امریکا پر ایران يو ځل بيا اتومي بنديزونه ولگول
د امریکا حکومت د ایران د دفاع وزارت او د دې هېواد اتومي پروګرام پورې اړوندو ۲۵ ادارو او وګړو پر ضد تازه بندیزونه اعلان کړي دي، بندیزونه په هغه خبري غونډه کې اعلان شول چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د دفاع وزیر مارک اسپر او ګڼو نورو جګپوړو چارواکو پکې ګډون کړی و، د امريکا خارجه وزير وايي چې: پر ځای د دې چې انتظار وکړو او ایران پرېږدو چې نړۍ وګواښي، امریکا پراخ ګامونه پورته کوي او د ترهګرۍ دې لوی ملاتړي (ایران) ته جازه نه ورکوي چې هستوي وسلې ترلاسه کړي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
