محترم ورور حكمتيار
له ټولو دغو ماتو وروسته به آيا متحده ايالات خپل وحدت او پر نړۍ سياسي او مالي سلطې ته دوام وركړى شي؟ - دوهمه برخه
په تير پسې ...
• امريكا په مكرره توگه اشتباه وكړه، د افغانستان جنگ، بيا تر دې وړاندي چي دا جگړه وگټي؛ د عراق او ورپسې نوري جگړي پيلول او په ټولو كي پر له پسې ماتي؛ غرور او مستي، زور او پر نړۍ والو او د متحده ايالاتو په پنځوسو ايالاتو د سيپيني ماڼۍ هيبت او هيمنت داسي ذوب او ويلي كړ چي نه يوازي د كوريا او ايران په څېر هېوادونو هغه په وار وار چلنج كړ او وئې گواښو؛ بلكي دا دئ گورئ چي د يوه سپين پوستي پوليس په لاس د يوه تور پوستي (جورج فلويد) په وژل كېدو سره د امريكا په ټولو ايالتونو كي پراخ او له تشدد ډك تظاهرات پيل شول چي لړۍ ئې روانه ده او ورځ په ورځ ئې لمن پراخېږي، د نورو هېوادو تورپوستي او عدالت غوښتونكي هم ورسره يوځاى شول او په پراخو او سترو سترو مظاهرو ئې لاس پوري كړ.
• د امريكا مخكني تورپوستي جمهور رئيس اوباما؛ د خپلي كورنۍ له غړو سره په دې تظاهراتو كي شركت وكړ، د هغه دا وينا ډېر حقائق جوتوي چي وئې ويل: څلور سوه كلنه نژاد پالنه په څو ورځو كي نشي ختمېدى!!! يعني دا چي د امريكا څلور سوه كلن تاريخ؛ د نژاد پالني، د سپين پوستو د واكمنۍ او د تورپوستو د تحقير، تذليل او محكوميت تاريخ دئ!! په حقيقت كي امريكا د انگرېزانو په لاس يوه داسي اشغال شوې مستعمره ده چي امريكايي الاصله اوسېدونكي ئې له خپلو ټولو انساني حقوقو محروم شوي او ټول ارزښتونه ئې؛ د فرهنگ، كلتور، ژبي، استقلال، برابري او عدالت په شمول؛ د اشغالگرو سپين پوستو له لوري گواښل شوي او ځپل شوي. نن په ټولي امريكا كي داسي څوك نه دئ پاته چي خپله اصلي او د پلار نيكه ژبه ئې زده وي، د اشغالگرو انگرېزانو ژبه پرې تحميل شوې!!! د اشغالگرو ژبه په بشپړه توگه مسلطه او يوازينۍ ژبه ده، هم په دفتر كي، هم په تعليمي مؤسساتو كي، هم په رسنيو او په بازار او ماركيټ كي؛ له انگيريزي پرته بله ژبه نه چلېږي!!
• نن د متحده ايالاتو د ټولو شتمنيو 90% د شتمنو سپين پوستو په واك كي ده، زمكي، شركتونه، ټرانسپورټ، د وسلو جوړولو فابريكې، د توليد ټول وسائل، بانكونه، مخابرات، رسنۍ، او ... دا هر څه د دوى په انحصار كي دي، د امنيتي ځواكونو قيادت او مديريت هم د دوى په واك كي دئ او د عادي پرسونل تر اويا سلنه زيات ئې هم د دوى په اختيار كي، تورپوستي په وار وار او له هر فرصت په استفادې سره؛ همداسي د ظلم، بې عدالتۍ او تبعيض په خلاف سړكونو ته راوتلي، په پراخو تظاهراتو ئې لاس پوري كړى او هر ځل په سلگونو تورپوستي د امنيتي ځواكونو له لوري په وينو كي رغړېدلي. نن هم كه تاسو د ټولو ايالتونو د پاڅون كوونكو تظاهراتو او له امنيتي ځواكونو سره د دوى نښتو ته ځير شئ نو وبه گورئ چي د امنيتي ځواكونو غوڅ اكثريت ئې سپين پوستي دي؛ حتى په هغو ايالاتو كي هم چي ډېرى اوسېدونكي ئې غيرسپين پوستي او اصلي امريكايان دي.
