No-IMG

ويډيو: د زخمي افغانستان په اړه د ورور لطيف الله صادق شعر بريا تلويزيون کې

سترگې يې سرې وې په ژړا ژړا وه

ډيری محکمې سلگی وهلې

د چپ کيدو يې هيڅ درک نه کيده

مخ کې يې شوکاری ډېر د څپيړو نشانونه و پرې

گريوان يې دانگې وانگې

لمن يې څيرې پيرې

څه ويرونکې څېره

څه سور په وينو بشر

لکه سور گل وي کوم ماشوم روړلی

يا د هوسۍ بچی ليوه څيرلی

د مظلوميت يوه نمونه ښکاريده

ښکلا يې هم ژوندی په زړه ښکاريده

طاقت مې و نشوه چې ويې نه پوښتم

چې ور نږدې شومه سلام مې وکړه

د سلام يې هيڅ ځواب را نکړه

لاس مې ور اوږد کړه چې لاس به را کړي

خو مټ يې وخوځوله لاس يې نه وه

لا يې خفه کړلم او لا پرې ودريدم

او مخامخ نور ورته ودريدم

او په اوږه مې ورته لاس کيښوده

له کمزوری نه رپيده خو په غرور ولاړ وو

د سر نه تر پښو په وينو سور ولاړ وو

لکه طايف ته چې نبي تللی وي

يا د احد جنگ ته غازي تللی وي

خوله مې را جوړ کړه ترې و مې پوښتل

چې اشنا څوک يې له کوم ځايه راغلی

ورونه دې څوک دي او دوستان دي څوک دي

کلی دی چيرته او کور دی چيرته

دومره وهلی چا يې اخر گناه دې څه وه

جواب يې صرف په چوپتيا راکړه

له خوله يې چونگ نه وته

هک پک ولاړ و خدايه څه به وکړم

لږ ور نزدې شوم ور ته و مې ويل

چې اشنا د خدای پخاطر حال ووايه

زه يو پښتون يم ستا بدل به اخلم

زه به دا ستا د هرې اوښکی بدل چوپ

خوله يې را بنده کړله چوپ يې کړلم

او بيا يې چيغې کړلې وويل

اشنا پښتون به را ته نه يادوې

د پښتنو هسې نامه پاتې ده

د پښتنو د لاسه داسې يمه

ملا يې راوړوله، ملا يې تغمی تغمې وه

پرې د زخمونو هيڅ شمار نه کيده

زما پوښتنې ته نور وار نه کيده

په پښو ور پريوتم ما معاف کړه گرانه

زه پښتون يم خو کليوال پښتون يم

زه زورو ته د زوال پښتون يم

زه ايوبي يم زه خالد پښتون يم

زه غرنی يم مجاهد پښتون يم

د مجاهد ټکی چې واوريدله

لږ را مُسکی شو لږ را مخکې شولو

چپ لاس يې زر زما په سر را کش کړلو

لږ يې گريوان په خپل ټټر را کش کړه

خو د خبرو په کې دمه نه وه

ما ناکراره انتظار کولو

ما ناکراره ددې خولې ته کتل

شونډې يې ورپيدې و يې ژړل

اوښکی يې پاکې کړلې شروع يې وکړه

او په گيله يې را ته داسې وويل

ما ولې نه پيژنئ ما خو جهان پيژني

ما خو انسان څه چې پيريان پيژني

ما خو کوڅو کې ماشومان پيژني

حال يې خراب شو سم ولړزيده

په گونډو کيناستو يو اخ يې وکړه

نور غورځيده چې دا خبره يې وکړه

چې زما نوم اف بس را پريوته

ډير مې له ځانه سره اف اف ويل

خو څه معنی يې نه وه

بيا مې اوبه ور باندې واچوله

بيا مې په خود کړه ترې مې وپوښتله

چې ته د خدای پخاطر ما ته خپل نوم وښايه

را ته يې وويل ما وپيژنه

خپله مور جانه هوا وپيژنه

گرانه د هر ټوپک نشان زه يمه

ازغی د سترگو د جهان زه يمه

د هر يو جنگ فاتح ميدان زه يمه

ځای د سلاح د امتحان زه يمه

په حقيقت کې د دنيا زړگی يم

زما اشنا زه د اسيا زړگی يم

زه خو ستا مينه يمه ستا زړگی يم

ما ولې نه پيژنئ زه ستا جانان يم کنه

زه د مظلومو وطن افغانستان يم کنه

ما پرې ور منډه کړه چې غيږه ورکړمه

خو د سهار د لمانځه مهال شوی و

چا د لمانځه لپاره پاڅولم

زما خواري ټوله اوبه يوړله

زما خواري ټوله اوبه يوړله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک