No-IMG
No-IMG
No-IMG
No-IMG
No-IMG
No-IMG
No-IMG

د اسدالله هارون د آزادی لپاره د ننګرهار ولسونو غونډه

د ننګرهار ولایتي شورا انګړ کې د ولایتي شورا معاون او دننګرهار د ولسونو استازي حاجي اجمل ”عمر“ په مشرۍ د رسنیو په شتون کې د بې ګناه افغان اسیر اسدالله هارون په اړه چې له څوارلس کلو راهیسې په ګوانټانامو زندان کې بې سرنوشته شپې او ورځي سبا کوي غونډه دایره شوه.

په غونډه کې ګډونوالو په یوه خوله له افغان دولت، یوناما او دحقوق بشر له نړیوال سازمان څخه غوښتنه وکړه ترڅو د اسدالله هارون په خلاصون کې د نوموړي دردمندې او مظلومې کورنۍ سره مرسته وکړي، داغونډه ترهغې وروسته، چې داسدالله هارون په انګلیسي ژبې له درده ډک لیک چې خپل مدافع وکیل کلایف سمیت ته یې لیکلی و په لاره اچول کیږي،

د اسدالله هارون کورنۍ دننګرهار دغیورو ولسونو، دولایتي شورا معاون اجمل عمر او ټولو رسنیو څخه د زړه له کومې مننه کوي.

د اسدالله ”هارون“ د کورنۍ لخوا

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک