د نجيب له غولوونکو ويناو متاثرو ځوانانو!؛ هغه له اعمالو وپېژنئ !
صديق الله راهي د ډاکتر نجيب ورور
راشي د تعصب عينکې له سترګو ليرى کړي او دده آصليت دده له سکتي ورور ولوري !
ډاکټر نجیب الله د شوروي اتحاد د تحت الحمایه افغان دولت اخیرنی مارکسیست او لننیسټپال رئیس جمهور وو. دی د اختر محمد زوی د ۱۳۲۵هـ ش کال د اسد د میاشتې پر ۱۵ نېټه د کابل د مراد خانیو په یوې پښتنه کورنۍکې، چې د پکتیا ولایت د ګردیز د احمدزي ټبر په غلجيو پوري اړه لري وزیږید. لومړنۍ زده کړي یې په حبیبې لېسه کې کړي او بیا یې د کابل پوهنتون طب پوهنځۍ ته لاره پیدا کړه .دی د خپلو ملګرو ترمینځ د خپلې لويې بدنې له امله په ( نجیب ګاو ) مشهوره وو.
ډاکټر نجیب الله د پوهنتون په دوران کې په کال ۱۹۶۵م کې د ډیمکراټیک کمونیست ګوند پرچم څانګې غړیتوب واخیست. بیا یې د مارکسیستې اثارو په ویلو شروع وکړه او د پوهنتون او حزب په غونډو کې یې د وینا لوړ مهارت ترلاسه کړ. دا جریره وینا یې ددې لامل شوه تر څو په پوهنتون او خپله ګوند کې زیات شهرت تر لاسه کړي او د ببرک کارمل د نژدو ملګرو حلقې ته داخل شي.
د پوهنتون په دوران کې د ظاهر شاهي دولت لخوا د خپلو نورو محصلینو ملګرو سره په ۱۳۴۸هـ ش کال کې په ګوندي سیاست کې د فعالې برخې اخیستلو له امله څلور میاشتي بندي شو او بیا په ۱۳۴۹هـ ش کې پوره نهه میاشتې د دویم ځل لپاره له دې امله بندي شو چې هغه وخت د امریکا د جمهور رئیس ریچارډ نېکسن د معاون سپيرو اګنیو چې هیواد ته مېلمه راغلی وو ، پر موټر د خوسا هګیو ګزارونه وکړل او بیا یې د هغه مخې ته د امریکې بیرغ وسوځاوه.
دې دوه ځلې بند هغه د نورمال تحصلي بهیر څخه درې کاله شاته ورغوځاوه. کله چې له طب پوهنځۍ نه فارغ شو، د ۶ میاشتو لپاره یې د قرغې د احتیاطي ضابطانو په ټولۍ عسکري ترسره کړه او بیا د کابل ښار د پرچم ګوند د ښاري کومېټې مشر وټاکل شو.
په کال ۱۳۵۷هـ ش کې هغه وخت چې خلقیانو او پرچمیانو په کډه پر سردار محمد داود خان د ثور خونړۍ کودتا وکړه، ډاکټر نجیب الله ته د کابل پوهنتون د محصلینو چارو د امریت ور په غاړه وو. کله چې خلقیان د واک پر ګدۍ کښیناستل، د پرچم سره د ځینو اختلافاتو پر بنیاد یې ډاکټر نجیب الله د افغان سفیر په توګه ایران ته ولیږه، خو له څه مودې وروسته له دندي ګوښه، له افغاني تابعته بې برخې او د روسانو تر یرغل پوري په اروپا کې میشت شو. له اروپا وروسته مسکو کډه شواو بیا هغه وخت چې په کال ۱۹۷۹ کې سرو لښکرو پر هیواد یرغل وکړ، ډاکټر نجیب الله بیرته کابل ته راستون شو او یو کال وروسته د د شوروي تر حمایې لاندي دولت د خاد ( خدمات اطلاعات/ امنیت دولتي) د رئیس په توګه وټاکل شو او تر ۱۹۸۶ کال پوري پر همدې پوست پاتي شو. دا اداره د دولت یوه له هغو مهمترینو ارګانونو څخه وه چې د کي جي بي سره یې نژدې اړیکې پاللې.
خو دا چې د خاد د رئیس په توګه د نجیب ټاکنه د چا لخوا شوې، په دې اړه د ( کي جي بي؛ د مرز هاخوا عملیاتو تاریخ) کتاب لیکوال او د کي جي بي یو تن افسر (اولگ گوردیفسکي) داسي لیکي: ( د امین تر وژل کیدو سمدستي وروسته د کي جي بي لخوا ۳۲ کلن نجیب د افغانستان د دولت اطلاعاتي خدماتو هغه ریاست ته، چې د امین د مخفي پولیسو پر ځای تأسیس شوی وو وټاکل شو.)
همدارنګه تر کارمل وروسته د هغه د جانشین په توګه د نجیب د ټاکنې په اړه د ( افغانستان په جیوپولیتیکي لومو کې ) کتاب روسي لیکوالان لیکي: ( د کارمل د جانشین په توګه د نجیب په ټاکنه کې شورویانو بارز رول درلود.)
امریکايي لیکوال هریزن لیکي: ( افراسیاب ختک ( د پاکستان یو تن چپګرا سیاسمدار) په کال ۱۹۹۳ کې ماته وویل چې نجیب الله د ګورباچف د حاکمیت په دوران کې په مسکو کې د رامینځته شویو تغیراتو اهمیت ډیر ژر درک کړ او د شوروي د نوي سیاست سره همغږي او تطابق یې د جمهوري ریاست د لاسته راوړلو لپاره ښه موقع وبلل .)