• دا چي د پاڅون آرامولو لپاره؛ نن او د لومړي ځل لپاره؛ يو تورپوستى د لوى درستيز په توگه غوره كېږي؛ همدا حقيقت په گوته كوي؛ يو مسكن ټابليټ؛ تورپوستو ته دا پيغام لېږل چي تبعيض له منځه وړو!! او يا ښايي د دې لپاره چي كه سبا د پاڅون ځپلو لپاره له فوځي ځواك استفاده وشي نو پړه به ئې د يوه تورپوستي لوى درستيز پر اوږو وي؛ نه د يوه سپين پوستي جنرال!!
• د شوروي اتحاد له زوال او پر افغانستان او عراق د امريكايانو له يرغل او د كابل او بغداد له نيولو؛ ځينو داسي غلطه انتباه واخيسته چي اوس امريكا په يوه داسي زبرځواك بدله شوې چي نه سيال لري، نه ئې څوك مقابله كولى شي او نه داسي كوم ځواك شته چي پر ټولي نړۍ د امريكا د سلطې مخه ونيولى شي. دوى نه په افغانستان كي د مقاومت د پيل او دوام تصور كولى شو او نه هم په عراق كي. په افغانستان كي د مقاومت پيل او گړندۍ ودي او له يوې سيمي بلي ته خورېدل او بيا د عراقي مجاهدينو شديد مقاومت؛ د ډېرو دا گمان وجړكاوو، په امريكا كي د جنگ ضد مظاهرو د دوى مخكنۍ غلطه انګیرنه مزيد متزلزله كړه او زيات ئې دې نتيجې ته ورسول چي په افغانستان او عراق باندي د امريكايانو يرغل يوه اشتباه وه، پايلې به ئې واشنگټن ته همغسي وي چي شوروي اتحاد په افغانستان كي ورسره مخامخ شو، د امريكا دا وروستۍ پر له پسې ماتي ډېرى څېړونكي دې نتيجې ته رسولي چي امريكا ته همغه د شوروي پايله او عاقبت منتظر دئ، نن هيڅوك دا جرأت نشي كولى چي ووايي: امريكا په زوال نه منونكي ځواك بدله شوې؟
• د واشنگټن واكدارانو داسي گمان كولو چي د كابل او بغداد په نيولو سره به امريكا نه يوازي خپل هغه سپكاوى جبران كړي چي په 11 ستمبر ورواوښت، بلكي د اسلام په ضد په خپلي جگړي كي به دوه هغه ملكونه ونيسي چي يو ئې مخكي د اسلامي خلافت پلازمېنه وو او په اسلامي نړۍ كي يو منل شوى فوځي ځواك گڼل كېدو او بل ئې شوروي ځواكونو ته په ماتي وركولو سره نړۍ وال اعتبار ترلاسه كړى او په اسلامي امت كي د عزت او درناوي خاص مقام لري.
• امريكا په افغانستان او عراق له بريد؛ معكوس نتائج ترلاسه كړل، د دې په ځاى چي د 11 ستمبر سپكاوى جبران كړي برعكس ئې مزيد سپكاوى په برخه شو، د دې په ځاى چي د امريكا ضد مقاومت وځپي برعكس دا مقاومت مزيد مضبوط او خور شو، د دې په ځاى چي د عراق د تېلو څاگاني ئې په واك كي راشي او له دې هركال په ملياردونو ډالر ترلاسه كړي او د تېلو بيع د دوى په خوښه وټاكل شي؛ برعكس د تېلو قيمت تر وړاندي ډېر زيات شو، په سر كي له (9) ډالرو اويا ډالرو ته اوچت شو، د دې پر ځاى چي د افغانستان له لاري د مركزي آسيا د تېلو په زېرمو قبضه وكړي، برعكس د افغانستان او عراق پر جگړي ئې هره مياشت تقريباً اته مليارده ډالر لگښت راغى، په افغانستان او عراق كي ئې نه امنيت تأمين كړى شو، نه پر اوضاع مسلط شول او نه ئې د مركزي آسيا له زېرمو تېل او گاز د افغانستان له لاري انتقال كړى شو.
• په ټولي نړۍ مخصوصاً اسلامي هېوادونو او ... ادامه لري...
