غني يا ښاغلي نجيب يا هر بل رهبر له دي شيانو سره پرتله وکړئ
هيله ده عدل انصاف ولري هيله ده خپل د ضمير وجدان غږ واوري، حکمتيار د افغانستان د ټولو افغانانو وياړ دى هيڅ داسي کار يي موږ ته نه دى پري ايشى چي سر مو ورباندي ټيټ خجالته شرمينده اوسو...!!!