له دې څرګندیږي چې د کي جي بي اداره د خپلو ظالمانه اهدافو د تحقق لپاره د نحیب په ټاکنه کې څومره دقیقه وه.
وحشت او د افغانانو ډله ایزه وژنه:
هغه وخت چې ډاکټر نجیب الله د خاد د رئيس په توګه دنده اجرا کول، د خپلې دې دندي په جریان کې یې د زرګونو مؤمن افغانانو ژوند واخیست، په زرګونه تنه انسانان یې شهیدان، بندیان او د زندان په جریان کې په ډول ډول سختیو تعذیب کړل. دده د خاد دوره افغانانو ته ډیري بدي خاطرې پرېښودې.دده د خاد په دوره کې د دولت د مخالفینو تعذیب او د دسته جمعې وژنو تصویر د افغانانو په ذهنونو کې تر اوسه ژوندی پاتي دی. د هیواد په زیاتو مناطقو خصوصا د کابل د عسکرو په روزنیو مرکزونو کې دسته جمعي ژنو خاد یوه بدنامه دستګاه او نجیب د (کابل قصاب) په نوم معرفي کړ. لاندنی لړ د افغان ولس د هغو ډلوژنو او شهیدانولو لیست دی چې د ډاکټر نجیب الله په مستقیم او غیر مستقیم امر او پلان تر سره شوي دي.
په لاندې لړ کې د ډاکټر نجیب الله سیاسي او جنایي قتلونه دی چې د افغانستان ولس باندې یې د کمونستي رژیم په دوران کې ترسره کړي.
۱۳۵۷، حوت، ۲۴مه: په هرات کې د ولسي پاڅون د ځپلو په ترڅ کې د ۲۴ زره مسلمانو هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
۱۳۵۸، عقرب، ۳مه: په داخله وزارت کې د ۱۲ زره وژلو شويو هېوادوالو د لست ځړول.
۱۳۶۴، حمل، ۲۵: په لغمان قرغه یو کې د درې زره بې گناه هېوادوالو وير جن ډله ايز شهادت.
۱۳۵۸: په پوځ کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ مسلمانو صاحبمنصبانو ډله ايز اعدامونه.
۱۳۵۸، حمل، ۳۱ مه: د کنړ په کېراله کې د تر ۱۰۰۰ ډېرو هېوادوالو ډله ايز شهادت.
۱۳۶۴، حمل، ۶ مه: په کندز کې د ۹۰۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.
۱۳۵۹، اسد، ۲مه: په ميدان وردگو ولایت په چک او سيد اباد ولسواليو کې د تر ۸۰۰ څخه د ډېرو مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.
۱۳۵۸، جدي، ۲۵مه: د کندز په چهاردره کې د ۷۵۰ هېوادوالو ډله يزه وژنه.
۱۳۵۸، دلوه، ۱۶مه: د کندز په امام صاحب کې د ۷۰۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.
۱۳۵۸، سنبله، ۱۵مه: د لغمان عليشنگ په قلعه نجيل کې د ۶۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
۱۳۶۴: د ميدان وردگو ولايت په نرخ او ميدان کې د درې بريدونو په اوږدو کې د ۶۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
۱۳۶۳، حوت، ۲۲ مه: په قره باغ او شکردره کې د ۵۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
۱۳۶۳، دلوه: په کندزو چهاردره کې د ۴۲۵ هېوادوالو ډله ايزه وژنه
۱۳۵۸، دلوه، ۲۱مه: په دشت ارچي کې د ۲۵۰ هېوادواله ډله ايزه وژنه.
۱۳۶۲، قوس، ۱۸مه: په غزني کې د ۲۵۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
۱۳۵۹، جدي، ۱۹مه: په خان اباد کې د ۲۰۰ هېوادوالو ډله ايزه وژنه.
۱۳۵۷، د روژې مياشت: په بگرام هوايي ډگر کې د ۲۰۰ صاحب منصبانو ډله ايزه وژنه.
۱۳۵۹، جدي: پر خان اباد د هاوان فيرونو په واسطه د ۲۰۰ څخه د ډېرو هېوادوالو ټپي او شهيدانول.
۱۳۶۳، سنبله، ۲۸مه: په بغلان کې د بمبارد له امله د ۱۵۰ ځايي اوسيدونکو شهيدانول.
۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د پوهاند غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار، او استاد غلام رباني عطيش په شمول د اسلامي نهضت د ۱۳۵ غړيو ارماجن او ويرجن شهادت.
۱۳۵۷، حوت: د خوست په ۲۵مه فرقه کې د ۱۳۳ صاحبمنصبانو ډله ايزه وژنه.
۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د څرخي پله په زندان کې د اسلامي نهضت د ۱۱۷ غړيو ارمانجن شهادت.
۱۳۶۳، دلوه، ۱۰مه: په ننگرهار کې د ۸۰ مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت.
۱۳۶۳، سنبله، ۲۱مه: په نورستان کې د ۶۷ هېوادوالو شهادت.
۱۳۵۸، جوزا، ۱۴مه: په څرخي پله زندان کې د د غازي سيد اکبر په مشرۍ د اسلامي نهضت د ۴۵ غړيو ويرجن شهادت.
۱۳۶۱، جدي، ۲۵مه: په هرات کې د ۴۰ هېوادوالو ډله ايز شهادت.
۱۳۵۹، ثور، ۹مه: په کابل کې د خويندو د پاڅون په ترڅ کې د درېو خويندو هرې يوې ناهيد، وجيبه او جميله په گډون د تاريخ تر ټولو مظلومانه شهادت.
که نجیب نه پیژنی دلته یی وپیژنی !
د نجیب د ورور صدیق الله راهی په لاس لیکل شوی کتاب آیا نجیب پیژنی
