No-IMG

حکمتيار د۴۰ کلن قدرت څښتنان د دوي کور کې مات کړل!

مخلص مرام

 

دهيواد د۴۰ کلن ناورين او دهر استعمار مولودينو کمونستانو،خلقيانو،پرچميانو غوښتل چې نن دلويي جرګې په تالار کې د جنرال نجيب دمرګ تلين ولمانځې خو دحکمتيار له لورې دسخت غبرګون سره مخ شول هغه وويل چې نجيب زما دپلار او دوه وروڼو په ګډون په سلګونو زره مسلمانان وژلي دي څوک حق نه لري چې دا توره ورځ ولمانځي ؛دولت تيره شپه اعلان کړى وه چې نه لمانځل کيژي خوله دي موقع په استفادي کمونستانو هلته زيات حجم يووړو ددروازې په زور خلاصولو کوښښ يي وکړو خو په کم تعداد مجاهدين چې هلته خالي لاسونه تللي وه او دالله اکبر په نعرو يي پرکمونستان حجم راوړو چې دکمونستانو پښې په لړزه راغلې او له وسلو يي هم کار واخيست خو بياهم مجاهدين بريالي شول دغونډې مخه يي ډب خوله ماتى ځواب يي ورکړو؛ په دي کار سره حکمتيار نړى او خپلو داخلي رقيبانو،او داسلام دوښمنانو ته څو پيغامونه ورکړل وليژل!

1_ حزب اسلامي کمزورى نه دى لکه دپخوا په شان قوي او نه ماتيدونکى دى ملي او بين المللي مسايلو کې خپلواک دچا متاثر نه دى !

2_هيڅوک افغانستان ته پردي فرهنګونه او شړيدلې نظر يي نه شي را انتقالوى لکه کمونيزم ،سوسياليزم ،هندويزم، اوليلنيزم افغانستان اسلامي هيواد دى دلته به اسلامي نظام جوړيژي!

3_ دهغو درواغجنو مجاهدينو لکه ټلواله سياف او نورو به چې بله نيمګړتيا حکمتيار کې نه شوه موندلى نو ويل به يي تعصبګر دى حکمتيار له دي وصف منزه دى او دايي لکه عمر رض ثابته کړه اينده کې به ددرواغجنو مجاهدينو نه قهرمانۍ هم اوصول او روخصتيانې به کمې کړي حکمتيار ثابته کړه چې دمجاهدينو اړيکې په ايماني رسۍ تړلې دي دوستي او دوښمني يي دالله رضالپاره ده مجاهدين قوم وخيل اوسر حد نه لري!

4_ هغه مجاهدين چې کابل به يي پردى ګاڼه او دمحرومى احساس يي کاوه هغوى ته يي زړونه ورکړل زړور يي کړل چې داهيواد ،خاوره دمجاهدينو حق دى او دلته هم داسې څوک شته چې دميليونوشهيدانو ،يتيمانو او کونډو ارمانونه پورې تړلي هغوى به نور ښکاره دحق لارې بغاوت شروع کړي اوپه راتلونکو پلانونو کې به شريک شي!

5_ خاص پيغام هغو بهرنيانو ته چې اشغالګردي او هغو داخليانو ته چې داشغالګرو پر اوژو سپاره راځي؛ داوه چې نه خو نور اشغالګر اشغال کولى شي اونه خو ددوى له داخلي وسيلو نور کار اخيستلى شي داوسيلي زړې او له کارلويدلې دي!

6_ هغو مجاهدينو ته پيغام وه چې لاپه ګرمو سنګرونو کې دي چې که تاسو هلته جګړه کولى شى مونژ هم ارام نه يو ناست مبارزه کوو که ضرورت شو وسلواله مبارزه هم له همدي کابل کولى شو له دوښمن لرې نه ځو !

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک