No-IMG

د شهيد عمر مختار د شهادت لنډه واقعه

پوره نهه اتیا کاله وړاندې پر همدې ورځ چهار شنبه 16/سيپټمبر /1931م، سهار نه بجې ایټالوي استعمارګرو د صحراء زمری او د شنه غره اتل مجاهد عمر المختار رحمه الله اعدام کړ. الله دې پر دې ستر غازي خپل رحمتونه واوروي.

د شهيد عمر مختار د شهادت لنډه واقعه

شهید عمر مختار نه د اعدامېدو د فیصلې پر وخت سوال کوي:

آیا تا رشتیا د ایټالیا د دولت سره جنګ کاوه

ده وویل هو...

آیا تا زموږ خلاف خلګ راپارول ...

ده وویل هو....

آیا ته د هغه عمل جزاء ته تیار یې کوم چې تا زموږ د دولت خلاف کړنې ترسره کړي...

ده وویل هو

آیا ته په دغه ټولو خبرو اقرار کوې

ده وویل هو

قاضی وویل د څومره وخته زموږ خلاف مبارزه کوې

ده وویل د څلویښتو کالو راهیسې..

آیا ته پر هغه څه پښیمانه یې چې تا ترسره کړي

ده وویل نه هیڅکله نه

آیا پوهیږې چې موږ تاته د اعدام سزا درکوو

ده وویل هو

قاضی وویل ډیر خوابدی یم چې ستا د ژوند پایله داسې خطرناکه شوه

ده وویل زه خو د ژوند په دغه انجام باندې خوشحاله یم

قاضی وویل صرف مجاهدینو ته داسې خط ولیکه

چې نور د ايټالیا خلاف مبارزه پریږدي نوموږ به ستا د اعدام پریکړه لغوه کړو او ډیر اعزاز به درکړو

ده قاضي ته په قهر وکتل او ورته وې ویل

هغه ګوته چې د شهادت په وخت کي اشهد ان لااله الا الله واشهد ان محمدا عبده ورسوله ....

سره پورته کیږي هغه به هیڅکله داسې بزدلانه الفاظ ونه لیکي.

د دې اتل یاد به همیشه د ټولو مسلمانانو په زړونو کې وي!

الله دي د ده شهادت قبول کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک