مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: عبدالله عبدالله: د افغانستان له جګړې ۴۲ کاله تېرېږي او هره ورځ له خلکو قرباني اخلي او یوه کورنۍ په ویر کېنوي، دا د افغانستان یو واقعیت دی.
د افغانستان دویم واقعیت دا دی چې په تېرو ۱۹ کلونو کې موږ راغلو یو اوږد مسیر مو کچ کړ او نن دې ټکي ته رسېدلي یوو چې نړۍ هم د خبرو اترو له لارې د حل غوښتونکي دي او د افغانستان خلک هم دا غواړي دوی د لویې جرګې له ترسراوي سره دا ثابته کړه چې د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي.
د افغانستان شرایط له تېرو ۱۹ کلونو سره توپیر لري. ۱۹ کاله مخکې موږ د بون هوکړې ته ولاړو چې په پایله کې یې لنډمهاله حکومت رامنځته شو او بالاخره انتقالي حکومت بیا ټاکنیزو حکومتونو ته ورسېدو. نو په بشپړه توګه یوه توپير لرونکي وضعیت کې یوو.
داسې عوامل دي چې د افغانستان د خلکو په ګټه دي او داسې عوامل دي که چېرې دقت ونه شي د خلکو په زیان دي او حتا سلامت په زیان اوړي.
✒: په هلمند کې د انارو فصل، د تېر کال په پرتله، سږکال د دغه ولایت د انارو په حاصلاتو کې ۱۶،۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
✒: دانش: "از سخنان روزگذشته ما در بامیان در باره مقایسه نظام جمهوریت و نظام سلطنتی شماری برداشت دیگری کردند. ما همهگی به فرهنگ و تاریخ و شخصیتهای تاریخ خود مثل احمدشاه و امانالله خان احترام داریم و همه باید احترام داشته باشد."
✒: له تېرې شپې راهیسې؛ ۵ ولایتونو کې ۵۳ سرتېرو ژوند وبایلود.
د تېرې شپې راهیسې د هېواد څلورو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو پایله کې ۲۷ افغان سرتېرو ژوند بایللی دی.
د تخار، کندهار او بلخ ولایتونو د مسوولینو د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د وږي په ۳۱مه) یې له رسنیو سره شریک کړي، وايي چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.
✒: یک منبع امنیتی می گوید که در نتیجه درگیری میان نیروهای امنیتی و طالبان در ولسوالی تگاب ولایت کاپیسا، هشت تن از نیروهای دولتی جان باختند.
به گفته این منبع، محمد داوود سید خیلی مسوول نظامی منطقه شاه کوت ولسوالی تگاب در میان جان باخته گان است.
✒: بلخ ولایت سیمه ییز مسوولین وايي چې د بلخ ولسوالۍ هېواد کلي کې د ملي امنیت پر پوستې د طالبانو برید پایله کې پنځو سرتېرو ژوند بایللی او درې نور یې له ځانه سره بېولي دي.
✒: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو پایله کې ۷ سرتېرو ژوند بایللی دی.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، جمال بارکزی څرګندوي چې نښه کې ۵ سرتېري ټپیان شوي هم دي. دی زیاتوي طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
✒: ۳۰ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا در کشور ثبت شدند.
✒: کابل کې غبرګې چاودنې؛ یوه ماشومان ژوند له لاسه ورکړ.
کابل کې د ماین چاودنو له کبله یوه ماشوم ژوند بایللی او درې ملکي کسان ټپیان دي.
د کابل اتمې او پنځمې حوزو سیمو کې نن سهار(دوشنبې د وږې په ۳۱) دوو بېلابېلو پېښو کې یوه ماشومان ژوند له لاسه ورکړ.
✒: محمدنعیم، سخنگوی دفتر سیاسی طالبان در قطر میگوید که گروههای تماس هیئتهای مذاکره کنندۀ جمهوری اسلامی افغانستان و طالبان شام گذشته در نشستی دربارۀ طرزالعمل کاری، بحث کردند.
او افزود که امید است دربارۀ موارد باقیمانده تفاهم مشترک به دست آید و نشستهای آینده، برگزار شوند.
✒: میدان وردګو کې؛
د هوایي برید د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه.
میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې او هوایي بریدونو له امله طالبانو او امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. یوې سرچینې ویلي چې د میدان وردګو ولایت په ده افغانان سیمه کې امنیتي ځواکونه له درې ورځو راهیسي د طالبانو په کلابندۍ کې وو، خو کله چې مرستندویه هوایي ځواکونه سیمې ته رسېدلي پر طالبانو او امنیتي ځواکونو یې هوایي بریدونه کړي دي.سرچینه وایي، چې په دې هوایي بریدونو کې د لسګونه طالبانو په ګډون لږ تر لږه دېرش امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي. د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي بیا سپوږمۍ راډیو سره خبرو کې هوایي برید رد کړی خو په وینا یې؛ په یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۶ وسله وال او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
✒: امریکايي او افغان لوري د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په خپل دفتر کې په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژادفیر راس ویلسن سره کتلي دي.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا مشر بیا هم پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او د خلکو دې غوښتنې ته درناوی وکړي. ډاکټر عبدالله عبدالله د د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغان پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او تمه ده چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي.
✒: د ولسي جرګې تفتیش کمیسیون ویلي چې،ولسمشر غني تیرو څو کلونو کې سل غیرې قانوني فرمانونه صادر کړي او اوس هم دا لړۍ دوام لري، ولسي جرګه وایي نور دا موضوع د زغم وړ نه ده ټول غیرې قانوني فرمانونه را ټول شوي او ولسي جرګه به په عمومي ناسته کې په دې تړاو خپله پریکړه وکړي.
✒: ولسمشر غني: طالبانو ته وایم چې راځئ یو بل ومنو او نورو خلکو ته اجازه ورنکړو چې زموږ ارامي له موږ واخلي.
✒: وزیر دفاع لیبی: برنامه آموزش نظامی ترکیه به ارتش کشورمان آغاز شد.
وزیر دفاع لیبی از آغاز برنامه مشترک همکاریهای دفاعی، امنیتی و آموزشی ترکیه در طرابلس خبر داد.
✒: صادرات 5.5 میلیارد دلاری صنایع وابسته خودرو از ترکیه.
ترکیه در هشت ماهه نخست امسال بیش از 5.5 میلیارد دلار محصولات و صنایع وابسته به خودروسازی صادر کرده است.
✒: د امریکا د وسله وال تاوتریخوالي ثبت مرکز راپور ورکړی چې په یاد هېواد کې یوازې په تېره یوه شپه او ورځ کې د وسله وال تاوتریخوالي ۷۲ پېښې ثبت شوې. په دې پېښو کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي. دا پېښې د امریکا په انډیاناپولیس،کنټیکټ،نیویارک او اوهایو ایالتونو کې رامنځته شوې دي.
✒: د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وایي، له افغانستان او المان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په اوږدمهال کې امریکا ته ګواښ پېښولی شي او د ټرمپ دا پرېکړه یوه ستره تېروتنه ده. هغه زیاته کړې چې امریکا باید د افغان دولت او امنیتي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته دوام ورکړي.
✒: اروپایي ټولنې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر مهال د تاوتریخوالي دوام د اندېښنې وړ دی. دغې ټولنې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې همدا اوس تاوتریخوالی ودروي او ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي.
✒: د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي ویلي، امریکا شړېدلې او د تل لپاره له زوره لوېدلې ده. سلامي په ایران کې یوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې، امریکا اوس د پخوا په څېر په زور کې نه ده او نه شي کولی چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
✒: د هندي رسنیو د راپورونو له مخې،د هند په بمبۍ ښار کې د یوې استوګنیزې ۴پوړېزې ودانۍ نړېدو پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي. هندي چارواکو په یاده پېښه کې د لس کسانو مړینه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه پورې ۲۵ کسان نادرکه هم دي او په خبره یې ښایي تر نړېدلې ودانۍ لاندې پاتې وي.
✒: زلمی خلیلزاد، فرستادۀ ویژۀ امریکا برای صلح افغانستان میگوید که در چند روز گذشته، خشونتها در افغانستان بهگونۀ واضح، افزایش یافتهاند.
او میگوید که این تشدید تأسف آور است چون بهگفتۀ او افغانان، به شمول شمار زیادی از غیرنظامیان، در آن کشته میشوند.
