No-IMG

کندز کې هوايي برید شاوخوا دیرش ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې دولتي الوتکو کې پر ولسي وګړو بمباري کړې، چې له امله یې لسګونه تنه ولسي وگړي شهيدان او زخميان شوي دي، نن د خان اباد ولسوالۍ اړوند نیک پای سید رمضان کلي کې دولتي چورلکو د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه وژل شوي او ۱۷نور ټپیان دي، ورته مهال د کندز والي «عبدالستار میرزکوال» هم پېښه مني او په خبره، يې الوتکو لومړی د طالبانو مرکز او ور پسې هغه ولسي خلګ بمبار کړي، چې د بمبار له ځای څخه یې د طالبانو مړي ایستل، د میرزکوال په خبره، تلفات تر هغه څه پورته دي، چې اعلان شوي دي، طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یاد برید په کلکو ټکو غندلی او په خبره يې، د برید قربانیان ټول ملکي وګړي دي او په داسې حال کې بمبار شوي، چې په سیمه کې هيڅ نظامي تحرکات موجود نه وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک