اشرف غني : قدرت نه پریږدم اوجگړی ته دوام ورکوم (ارگ يا مرگ)
راليږوونکی: محمد عمير
د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور په حواله غني دغه څرګندونې ارګ کې له هغو خبریالانو سره په ناسته کې کړې، چې څه موده وړاندې د بین الافغاني مذاکراتو د پوشش لپاره دوحې ته تللي وو.
غني په یاده ناسته کې د افغان سولې پروسې د یوې برخې په توګه د امریکا د مؤقت حکومت له طرحې سره مخالفت ښودلی او په خبره يې د سولې پروسې په ناکامېدو سره جګړې ته تیاری نیسي او له ځانه دفاع کوي.
د غني په خبره «مؤقت حکومت یوازې هغه وخت ممکن دی، چې جنازه مې له ارګ څخه ووزي»
ورته مهال داسې راپورونه هم شته، چې اشرف غني د عبدالله عبدالله له لوري د سولې له کېدونکو هڅو ناخوښ دی او همدا لامل دی چې د شپږو میاشتو په تېرېدو لا هم نوموړي د مصالحې عالي شورا د تشکیل معاش نه دی منظور کړی او د یادې شورا زیاتره کارکوونکي له مالي ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو په بنسټ، د بین الافغاني مذاکراتو په ناسته کې د ګډون په موخه دوحې ته د عبدالله عبدالله د تګ په مهال هم د نوموړي او غني تر منځ جنجال پیدا شو او الوتکې ته د ختلو په مهال غني عبدالله ته د اتمر په لاس هغه اعلامیه ولېږله چې د ارګ له لوري ترتیب شوې وه او غوښتل یې عبدالله یې د مذاکراتو د پرانیستنې په مراسمو کې واوروي.
په یاده اعلامیه کې عبدالله د غني استازی بلل شوی وو او لیکل شوي وو چې «د افغانستان اسلامي جمهوریت تیار دی طالبان په واک کې ورشریک کړي.»
د سولې د هڅو په لړ کې پاکستان ته د عبدالله عبدالله تازه سفر هم د اشرف غني له مخالفت سره مخ شوی او ویل کېږي، په بدل کې یې اشرف غني عمران خان ته د کابل د لیدنې بلنه ورکړې.
تېره ورځ عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسېد، چې پاکستاني چارواکو یې پراخ او تود هرکلی وکړ او د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې د یوه نیالګي په اېښودلو نوموړي هیله وکړه، چې د پاکستان-افغانستان تر منځ د اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي.
د سیاسي چارو شنونکی «طارق فرهادي» له عبدالله سره د غني مخالفتونو او د عبدالله له لوری د سولې ګرمو هڅو ته په اشارې وایي، اشرف غني نور په ارګ کې «قلف» شوی، دی به په ارګ کې قرنطین وي او افغانستان به مخ په وړاندې ځي.
