No-IMG

ايا ښاغلى غني او ډله ئې سياسي شعور لري؟

د يو نظام اساسي قانون نقد کؤل او پر ځاى ئې بل غوره بديل وړاندي کؤل او د بديل تر سپوري لاندي د طرفينو تر منځ پر پرېکړه رسمي لاس ليک څه مانا لري? کوم حقوقپوه شته چي تشريح ئې کړې?

ځيني پوزه کش کړې چي ښاغلى غني داسي غټ مفکور دى

له ښاغلي حکمتيار سره پر کړې هوکړه حاکم قانون بديل اساسي قانون (د حزب اسلامي د امير لخوا وړاندي شوى بديل اساسي قانون دى) او ښاغلي غني ته د بديل قانون ورسپارل هم په ستره رسمي غونډه کې ښاغلي حکمتيار اعلان کړې ده

اوس وواياست

مشروع ريس جمهور ښاغلى حکمتيار دى که ښاغلى غني?

دا هغه څه دې چي سفارتونه، نړۍ وال يي په مانا پوهيږي مګر دلته د چاپلوسانو بوټ پاکانو شعارونه چي ځار اشرف غني بابا ددي په سياسي او حقوقي قانوني معنا نه پوهېږي

ځيني جذباتيان چي فقط دخپلو رنګارنګ جذباتو الي دي کله دا جذبات د مذهب کله د قوم کله د کوم ګؤند کله د کومي ډلي په شکل پکي څرګند شي، که څه هم داسي خلکو ته طالبان او عالمان ويل سم نه دي خو دوئ به ځانونه په طالب ور تپلي چسپ کړي وي، دهغوئ هم د پيغور په شکل موږ ته بيا بيا را يادؤي او موږ د هغو په جهالت او حماقت دتاسف خندا کؤ،

کله چې د کوم حکومت يا کوم نظام اساسي قانون يا نه وي يا نقد شي او نقد ئې مدافع ومني او پر ځاى ئې له مقابل لوري بديل اساسي قانون ومني اعلان شي تړون باندي حاکم وي او طرفينو تر منځ امضاﺀ شي ددي قانوني سياسي مانا داده چې هغه اداره هغه حکومت رسماً قانونا مقابل طرف ته تسليم او ورڅخه بيعت يي وکړ، اوس که فزيکي پر دې تعهد او پرېکړه عمل وشي ديانت دى او که ونشي خيانت او منافقت دى

ښاغلي غني خو تړون لاسلیک کړ، باور وکړئ له لاسلیک څخه 6 مياشتي ورسته په دې پوهه شو چې سړى خو پوخ ښويدلى او پرتلى دى ستر تاريخي شرم ور اوښتى دى، څو ځله يي له حکمتيار څخه د تړون د تعديل يا بيا سمؤني غوښتنه وکړه،

دا ځيني نامرده د پيسو غله نس خؤږي ملګري دلستوڼي تر مارانو بدتره وي، باور وکړئ ښاغلى کرزى په دې راز له امضاﺀ سره سم وپوهيده خو حزب اسلامي ته د احترام پخاطر نه بلکه له ښاغلي غني سره د سيالۍ او سپکؤلو پخاطر خوله پټه کړه مګر

مګر زموږ ځينو تش په نوم نس خؤږو حزبيانو د خپل چاپلوس بوټ پاک عادت د مجبوري له مخي چي خبر شؤل په منډه ئې خبر ښاغلي غني  ته ورساوه چې ماما پوخ ئې غلط کړى ئې ،ته د ښاغلي حکمتيار د يو مدير په بڼه حقوقي مانا لري، حکمتيار داسي چل درسره کړى دى، که زموږ خپلو نس خؤږو حرام خورو  حزبيانو له شا شا د خنجر وار نه واى کړى نن به سوله هم شؤې وه او بديل اساسي قانون به هم حاکم وه

سر له هغي ورځي ښاغلي غني رقابت منافقت د حزب د تجزيې هڅي حتا له هيڅ مخ نه دى اړؤلى چي څه يي په وس پوره دي د حزب ضد ئې کؤي

همدا هغه راز دى چې ښاغلى غني د حزب اسلامي او ښاغلي غني پر امضاﺀ شؤي تړون هيڅ عمل نکؤي بلکه مسلسله تل هره ورځ خپل ټول زور وس کؤي چي حکمتيار له هري خوا محاصره کړي تر څو ومني چي تړون تعديل کړي

مګر دا حکمتيار دى

د نړۍ په تاريخ کي دا لومړى ستر شرم دى چې يو څوک ځان متفکر بولي، ځان ريس جمهور بولي خپل حکومت مشروع بولي خو خپل سياسي او نظامي حريف سره د تړون پر مهال دومره ړوند کوڼ احمق شي چي بديل اساسي قانون له مخي امضاﺀ کؤي

نو کچيري رښتيا حکمتيار شر خؤښونکى وي رښتيا جنګى جوړونکى وي نو د يو مشروع ريس جمهور په توګه د ياغي باغي غني سره جنګ اعلانؤلى شي مګر په جنګ کي نه تاريک مرداريږي نه رولا غني نه مريم غني زموږ خوار ساده معصوم مظلوم افغانان مري نو د يو ستر فاتح سياسي رهبر په څير يي خپلو سياسي هلو ځلو او ليدنو ته مخه کړي دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک