متاسفانه دا واقعیت به همداسې روان وي، "یو یې گټی سل یې څټي"
د یرغلگرو په وړاندې، د هېواد دفاع او آزادی او د ملي نوامیسو ساتنو کې به مجاهد ځوانان او مخلص مشران د مبارزه او جهاد میدان کی د باطل او متجاوز په مقابل کې د خپل سر او مال سره قربانی ته ولاړ وي.
خو امتیاز، گټې، مقام، خوند او درواغجنې د قهرمانی القاب او الفاظ به :
- اشراف زده گان،
-شهزاده گان،
- کاغذی قومندانان،
-ځینی مصلحتي مشران،
-چاپلوسان،
-چالاکه بې حیا انسانان،
مکار زړه سواندی مدعیان
ترلاسه کوي.
دا عادت تقریبا توله نړۍ کې روان دی.
د هند په وړاندی جگړه کی د پاکستان څو تنو فدایانو خپل ځانونه د ټانکونو لاندې قرباني کړل، خو د لاهور د هیرا مندی لوندیان تر اوسه هم خپل خوند اخلي او هم گټي.
پدا سلسله او چلن دی نه څوک خفه شی او نه مایوس !
اوس هم د کمونیستانو، شوروي یرغلگرو فوځیانو او د امریکایی یرغلگرو فوځیانو او تالی څټو مفسدو سیکولرانو چارواکو په وړاندې جهاد، مبارزه، میړانه او قربانی با غیرته ځوانان او مخلص مشران د زمریانو په څیر کوي او ستر معنوي اهداف به ترلاسه کوي او پاتې شونی به گیدړانو ته پریږدي.
د دغو مخلصو مجاهدینو همدا حقیقت دی . لکه
"مظلومه شمعه هم سوزي او ژاړي او هم نورو ته رڼا ورکوي."
نو ځکه غیرتي ځوانان او مشران د خپل ایمان او غیرت په وړاندې ملامت دی، او بې غیرته، مفت خور او بې حیا انسانان د خپل حرص او شهوت ته غلام دی.
یوه مهمه خبره د یو شریف انسان لپاره دا هم ده چې توان د مبارزې او فداکاری نلري مشکل نشته
خو د نورو په حق چې د مبارزې میدان کې ودریدلو باندی باید سترگی پټی نکړي.
اوس یو ځل بیا د کمونستانو د نجیب تلین غونډې په.وړاندی ودریدل ډیر بې تاوانه او بې ضرره مبارزه ده شاید یوه ورځ وي.
دې لپاره هم بهانه لټول یا گیله او بې معنی انتقاد کول عجیبه خبره.؟؟
ډیر د افسوس خبره ده
تیره ورځ یو کچه او بې اخلاق انسان یو فلم کې، محترم او مجاهد مشر ته کنځلې کولې، دوه درې گیلمن کسان د خپل کور څخه محترم مجاهد مشر ته د ملامتی گوته نیسي.
عجیب منطق ؟؟؟
وایی: یو ځل دملا نصرالدین د کور څخه غلو د هغه خر پت کړ، نو سبا ته یی خپلوانو او دوستان یې ورته راغلل او د ملا صاحب په ملامتی پیل وکړ: یو دوست وویل : تا ولې دا خر تړلی نه وو؟.
بل دوست یې وویل: ملا صاحب ته باید د شپې ویده نه وای.!!
بل دوست وویل : ملا صاحب ستا کټ باید د غوجل دروازې مخ ته ایښی وای او هملته ویده وای.
اخر د ملاصاحب حوصله په سر راغله
خپلوانو او دوستانو ته یې وویل: چی ستاسو د خبرو او قضاوت داسې معلومیږي چې ملامت زه یم. او غله اصلا ملامت ندی.
که نور کومه ځواني نشو کولای دا پیغام حداقل لازمي ده :
*سلام دې وي هغو ځوانانو ته چی د لویه جرگې تالار کی د کوتکو سره تللی وو اومیدان کې حاضر وو!!
*سلام دې وي د هرات هغو مشرانو او ځوانانو ته چې د نجيب د تلين لمانځو مخ يې و نيوله وو اومیدان کې حاضر وو!!
* سل سلامه دې وي هغو مجاهدو ځوانانو ته چې یو نیم کوتک یې خوړلی دی. !!
* زر سلامه او احترام دې وي هغه چاته چې ورته کنځلی شوی او هغه صبرکړی دی. د اسلام او جهاد په خاطر.!!
* او مناسبه خبره ده
چې یو سلام دې وي دنجیب جاهلو پلویانو ته !!. چې د خپلې بې بنسټه عقیدې او مړي لپاره راوتلي او قرباني ورکوي.
*........ ځینې هغو مفت خورو د جهاد په نوم مشرانو ته چې د کمونستانو او نجیب تلین په وړاندې بهانی او تیښته او مجاهدین ملامته وي.
په احترام
