د ماډرنېزم ستره ستونزه دا ده چې په اسلامي نړۍ کې يې پر ځان باور وژلی
زاهد جلالي
د ماډرنېزم يوه ستره ستونزه دا ده چې په درېيمه او اسلامي نړۍ کې يې پر ځان باور وژلی. که چا ته وايې چې دغه خبره اينسټاین کړې، ډېره ورته مهمه ښکاري خو که کوم فقیه کړې وي، ډېر ارزښت ورته نه لري. موږ پر ځان باور له لاسه ورکړی، ځان مو هېر کړی خپل علمي قوت مو هېر کړی دی.
ما ليکلي وو چې د نظام په اړه بحثونه د فقهې کتابونو کې شته. یو زلمی چې د پوهې ادعا هم لري، ليکي چې فقها په دې خبرو څه پوهېدل. ستونزه دا ده چې زموږ فقها د دې خبرو استادان وو، خو موږ دوی نه پېژنو. موږ د نننیو او پرونيو ليکوالو سطحي ليکل لولو خو د اسلامي کتابتون په لوستو مو ځان نه دی ستړی کړی.
د نړيوال نظم او نړيوال قانون په اړه د بشریت په تاريخ کې لومړي ليکوالان مسلمان فقها دي. دا زما ادعا نه ده. دا خبره د غربیانو ده. د نړيوال قانون په اړه په تاريخ کې لومړنی کتاب امام محمد لیکلی چې سیر الصغیر نومېږي او وروسته سیر الکبیر ولیکل شو. د فقهې ټولو سترو کتابونو کې د سیر څپرکي شته او هغه کې د نړیوال قانون مسایل بیانېږي.
په دې مسئله آن غیر مسلمانو او غربي ليکوالو اعتراف کړی دی. په غرب کې د امام محمد او امام په نامه مرکزونه جوړي شوي دي او د دوی د تلین لمانځل کېږي، ځکه چې هغوی د دوی په علمي قوت پوه وو. جسټس ويرامنټري چې د عدالت نړيوالې محکمې مسيحي قاضي و، اتلس دلایل ذکر کوي چې د نړيوال قانون غربي پلرونه له مسلمانو فقهاو متاثر دي.
مسلمان فقها يوازې د قانون متخصصین نه و، بلکې د وخت په سیاستونو هم پوهېدل او خپلو دولتونو ته يې پاليسي جوړوله. که څوک دغه برخه کې تفصیلات غواړي نو د هارون الرشید او امام محمد تر منځ اړيکو په اړه دې مطالعه وکړي او د وخت په سیاست کې دې د امام ابو حنیفه دخالت ولولي.
د فقهې دغه شل او دېرش جلده کتابونه د علم سترې خزانې دي، خو که موږ د سروش او محق له کيسو لږ راوزګار شو او لږ يې په خلاصو سترګو ولولو.
