سعودي عربستان: لس ورځې وروسته به په تدريجي توگه عمره شروع کيږي
د سعودي حکومت اعلان وکړ چي له اوولسمې صفرې څخه به په تدریجي توګه عمره شروع کړي، الحمدلله چي په لومړي پړوا کي به د ورځې ۶۰۰۰ داخلي معتمرینو ته د عمرې کولو اجازه ورکړي او په دوهم پړاو کې به ۱۵۰۰۰ معتمرینو ته اجازه ورکړي چي په دریو پړاونو سره به بالاخیره د ربیع الاول پر ۱۵ مه له بهر څخه هم معتمرینو ته اجازه ورکړي، سعودي حکومت وایي د عمرې اړوند دا پریکړه یې له هر اړخیزو څیړنو او مشورو وروسته کړې دوی وایي معتمرین به له نوي تکنالوجي څخه په استفادې پخپلو موبایلونو کې د #اعتمرنا په نوم اپلکیشن ډانلوډوي او د عمرې کولو اجازه لیک به تر لاسه کوي تر څو د اپلکیشن په مرسته وکولای شي په مناسب وخت کې چې تر ټاکل شوی تعداد کسان زیات نه وي عمره ادا کړي.
حمدالله عبدالله
