حکمتیار: ملي بيرغ او گوندي بيرغونه
په تېري نژدې يوې پېړۍ كي ډېر بيرغونه د ارگ پر برج رپېدلي، بدل شوي، نسكور شوي او سوزېدلي؛ هر څوك چي ارگ ته ننوتى او د اقتدار پر كرسۍ كښېنول شوى؛ خپل شخصي او گوندي بيرغ ئې پرې رپولى او همدې ته ئې د ملي بيرغ نوم وركړى.
خو ملي بيرغ هغه دئ چي د ملي يووالي نښه او رمز وي؛ داسي معتبري شورى ئې رنگ، اندازه او نښان غوره كړى وي چي ملي اجماع تمثيلوي او غړي ئې په واقعي معنى د ملت منتخب او معتمد استازي وي؛ دا تشه لا نه ده ډكه شوې.
د ملي وحدت له رمز او نښي مه د اختلاف سبب جوړوئ، مه يو د بل رټلو او وژلو پلمه او وسيله، مه د خپلي سليقې او خوښي گوندي بيرغ پر نورو تحميلوئ، نه ئې په اسلام كي سپېڅلى او مقدس گڼل شته، نه ئې ښكلول او مخي ته سر ټيټول.
پلورلى موږ نه په تېر تاريخ كي داسي شورى او ملي بيرغ درلود او نه نن؛ داؤد د كمونستانو په مټ كودتا وكړه، د برتانيا له لوري تپل شوى نظام ئې نسكور او مخكينى بيرغ او نښان ئې بدل كړل، له هغي ورځي تر نن ډېر بيرغونه او نظامونه راغلي او تللي.
د نښان منځ كي داسي عقاب چي وزرونه ئې گرارۍ ته ورته، مخ ئې كيڼ لوري ته، محراب او منبر ئې په منگولو كي؛ چي دغو خاص سياسي تعبير درلودل؛ ښودله ئې چي كابل خپله قبله بدله كړې، نور به محراب او منبر د عقاب په منگولو كي كنټرول كېږي
هغه مهال سياسي دود دا وو چي كيڼ اړخو گوندونو به اكثراً خپل نښان داسي جوړولو چي رنگ ئې سور، نښان كي ئې د څټك، لور، گرارۍ يا داسي باز او عقاب انځور چي مخ به ئې كيڼ لوري ته وو. گوندونه په كيڼ لاسو او ښي لاسو وېشل شوي وو.
